عبدالغفور لیوال په خپل فیسبوک پاڼه یوه لیکنه کړې وه، ما ترې نور وضاحت هم وغوښت.

استاد د خپلې مهربانۍ له مخې د تیر په شان خپل نظر راسره شریک کړ. دا دی د لیکنې اوله برخه، بیا زما پوښتنه او بیا د قدرمن استاد ځواب کټ مټ هماغسې درسره شریکوم.

د مودرنیزم د زمانې یو بحث د شخړې (منازعې) حل او د مخنیوي لارې چارې دي. په دې بحث کې وايي: ستاسو مخالف غواړي پر کړکېچ پېښولو پانګونه وکړي ، شخړه پېښه کړي او بیا ورڅخه سیاسي ګټه پورته کړي. اوس نو ستا مسئولیت دانه دی چې له هغه سره جګړې ته ځان چمتو کړې، بلکې هوښیاره مبارزه داده چې ته دهغه پانګونه ضایع کړې او پرې نه ږدې چې شخړه پېښه شي ، دا به ستا ستر بریالیتوب وي .

قدرمن استاد لیوال! لوه نیکي به دې وي که یو څو میکانیزمونه راسره شریک کړئ چې څنګه ددې بدخواه خلکو پانګونه له مینځه وړلای شو؟

گران نیازی ! ستا دپوښتنې دځواب یوه برخه داده : ولس باید وپوهول شي ، چې دټاکنو یو اړخ خپله ناکامي د کړکېچ د دوړو تر شا پټوي ، که ولس اجازه ورنه کړي چې دا دوړې پورته شي نو ټول به یې ناکامي وویني . ۲- زموږ فیسبوکي ملګري او فرهنګیان دتودو احساساتو له امله ، له یوې نه خبرې څخه لویه خبره جوړوي ، دبېلګې په توګه ، هاغه جعلي غږ چې خپور شو ،پرته له دې چې ښه مو ورپورې خندلي وای ، بل هېڅ ارزښت یې نه درلوده خو احساساتي چلند همدا دخندا وړ سند (!) هم دپام وړ شی کړ. ۳- ولس ته باید هره ورځ مشوره ورکړو ، چې خپل ویښ حالت او راپارېدلې سیاسي اراده همداسې ژوندۍ وساتي او یوازې عقلاني ، قانوني او د مثبتې پایلې لرونکې برخورد دې ورسره وکړي . ۴- د پېغورونو او احساس پاروونکیو لیکنو او خبرو پرځای باید داسې څه ولیکو ، ووایو او خلکو ته یې ورسوو ، چې دسیالي کچ یوازې تر یوه کاندید او ټیم پورې یې محدوده پاتې شي ، نه ښايي په لوی لاس دخلکو یو بهیر ورپسې ورروان کړو . ۵-باید ویښ او هوښیار اوسو ، چې دې لانجې ته دګاونډیو او نورو استخباراتو لاسونه راونه رسیږي او که نه بیا به دبیزو زخم ترې جوړ کړي . ۶- په دواړو خواوو کې که چا دغیرت ، جرئت او نر نر کېدو شخړو ته لاره هواروله ، پرخپل ځای باید کینول شي او تر وروستي بریده باید دتاوتریخوالي او شخړې مخه ونیول شي ، که څه هم شر غوښتونکي او استخباراتي کړۍ یا خولې درته محافظه کار ، ډارن یا بل څه ووايي ، خو تاسو به په ټول توان دخشونت او بې نظمۍ مخه نیسئ !

دوهمه پوښتنه؟

دا ډیره موده کیږي چې په ټولنه کې دخلکو قضاوتونو ته ځیر یم. تراوسه مې دیو چا په اړه قضاوت د کوم معلوم معیار له مخې ونه لید. که زه یو څوک خوښوم خپله شخصي سلیقه، اړیکي او د شخصي تعارف رنګ حتما پکې له ورایه ښکاري. زما دوست، زما خپل او زما د راشه درشې سړی تر ټولو ښه دی دا په داسې حال کې چې که مې همدا خویونه په بل چا کې ولیدل نو استفراق تری کوم، دا ولې؟

ګران نیازی !

پوښتنه دې ګڼ اړخیزه ده ، له ارواپوهنې ترټولنپوهنې اوبیا پیداګوژۍ او چلندپوهنې پورې په ګڼوڅانګو پورې اړه لري . دانسانانو خپلمنځي اړیکې څو ډوله دي : دوینې ( خپلولۍ ) اړیکې، عاطفي اړیکې ، دملګرتیا اړیکې ، دګټې پر بنسټ اړیکې ( کاروباري ) اوچاپیریالي اړیکې .

موږ له ځينو سره اختیاري اړیکې لرو اوله ځینو نورو سره جبري . یوڅوک مو خوښیږي ، مینه ورسره لرئ، خو دهغه ستاسو نه خوښیږئ ، دې ته یو اړخیزه جبري اړیکه وايي ، ستاسو ورور دی خو ستاسو یې هېڅ څه نه خوښیږي ، نو باید دوینې دګډون لپاره ورسره اړیکه ولرئ ، دادوه اړخیزه جبري اړیکه ده ، خویو ملګری مو دی دهغه ستاسو خوښ یاست او تاسو دهغه دا دوه اړخیزه اختیاري اړیکه ده . ستاسو همکار له تاسو سره په ګډ چاپیریال کې کار کوي ، نو تاسو دچاپیریال له جبر سره مخامخ یاست چې سره اړیکې ولرئ. د پېژندلو ، داړیکو په اړه دارزونې او څرنګوالي معیارونه ، له اره ، داړیکو په لامل او بنسټ پورې اړه لري .

ها ! یو ډول بله اړیکه هم شته ، چې دهغې پېژندل ستاسو دپوښتنې په ځوابولو کې مرسته کولای شي او هغه ارزښتبنسټه اړیکه ده . تاسو یوشمېر ارزښتونه لرئ ، عقیدوي ، اخلاقي یا عاطفي او په لوی سر کې سیاسي ـ ټولنیز ارزښتونه . ځينې خلک په یوه ارزښت کې له تاسو سره شریک دي ، هغه مو خوښیږي ، ځینې خلک ستاسو دارزښتونو پرضد دي ، ښکاره ده چې هغه مو نه خوښیږي . ستاسو لپاره هېواد یوارزښت دی ، باورونه مو ارزښتونه دي ، ځینې اخلاقي معیارونه ارزښتونه دي ، نو له هرچا سره چې مخامخ کیږئ لومړی یې پر دې ارزښتونو تلئ او بیا ورسره ملګرتوب کوئ .

دارزښتونو پر بنسټ داړیکو جبر او اختیار هم دوه ډوله دی ، ځینې ارزښتونه ستاسو لپاره دسرې کرښې دننه دي او ددې لپاره خپل ملګري یا اړیکوال ته د سرې کرښې دماتولو اجازه نه شئ ورکولای ، دبېلګې په توګه : افغانستان ستاسو لپاره یو ارزښت دی ، نو که چا افغانستان واراناوه یایې پر پردیو پلوره ، نو تاسو په هېڅ صورت له هغه سره دوستانه اړیکې نه شئ درلودلای ، خو ځینې دوستانو ته مو اجازه ورکوئ ، چې ستاسو له نظره سیاسي ارزښتونه بل ډول وګڼي ، لکه ستاسو دوست نشنلیست دی خو تاسو پر ټول انسانمحوره سیاست باور لرئ ( یعنې هیومانست ) یاست ، دلته نو ستاسو سیاسي ارزښت او دهغه سیاسي ارزښت سره بېل دي ، دلته تاسو دهغه ارزښت زغملی شئ او هغه ستاسو، ځکه مودنظر داتوپیر ستاسو ددوستۍ یا اړیکې خنډ نه شي ګرځیدای .

له یادې ستونزې څخه دوتلو لاره داشوه ، چې خپل ټول ارزښتونه لیست کړئ ، بیا په کې د سرو کرښو ارزښتونه ځانګړي کړئ ، تر دې وروسته خپل دوستان وارزوئ ، وګورئ ،چې څوک مو په دوستۍ ، ستاینه یا ملګرتیا ارزي او څوک نه .

بریالي او خوشاله اوسئ !

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *