د سهار چاى مې په کور کې وڅښلې او معمول سره سم د دفتر په لور روان شوم، لا تر نيمې لارې نه وم رسېدلى چې خپل ساعت ته مې پام شو، موټر ته د رسېدو له وخت شل دقيقې اوښتې وې، ډېره هڅه مې کوله د دفتر موټر ته په وخت ځان ورسوم او دفتر ته روان شم.

 لاره هم ډېره اوږده وه چې کله به مې مخکې لارې ته وکتل، لار به هم راته وار دمخه اوږدېدله، د یو څو دقیقو  وروسته په دغه لاره کې په سیند باندې د لرګیو نه جوړ شوی یوه نري او تنګ پُل ته ورسېدم، په دغه پُل به په یو وخت کې یو کس نه زیات کسان نشو تېرېدی، له دې سره زه د پُل یو سر ته را ورسیدم، د پُل سرته مې چې وکتل یو سر تړلی د تکې تورې ږیرې، غټ اندام او قوي مټو درلودونکی سړی ولاړ و.

   سړى سر په یوه سور دسمال تړلی و، له نرۍ ملا نه یی هم سپین د ټوکر او تاري څادر تاوو کړی وو، د پاسه یی پرې یو تک تور دروند ډبل کوټ اغوستی و چې تا به ويل بس همدغه ځوان دی، همدغه د سرو غوښو څخه موړ او برابر سړی دی، د کور ټول کارونه به هم همدغه دنګور او مټور سړی کوي.

   د کور د ټولو لویو وړو لاس به هم په همدغه دنګ لکه د چینار ونې په څیر ولاړ سړي باندې ازاد او خلاص وي چې شا ته مې  پام شو، يو وړوکى پنډونکى هم ورسره و، نه پوهېدم چې دا به یې د څه لپاره اچولې و او څه شي به په کې وو، خو په هر صورت! ما غوښتل چې په ډېره زیرکتیا او چالاکۍ سره زر له دغه لرګیو د تړل شوی پول نه تېرشم .

نه پوهېدم نه پوهیدم چې ولې دومره ځنډنی  کېدم او لارې به هم راته خپل وهلي او مخې ته راتلونکي قدمونه اوږدول، له دې سره مې څو ځلې کوښښ وکړ چې د پول نه لومړی زه تېر شم او بیا دغه سر تړلی…!

او که داسې نه وي، نو خدای دې وکړي چې هغه دې ژر تېرشي، خو د هغه له ودرېدلو او تم کېدلو داسې ښکارېده  چې د کوم لاروي د راتلو لاره څاری او د هغه په انتظار کې خپلې دا اوږدې شېبې لنډوي، کله کله به مې په ذهن کې راتېر شو داسې نه چې زما په  انتظار وي.

  له ځان سره مې غلي وويل، راځه اوس یی پرېږده چې د دغه پول نه تېرشي، زه به بیا وروسته لاړشم، خو کله چې مې ځمکې ته لاندې وکتل د هغه د  پښو څخه داسې نه ښکاریده چې د تلو کومه اراده لري او یا د لرګیو د پول نه د اوښتلو هوډ دې ورسره وي.

    ما هم  د خپل ځان سره د اوښتلو هوډ وکړ، چې کله مې لومړنۍ پښه د لرګیو په پول کېښوده سړي، په غریو نیولې او لړزېدلي لهجه غږ وکړ

 وروره! ماته هم لاس راکړه او ما هم د ځان سره له دغه پله نه تېر کړه،  خپل يخى وهلى او واوره نيولى لاس مې هغه ته ورکړ، په بل لاس مې خپل د کمپيوټر بيک ټينګ کړ، به ډېر احتياط او شمېرلو قدمونو د پله ها خواته ورسېدو.

کوښښ مې وکړ چې نور يې لاس پرېږدم، خو سر تړلې ځوان زما لاس نه پرېښوده او په خپل لاس کې يې داسې کلک نیولی و لکه چې سریښ او یا ورسره پلستر شوی وي.

 خپلې يخې ګوتې مې ترې په ډېر زور او کش سره را خوشي کړې، د هغه شونډې ورپېدې او د لاندې شونډې نه یی د نصوارو یوه جونډۍ لاندې پر ځمکه پرېوته، ماته يې حیران، حیران وکتل، په غریو نیولي انداز يې وويل:

سیګریټى… یو سیګریټ خو راکړه.

ځواب مې ورکړ

نه، نه وروره!  زه خو سیګریټي نه یم، خبره مې لا نه وه کړې چې  بیا یی خبره راغبرګه کړه.

ښه نو لږ نصوار راکړه.

له دې سره مې په یخ نیولي بدن د سپینو خولو سېلاب لارې جوړې کړې، د سترګو د رڼو اوښکو پر ځای مې په سپینو اننګو د باران سېلابونه را روان شول، په غریو نیولي انداز مې ورته وويل

 کاکاجانه!زه خو نسوار هم نه کوم.

په اوښلنو سترګو کې موسک شو او خبره يې را خبره کړه.

چې نشته نو يو لس روپۍ خو راکړه.

له سترګو کې يخي اوښکې په اننګو را پرېوتې او له ځان سره مې د شاعر هغه خبره تکرار کړه:

خدایه د لوږې نه مې مړ کړې، خو سوالګر مې نه کړې.!

   ۱۳۹۳- ۱۲-۵

کابل/ الوخېل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *