د اورکم اونۍ له پای ته رسېدو سره سم طالبانو پرافغان امنيتي ځواکونهو بيا بريدونه پيل کړل. د بريدونو په نتيجه کې بيا ډېرې مېندې بورې، ښځې کونډې اوماشومان يتيمان شوو. د بيلګې په توګه، په کندز کې د طالبانو په يو بريد کې ١٦ عسکر ووژل شول. طالبانو خپلو قومندانانو ته امر کړى دى چې پر بهرنيانو ډز ونکړي خو پرافغان ځواکونو دې بريدونه کوي. په دې اړه د دوى رسمي حکم په رسنيو کې خپور شوى دى. د بهرنيانو سره اوربند او سوله خو له خپلو هيوادوالو سره جنګ، جګړه څه معنا لرى؟
له امريکا سره د هوکړې له لاسيک وروسته، د طالبانو د مشرانو له خبرو د غرور، تکبر بوى راځي. خداى دې نکړي چې د مجاهدينو د مشرانو په ناروغۍ اخته شوي وي. کله چې روسان له افغانستان څخه ووتل، د هغه وخت حکومت حاضرشو چې د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب له مجاهديونو سره روغه جوړه وکړي او د خبرو له لارې جنګ ته د پاى ټکى کېږدي، خو د مجاهدينو رهبرانو د حکومت غوښتنو ته پام ونکړ. وجوهات يې د دوى بيځايه غروراو د پرديو لمسون وو. دوى ويل چې موږ روسان له ملکه وايستل او کولاى شو چې حکومت په ډېره کمه موده کې له منځه يوسو، نو ولې ورسره سوله وکړو؟ دوى د الله (ج) د سولې او پخلاينې اړوند احکام له ياده ايستلي وو. په نتيجه کې دوى ډېر مخ توره شول چې تر اوسه پورې ولس پرې لعنت وايي. هيله دا ده چې طالبانو له ماضي نه زده کړه کړي وي او د الله (ج) اوامرله پامه ونه غورځوي، کې چېرې غواړي د مجاهدينو رهبرانو په څېر ذليله نشي.
که څوک په ملک کې سوله، امن غواړى، له ټوپکمارۍ او تاوتريخوالي څخه دې لاس واخلي. اوس چې د ولس په زړونو کې د سولې هيله راټوکېدلي ده جګړه مارې ډلې د مذاکراتو په لار کې خنډونه جوړوي. اوس طالبانو شرط ايښى دى چې ترڅو پورې حکومت ددوى پنځه زره بنديان ازاد نکړي مذاکره نکوي، او افعان حکومت ددوى دا شرط نه مني. البته د طالبانو تمه دا ده چې امريکا به افغان حکومت دې کارته مجبورکړي.
د ولس په زړونو کې پرهغو ډلو بد ګماني پيدا کېږي کوم چې د سولې مخه نيسي. د بنديانو د ازديدو په شمول ټولو مسئلو ته، لکه د راتلونکي نظام بڼه، د اساسي قانون تعديل، د ناقانونه وسلوالو بې وسلې کول او د ملک بيا رغونه، په ټولشموله مذاکراتو کې د حل لاره موندل کېداى شي.
اوس چې له بهرنيانو سرې اوربد، سوله وشوه، جنګ ته هيڅ موجه دلايل ندي پاتي. طالبانو به ويل چې موږ د امريکايانو د اشعال پر وړاندې جنګېږو. اوس هغه توجيه لمنځه لاړه. د امريکا او د طالبانو د هوکړې مطابق ټول بهرني ځواکونه به د ١٤ مياشتو په موده کې له افغانستان څخه وځي. طالبان خپل هدف ته ورسېدل. نو طالبان اوس جنګ ولې نه ودروي ؟
په ملک کې دڅلور لسيزو جنګ، مرګ ژوبلې، کډوالۍ او نورو ناخوالو نه وروسته، ولس غواړي په جنګ کې ټولې ښکېلي ډلې له جنګ څخه لاس واخلي، يو بل ته بخښه وکړي او پخلا شي. انشاالله په دې کې به د ټولو خېر وي.