له ننه نږدې ډېر کلونه وړاندې ویل کېدل چې په جنګونو کې مشران نه مري او یوازې ځوانان او ټيټه طبقه خلک پکې وژل کیږي، خو اوس دا خبره بدله شوې ،په تېرو دیارلسو کلونو کې په افغانستان کې ډېر زیات مخور چې د هرې کچې مشران پکې ؤ په مرموز ډول ووژل شول،نه یې تر ننه لوری پیدا شوی او نه یې هم درک ولګېد.
په وژل شویو مشرانو کې د هیواد د نوروخلکو ترڅنګ د ولسمشر له کورنۍ نه هم معتبرو او بانفوذه قومي مشرانو قرباني ورکړه ،خو تر دې دمه په دې بحث ونه شو چې ولې زموږ مشران وژل کېږي او یا هم څوک دي چې دا مشران وژني ؟؟
په هیواد کې دا مسئله عامه شوې،چې حکومتي چارواکي برید د حکومت د وسلوالو مخالفینو پر اوږو اچوي او ډېر اسانه وايي،چې دا کار وسله والو طالبانو کړی ،خو له بله لوري د ډېرو وژل شوو مشرانو مرګ بیا وسله والو طالبانو رد کړی هم دی چې په نږدې تېر وخت کې د ولسمشر د اکا زوی حشمت خلیل کرزي مړینه یې ښه بېلګه ده .
زه نه غواړم په ډېرو هغو بانفوذه اشخاصو خبرې وکړم چې وژل شوي،په دې برخه کې غواړم یوازې په دې باندې خبرې وکړم چې له دې مرموزو او ترهګرو بریدونو والیان چې په ولایتونو کې د ولسمشر د استازو په توګه کار کوي هم خوندي نه دي پاتې شوي او څو د کار خلک والیان مو په یاد دي،چې ووژل شول خو لا هم مالومه نه ده چې دا کار چا او ولې وکړ ؟
دقرباني شویو والیانو له جملې یوهم دپکتیا والي مرحوم حکیم تڼیوال وو،نوموړی څوکاله وړاند د کار له دفتره د میلمستون په لوري روان ؤ چې د پکتیا ولایت مقام د دفتر په مخکې پرې ځان وژونکې حمله وشوه او همدې حملې د هیواد د سیاست،فرهنګ،ادب او دقوم په چارو کې متخصص،د کار او ځواک څښتن،په هېواد مین او ښه اورېدونکی رهبر استاد تڼیوال په شهادت ورساوه،له دې وروسته د لوګر ولایت والي،جهادي او قومي مشر عبدالله وردګ چې د دندې پرمهال مشرانو جرګې د خپل کار دفتر ته وربللی وو او دی هم د کابل په لوري روان وو،د لارې پرسر دځای پرځای شوي بم ښکار شو.
په ولایتونوکې دولسمشر داستازو دمرموزو وژنو په روانه لړۍ کې دکندوز ولایت والي انجنیر محمد عمر هم په مسجدکې دیو ځانمرګي برید په پایله کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ او دتل لپاره يي له دې فاني نړۍ سترګې پټې او دهېواد دسوکالۍ له ارمانونو سره توروخاورو ته وسپارل شو .
ددې ټولو مرموزو وژونو دلاملونو دپلټلو په موخه کمیسیونونه جوړ شول ، خو له بده مرغه ددې کمیسیونونو دپلټنو پایلي لاهم بې برخلیکه پاتي دي .
تېر کال په همدې شپو ورځو کې د لوی اختر په مبارکه ورځ د لوګر والي،قومي مشر،په هره برخه کې د کار سړی،ښه رهبر او باتدبیره انسان ارسلا جمال هم دلوګر ولایت مرکزی لوی جامع جومات کې د اختر د لمانځه پرمهال په داسې حال کې د ځاي پر ځای شوي مین په وسیله ووژل شو ،چې ولسونو ته يې دولسمشر لخوا رالیږل شوی دنیکمرغه لوی اختر دمبارکي پیغام او مراتب وړاندې کول .
مرحوم ارسلاجمال هم دنورو په څېر په ګران هېوادکې دتل پاتې سولې او امن ستر ارمان لرلو او همدې موخې ته درسیدو لپاره يي شپه ورځ سوله ییز ې هڅې کولې، خو دمرګ زورورې سېلۍ يې دژوند دسپرلیو باب مخکې له دې چې ارمانونه يي پوره شي وتاړه ، روح دې ښاد او یاد دې تل د ولسونو په زړونو کې ژوندی وي.
له دې وروسته مو دې خدای(ج) نور ولس او دکار خلک له داسې مرګونو او ناوړه بریدونو وساتي ،دا چې والیان په ولایاتو کې د ولسمشر استازولي کوي او هڅه یې دا وي چې ولس ته اسانتیاوې برابرې کړي نو خامخا به په ولس کې داسې څوک هم وي چې د هغوی د بې عدالتي مخه به نیول شوې وي او دوی به خواشیني وي ،خو دوی باید له وړاندې له ځانه سره فکر وکړي چې له دوی سره ولې داسې شوي دي .
والیان چې په سیمه ییزه کچه تر تولو مامورینو زیات کار کوي، دوی د بې عدالتیو پر وړاندې لکه سپر ولاړ دي، په دې لاره کې يې د ولسونو لپاره دښې حکومتولۍ په موخه خپل ځانونه قربان کړي دي، څو ولس په ښې حکومتداري سمبال حکومت ولري په خپل حکومت باور ولري، دباعزته ژوند ترڅنګ روغتیايي او امنیتي اسانتیاوې ولري،ملي ګټې،فرهنګي او عقیدوي ارزښتونه يې ساتل شوي وي .
خو !
په تېر کې دکابینې او مرکزي لوړ پوړو چارواکو سست او بې پرواچلند د والیانو دا ټول فکرونه له خاورو سره خاورې کړل ،د والیانو ژوند او مصونیت ته یې پام ونه کړ،د چارو په ترسره کولو کې ورسره پوره همکاري ونه کړه ،د والیانو لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونه یې په پآم کې ونه نیول ،تر ډیره بریده ځینو لوړ پوړو مرکزې چارواکو او دپارلمان غړو هغه پروژې چې ددوی لپاره پکې شخصي ګټې نه وې نه یوازې دا چې په تطبیق کې یې همکاري ونه کړه بلکې هغو پروژو ته يې ستونزې اوخنډونه جوړول تر څو يې چارې له تطبیق پاتي شي.
دا خو لا څه هغه کمیسیونونه چې دقربانیو شویو والیانو د مرګ او مسئلې د څېړلو لپاره جوړ شوي وه،یوه یې هم په پوره مېړانه او صداقت سره خپلې چارې بشپړې نه کړې .
امنیتي ارګانونو او مؤظفو کمیسونونو نه یوازې دا چې ښې او صادقانه چارې ترسره نه کړې ،بلکې له دوی پاتې کورنیو او د کورنیو غړیو ته یې راز راز ستونزې هم پیدا کړې .
له نوي ولسمشر،د کابینې له غړو ،امنیتي ارګانونو او نورو اړونده مسوولینو څخه زموږ هیله دا ده چې د شهیدو هېواد والو او قرباني شویو والیانو کورنیو او وارثانو ته د ژوند اسانتیاوې برابرې کړې،په ستونزو کې دې ورسره مرسته وکړي، د مرګ عاملین دې یې له پېژندلو وروسته واکمنې محکمې ته وروپېژني ،څو قانوني جزا وګوري .
همدا مسوولین دې په راتلونکي کې دهېواد ټولو وګړو او دچارواکو دکورنیو ژوند ته سمه او دقیقه پاملرنه وکړي څو په راتلونکي کې د هیواد د دومره باارزښته او ژمنو مسوولینو ژوند خوندي شوی وي او خپلو چارو ته په ښه شکل د قانون په رڼا کې دوام ورکړي څو عدل په اسانه تطبیق او چارې ښې پرمخ ولاړې شي .
په درنښت
خ – احمدزی