پلار مرحوم (محمد صدیق پسرلی) به مې د عمر په وروستیو کلونو کې تعجب کاوه چې تر زړبودن په ځوانۍ کې ورته پلی تګ سخته و.

 ده تر څوڅلویښت کلنۍ پورې یو ډول بې فیلتره ډیر ترخه روسي سګریټ څکول. د داوود خان د جمهوریت په کلونو کې ډاکتر له سګریټو منع کړ. پلار به ویل چې د سګریټو تر بس کولو له مخه به که څو سوه متره مزل هم و، د موټر انتظار به یې کاوه.

  د سګریټو له پریښودو څو میاشتې وروسته یې یو ماسپښین راته وویل چې راځه په بازار کې  یو ښایسته خط درښکاره کړم!

 ګومان کوم ځکه یې په ما باندې اواز وکړ چې زه د پلي تګ ډیر شوقي وم. البته، د خطاطي کتابونه به مې هم اړول را اړول. پلار به مې کله نا کله په کور کې ان څو ساعته د خوشخطو آثارو په ننداره تېرول. ما به هم د پخوانو استادانو د خوشنویسي آثار په غور کتل خو د خط په ښایست چندان نه پوهېدم بلکې په دې تمه وم چې د پخوانو استادانو د ښکلو خطونو ننداره به مې ګوندې له تېرو ورکو زمانو سره وصل کړي.

 پلار په بازار کې د یوه دوکان لوحې ته ودرولم او راته ویې ویل: خصوصا دا وروستی لام یې ډیر ښکلی دی!

 خط به ښایسته و او لام به یې شاید لا ډیر ښایسته و خو ما اصلي خوند له پلي تګه او د پلار له ملګرتیا واخیست.

  پلار مې ټول عمر د ښکلو خطونو د نندارې شوق هېر نکړ. کله نا کله به یې خپل مېلمانه د خوشنویسي یو اثر ته ودرول چې سترګې ورباندې خوږې کړي او زه به د هغه په دې کار نه خوشحاله کېدم، ځکه ګومان مې کاوه چې مېلمانه شاید هسې د ده په خاطر د خط نندارې ته درېږي.

  دغه لوحه چې ذکر یې وشو د کندز ښار چوک ته نژدې په یوه دوکان باندې ځوړنده وه. په هغه وخت کې زه د نهم ټولګي زده کوونکی وم. له پلار سره د پلي تګ دا بله کیسه له پیښور او کابو یوې لسیزې وروسته مودې سره تعلق لري. زموږ کور په کاکشال کې و. کاکشال د پیښور یوه مشهور او تاریخي پارک، وزیر باغ ته نژدې دی. وزیر باغ د وزیر فتح خان بارکزي یادګار دی.  وزیر باغ په پیښور کې د تاریخ او ښکلا یو اعلی مثال و چې خدای دې وکړي، لا زیات نه وي تخریب شوی. د شلمې پیړۍ په اتیایمو کلونو کې چې زه په پیښور کې وم، د باغ تاریخي اهمیت ته خاصه توجه نه کېده او د ښاروالي انجنیرانو ته دا بده نه ښکارېده چې مثلا د سیمې د اوبو ذخیره په پارک کې جوړه کړي او د دوه سوه کلنې ښکلا ځای د سمنټو یوې لویې بدرنګې کوټې ته ورکړي.

 په هغو کلونو کې له پلار سره وزیر باغ ته ډیر ځله تللی یم. یو مازدیګر چې ماښام ناوخته له پارکه راوتلو، پلار مې راته وویل: نن مې د خپلې خوښې ټول شیان ولیدل، هم ماشومان زیات وو، هم زیړ ګلونه غوړېدلي وو او هم مې یو ښایسته آس ولید. او بیا یې پاس په اسمان کې ستوریو ته وکتل چې خپل خوندونه تکمیل کړي.

  پلار به مې افسوس کاوه چې د ستوریو په باره کې یې معلومات کم دي. د ده په شعرونو کې ستوري ډیر یاد شوي دي. د داوود خان د جمهوریت په کلونو کې مې یوه ورځ یادېږي چې د کندز د جریدې مسوول مدیر ( لکه چې اسلم عادلیار نومېده) زما پلار ته راغی او د اخبار لپاره یې د شعر غوښتنه ورڅخه وکړه. پلار مې دغه څلوریزه چې تازه یې لیکلې وه، ورکړه:

 د لرې ستوریو په غېږ کې ډنډ وای

 څو وزر ماتې مارغان پرې پنډ وای

یا خو په مځکه له ښه ضمیره

 حکومت لرې، عدالت لنډ وای

د جریدې مسوول مدیر وویل: داسې شعرونه خو په حکومت ښه نه لګېږي!

 د جریدې مدیر هغه څلوریزه نشر نه کړه او بل ځل یې شعر ونه غوښت.

  ګومان کوم زما پلار د ګلونو مینه له خپلې مور او د آسونو مینه له خپل پلاره په میراث وړې وه. د مور یې ( زما انا) له ګلونو سره سخته جوړه وه، کرۍ ورځ به یې د ګلونو په پاللو تېروله او پلار یې( زما نیکه) د ځوانۍ په کلونو کې د آس په شا اوږده مزلونه کړي وو، مثلا د آس په سورلۍ له افغانستان څخه روسي ترکستان ته په ځلونو تللی او راغلی و. نیکه مې د ځوانۍ په کلونو کې په غزني کې د سانګه وهلو خوږې خاطرې هم لرلې. پلار مې چې په کندز کې لوی شوی و، د خپلې ځوانۍ په کلونو کې د سانګې نه بلکې د اوزلوبې لپاره آسونه ساتل. ده به ویل، په اکثرو پخوانو کتابونو کې د آس بحث له خرافاتو سره مل دی خو خوشحال خټک چې د ښه آس په باره کې څه ویلي دي، له واقعي تجربو سره سمون خوري.

  له پلار سره د پلي تګ یوه بله خاطره هم د کندز د وختونو ده. د دیارلس سوه شپږ پنځوسم کال د اوړي یو مازدیګر و چې د قدم وهلو په نیت له کوره ووتم او چې څنګه ساعت نیم پس بیرته راغلم، پلار مې راته وویل: زړه مې غواړي، لږ وګرځم .

   ما ورته وویل: ملګری دې یم، چیرته لاړ شو؟

  ویل یې: هر چیرته چې ستا خوښه وي.

 موږ د سپین زر چمن په خوا روان شو.

  ما مخکې د کندزښار له سپین زر چمن سره په لسګونو نوي روسي زرهپوښ ګاډي او ټانکونه لیدلي وو. په هغو کلونو کې به وسلې د شیرخان بندر له لارې راوړل کېدې او د وسلو کاروان به تر ماښامه پورې، چې بیا به د کابل په لوري روانېده، د ښار په دغه ځای کې ولاړ و.

 پلار ته مې ونه ویل چې ولې یې د سپین زر چمن خوا ته بیایم. غوښتل مې له ناڅاپي خوشحالي سره یې مخامخ کړم. ما چې به کله هم نوي کاغذ پیچه ټانکونه، زرهپوښ او نور نظامي وسایل ولیدل، خوشاله به شوم او افغانستان به لا پیاوړی راښکاره شو. کله چې د ټانکونو او زرهپوښو ځای ته نژدې شو ،پلار ته مې وویل: اوس به د نویو وسلو یو لوی کاروان ووینې. پلار مې سمدستي ودرېد، ویې ویل: دا ټانکونه به یوه ورځ زموږ خپل کلي له خاورو سره خاورې کوي، نه یې ګورم!

 دا خبره مې ځکه په حافظه کې پاتې شوه چې په هیڅ وجه راته د منلو نه وه خو دوه کاله لا نه وو تېر چې ټانکونو همدا کار پیل کړ او د مهاجرت له اوږدو کلونو وروسته چې وطن ته راغلم، اکثره کلاګانې مې له خاورو سره خاورې شوې ولیدې.

 ما په راوروسته لسیزو کې څو ځله پلار ته وویل چې دی څنګه پوهېده چې دا ټانکونه به د وطن کلي ورانوي؟ د ده ځواب به دا و: هډونه مې خبر و، یعنې شپږم حس راته ویل.

 د داوود خان مرحوم د جمهوریت په دوران کې که څه هم وطن ډیر ارام و خو له پلار سره به مې ویره وه چې یو بد حالت راروان دی. د دې ویرې یوه بله نه هیرېدونکې خاطره هم لرم. پلار مې په یوه واده کې د ګډون لپاره چاردرې ته تللی و، چې څنګه مازدیګر کور ته راغی، د شعرونو کتابچه یې وغوښته. ورته را مې وړه. له جیبه یې یوه ټوټه کاغذ را وایست او د هغې له مخې یې په کتابچه کې دا څلوریزه ولیکله:

 پښتون زلمیه بې توله مه شې

 پښتنې ناوې بې پسوله مه شې

 حلقې دې مه شه د اتڼ ړنګې

 پښتون ولسه بې ډوله مه شې

 چې څنګه د کورنیو جګړو اورونه بل شول، د دغه واده زلمی  او د هغه پلار خونکارانو ووژل او کورنۍ یې د کور کلي پریښودلو ته مجبوره شوه. له دې ترخو پیښو وروسته به مې پلار ویل چې دا څلوریزه د واده په شیبو کې یوې پټې وېرې ورباندې وویله.

 له پلار سره د پلي تګ یوه بله خاطره له کابل او د هغه د عمر له وروستیو کلونو سره تعلق لري. په ده افغانان کې ورسره پلی ګرځېدم، یوې کوڅې ته یې لاس ونیو، ویې ویل: ستا تر تولد پخوا په دغه کوڅه کې په یوه بالاخانه کې څو میاشتې اوسېدلی یم.

ما ورته وویل: راځه ورشو، ګوندې پیدا یې کړو!

 پلار مې وویل: اوس حوصله نه لرم.

  د ۱۳۹۲ کال په جدي کې د پلار له وفاته وروسته یوه ورځ د دې کوټې د موندلو ارزو بې قراره کړم.  زه د ده افغانان په کوڅو کې شل، پنځه ویشت دقیقې په یوې داسې کوټې پسې ګرځېدم، چې هیڅ نخښه یې راسره نه وه او که یې نخښې هم راسره وای، دا امکان ډیر کم و چې شاوخوا نیمه پیړۍ وروسته  دې په خپلو پښو ولاړه وي. په یوه جاپاني هایکو کې شاعر ارزو کړې وه چې کاشکې د مور او پلار د واده په هغه کالیزه کې حاضر وای چې زه لا دې دنیا ته نه وم راغلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *