له پوهنتون څخه فراغت هیلې او امیدونه له ځان سره لري، د فراغت په ورځ د کورنۍ، ملګرو او خپلوانو لخوا د مبارکۍ ترڅنګ په ډالیو نازول کیږې، دا ورځ له خوښۍ څخه ډکه ورځ وي، په خوشالۍ کورته ځې او ویاړې چې له پوهنتون څخه فارغ شوی یې، څه وخت همداسې خوشالۍ کې تېروې او د څلورکلن تحصیلي ژوند ستړیاوې رفع کوې، اما دا ورځې یوازې داسې نه دي لکه څنګه چې فکرکوې، بلکې دا د نویو ستونزو پیل دی. میاشت تیریږي متوجه کېږې چې یوه بله سخته لار په وړاندې لرې، باید د ژوند تېرولو او د کورنۍ د هغه ملاتړ په وړاندې چې په تحصیلي دوره کې ېې ستا ملاتړ کړی لاس په کار شې او ځان ته دنده پیدا کړې، په پلټلو پیل کوې، د انټرنېټ له لارې پلټلنه، دوستانو اوملګرو ته چې دنده لري زنګ وهې، دولتي ادارو، وزارتونو، ریاستونو، دولتي اوغیردولتي موسساتو ته سرورښکاره کوې، لنډه داچې دکارپیداکولو لپاره هره دروازه ټکوې مګرله ډيری دروازو څخه هیڅ غږ نه راوزي!

ستونزه چیرته ده؟

اول: په کوم قوم پورې تړاولرې؟

په افغانستان کې که وغواړې اوکه ونه غواړې کارونه اوکاري ادارې دوزیر،ریس اومدیرد قوم لپاره ځانګړې شوې، په ډېرتاسف سره چې دولتي اداروکې دوزیر،ریس اومدیرله قوم پرته ډیرکم کسان په دنده ګمارل شوي یانې دلته لاتراوسه روابط پر ظوابطو حاکمیت لري.

دوهم: په کوم ګوند پورې تړاولرې؟

دافغانستان په ډېری اداروکې بدبختانه دواک وېش، دکاروېش اودامتیازونو ویش په ګوندونو پورې تړاو لري، که چېرته دیوقوي ګوندحمایت له ځان سره ولرې په دنده به ګمارل کیږې اوکه نه نو همداسې به بې کاره وې.

دریم: په اداره کې د کاري تجربې غوښتنه

یوه ترټولو لویه ستونزه داده چې هرې ادارې ته ورشې دکاري تجربې غوښتنه درڅخه کوي، هغه زده کړیالان چې نوي له پوهنتون څخه فارغ شوي وي هغوی کاري تجربه له کوم ځای څخه پیدا کړي؟، دولت اوهم دپوهنتون اداره دزده کړیالانو لپاره ځانګړی او دعملي کارکولو پلان اوبرنامه نلري، نو هغه زده کړیال چې له پوهنتون څخه فارغ شي دکاري تجربې دنه شتون له کبله په میاشتو حتي په کلونو کلونو بې روزګاره ګرځي،چې دا بې کاري دذهني نا آرامتیا ترڅنګ زموږ ډیری ځوانان اوکاري قوه بهرنیو هیوادونو ته په تېښته او وتلو مجبوره کړې چې تېرڅوکلونه یې ښې نمونې دي.  

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *