تاند- ډېر کسان د پیچکارۍ د ستنې له درده ډارېږي. څېړونکي وايي، په نژدې راتلونکې کې به داسې کوچنۍ ستنې جوړې کړي چې د پیچکارۍ له درده خلک خلاص کړي.
د امریکا په اوهایو پوهنتون کې څېړونکو د پیچکارۍ داسې ستنې جوړې کړي چې په ډیزاین کولو او جوړولو کې یې د ماشې له نېښ څخه الهام اخیستی دی.
انسان عموماً د ماشې له لوري د چیچل کېدو په پیل کې درد او سوی نه احساسوي خو وروسته له دې چې ماشې خپل کار وکړ، په ځان پوهېږي چې چیچل شوی دی.
د اوهایو پوهنتون څېړونکي وايي چې له طبیعت څخه یا په طبیعت کې له موجودو شیانو او ژوو څخه په الهام اخیستو د ستونزو د حل کولو لپاره تر ټولو ساده او اغېزمنې لارې چارې موندل کېدای شي.
دوی وايي چې ۴ ټکي د دې سبب کېږي چې ماشې بې له دې چې څوک خوږ کړي، انسان چیچلی شي.
لومړی هغه اوبلنه بې حسوونکې ماده ده چې ماشې یې په خوله کې لري، د ماشې د نېښ غاښور حالت، د انسان د بدن په پوستکي کې د نېښ ننه ایستلو په مهال لړزنده حالت او د ماښې اوږد خړتوم.
څېړونکو د ماشې د نېښ دغو ځانګړنو ته په کتو دوې کوچنۍ ستنې جوړې کړي چې یوه پوستکي ته بې حسووننکي مواد لېږي او دوهمه وینه زبېښي.
له پیچکارۍ څخه هم د انسان بدن ته د درملو د تزریق او هم د بدن د وینې د اخیستلو لپاره کار اخیستل کېږي.