محمد اکرم شهاب \ پکتیکا

دغه کتابونه په تېرو څو میاشتو کې په دې ولایت کې د کتاب راټولولو کمپاین مسؤلینو راټول کړل او نن یې د یوې غونډې په ترڅ کې د پوهنتون کتابتون ته وسپارل .

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د کتاب راټولولو کمپاین له کارکوونکو څخه د مننې ترڅنګ وویل ، دا دومره مهمه نه ده چې دغو ځوانانو په څومره شمېر کتابونه راټول کړي ، بلکې دا ډېره مهمه ده چې په دې برخه کې خلکو ته مثبت فکر ورکړل شو.

bookوحدت وایې ، چې په دې کار سره د خلکو پوهاوی لوړ شو ، څو په نورو سیمو کې هم ځوانان ورته کتابونه راټول او خپل سیمه ییز کتابتونونه پرې غني کړي.

د ولایتي شورا رییس مبین فقیرزاده د کتاب راټولولو له مسؤلینو مننه وکړه چې زیار یې وګاله او دپوهنتون د کتابتون لپاره یې ډېر ګټور او مهم کتابونه راټول کړل.

د پکتیکا پوهنتون رییس دریاخان هڅاند وویل چې د  پوهنتونونو او علمي مرکزونو لپاره د غني کتابتونونو شتون ډېر اړین دی.

نوموړی وایې چې د دې کتابونو په مطالعې سره به د پوهنتون د محصلینو او لوستونکو فکري تغذیه وشي.

2هڅاند د کتاب راټولونې مسولینو نه د مننې تر څنګ وویل د پوهنتون لپاره دا کتابونه بسنه نه کوی یوازی دومره به شی چی د ځینو محصلینو لپاره به اکتفا وکړې او بیلابیلو کتابونو ته اړتیا دی .

نوموړې وایی چی د پوهنتون د کتابتون لپاره دي هر مشر او کشر کوښښ وکړې تر څو د یاد کتابتون سره مرسته وکړې او په راتلوونکی کی د دوې وروڼه او زامن تیر استفاده وکړې .

د کتاب راټولولو کمپاین یوتن استازي برات خان څاروان وویل ، له دوی سره د کتابونو د مرستې ترڅنګ یوشمېر کسانو د نغدي پیسو مرسته کړې چې پر هغو یې هم کتابونه اخیستي دي.

څاروان زیاتوي چې د یادو پنځه زره ټوکه کتابونو له جملې د پکتیکا یوتن ځوان ضیالحق وزیرزوی ورسره د دوه زره پنځه سوه ټوکه کتابونه مرسته کړې.

نوموړې زیاتوی له ټولو هغو کسانو نه مننه کوم چې په دی کمپاین کی د پکتیکا پوهنتون  له کتابتون سره یی مرسته کړی.

څاروان وایی په پکتیکا والو بیا هم غږ کوم تر څو له یاد کتابتون سره خپلې مرستې جارې وساتې .

د یادونې ده چې د پکتیکا په یوشمېر نورو سیمو کې هم د ولسوالیو په کچه د کتابتونونو جوړېدو او د هغوی لپاره د کتابونو راټولېدو کمپاینونه پیل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *