محمد ابراهیم سپېڅلی

د کندهار ښار ختیځ پلو هوايي بلاکونه

دابلاکونه یو وخت د ښارمهمه برخه او مهم نظامي کسانو پکښي ژوند کاوه

اوس یاد بلاکونه د وخت په تیریدو سره زاړه سوي او د بیلا بیلو ولایتونو په اقتصاد کمزوري کورنۍ پکښي اوسي

یادو بلاکونو ته نرۍ خامه لار جلا سوې ،د دوهم بلاک په درېیم پوړ کي درې زړې تاریکي خوني دي

په یوه خونه کي يې معلول ډګروال اودهغه جګړنه میرمن شرمیلا ژوند کوي.

د دې خوني له نمجن بوی سره د درملو او زړو توشکو بویونه د انسان سږمې تخنوي

شرمیلا درې لسیزي ترمخه په افغان هوايي ځواک کي یوه پېژندل سوې پيلوټه وه

دا وايي، د پيلوټۍ او د جیټ الوتکي تخنیک يې په روس، هند او ترکیه کي زده کړي دی.

انجنیرشرمیلا په لسهاوو الوتني کړي او څو ځله په پراشوټ کي د جګړې ډګرونو ته د ملي ځواکونو سره د مرستي په موخه تللې ده.

دا وايي پر پښو ویشتل سوې، سترګي او دماغ يې لکه څنګه چي ښايي کار نه کوي، خو د چارواکو له یاده وتلې ده.

څو ځله يې د چارواکو دروازې ټکولي، خو ګټه يې نه ده کړې.

اوس اړه سوې، چي په بازار کي پر دوکاندارانو وګرځي او خیرات ټول کړي.

د دې په قول، په خیرات لاس ته راغلي پیسې يې د خاوند او ځان د درملني نه بسیږي.

غوښتنه

د مخکنۍ پیلوټي شرمیلا په سترګو کي اوښکي ډنډي او ږغ يې په ستوني کي وچ سو

په ژړغوني ږغ يې راته وویل، ناروغیو او نیستیو ډېره کمزورې کړې یم

نور د فقر ټولولو توان نه لرم

انجنیره شرمیلا له دولته غواړي، چي یو کور ورته ورکړي، د خاوند سره يې هندوستان ته د درملني لپاره ولیږي او د خوراک او څښاک غم يې وخوري.

د دې په قول، د همدې وطن په دفاع کي دغه حالت ته رارسیدلې، چي اوس نو د پاڼ او پړانګ ترمنځ ژوند تیروي.

پښېماني

نوموړې مخکنۍ پيلوټه زیاتوي، د هیواد میني اوله پيلوټۍ سره ځانګړي لیوالتیا دغه سخت ډګر ته راوستلې، لیکن که خبره وای، چي دابه د ژوند په وروستیو کي پر سپېره میدان یوازي پرېښوول کیږي، نو یوه ورځ به يې هم کمربند ترملا نه وای تړلی.

دا وايي، له خورا لوړو هیلو سره يې د هیواد په هوايي ځواک کي هري سختۍ ته اوږه ورکړه، خو اوس دغسي حالت ته رسیدلې ده، چي عریضه يې لا څوک نه مني.

مخکنۍ افغان پيلوټه شرمیلا وايي، د ژوند کمزوري اقتصادي يې نور د زغمولو نه دی او پر تیرو خدمتونو سخته پېښمانه ده .

ناهیلي

شرمیلا په تیرو دیرشو کلنو کي په کندهار، کابل او بګرام هوايي ډګرونو کي دنده اجراء  کړې ده

د دې خاوند ډګروال عبدالمالک هم لوړي زده کړي په روسیه کي کړي او بیا د استخباراتي ماموریت پر بنسټ پاکستان هیواد کي تر نیولو وروسته اتلس کاله يې په بند کي تیر کړي دي.

نوموړی وايي، تر راخوشي کیدو وروسته يې دندي ته ملا وتړل، چي د وسله والو طالبانو په کمین کي پر ملا او پښو په ثقیل ویشتلی سوی او اوس فلج پروت دی.

دی وايي، سخت ځوریږي، چي یو وخت يې له خپلي میرمنی سره د وطن خدمت کاوه لیکن اوس يې څوک پوښتنه لانه کوي.

ډګروال عبدالمالک هم غواړي، چي لوړ پوړي چارواکي يې پرحال زړه سوځي او ترهرڅه لومړی يې د درملني غم وخوري.

د ده په قول هیڅ وخت يې فکر نه سوای کولای، چي میرمن به يې فقر کوي او دی به د فقر پیسې په خوړو او درملو لګوي.

۰۴ – ۱۲ – ۲۰۱۶

کندهارښار، چوڼۍ 

یادونه: دغه کالم د (سرخط ورځپاڼي) په ۳۹۰یمه ګڼه کي هم خپور سوی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *