عبدالغفور لېوال

پوښتنه : ولې داسي کیږي چې که زما پلار، تره او یا نیکه په کوم ګوند پورې اړه لرله، زه هم باید حتما دهماغه ګوند غړی شم.

ښه پوهیږم چې زما دا ګوند نه وطن او نه ما ته په درد خوړلی دی.

ځواب : زموږ سیاسي باورونه شعوري نه ، میراثي دي . شعوري سیاسي باور هغه دی ، چې دخپل ځان او خپل انساني چاپېریال پر ګټه او دژوند لاښه کېدو پربنسټ رامنځته کیږي . میراثي سیاسي باورهاغه دی چې زموږ په کورني نوستالژیک پیوند یا هم تاریخي تبلیغاتو پربنسټ موږ ته په میراث رسیږي . هاغه ملتونه او ولسونه سیاسي مشرتوب او سیاسي ګوندیتوب په میراث اخلي چې پر تاریخ ډیر باور لري او تل په تاریخ کې سرګردانه وي ، له نن او سبا څخه بېخبره ، لټ او بېکاره ولسونه په هماغو ګوندونو پسې ځي چې په پټو سترګو ورته په میراث پاتې وي . پر نن او سبا باورمن خلک یا دنن اوسبا لپاره نوې سیاسي لارې رامنځته کوي ، یا هم پخوانۍ لارې سموي ، نوې کوي یې او دخپل انساني ژوند دشرایطو سموالي ته یې ورسموي . زموږ ولس هم له بده مرغه په تاریخي تش په نامه ویاړونو کې ورک دی ، لاتراوسه دچنګیز او انګریز په جګړو کې سرګردانه دی ، لاهم په هغو ګوندونو پسې منډې وهي چې څلورلسیزې مخکې یې له شوروي سره جنګ کړی و . حال داچې نن نه شوروي شته او نه هم دجنګ اړتیا پاتې ده ، نن دسولې ، بیا رغونې او ودانۍ عصر دی ، ددې لپاره نویو ګوندونو ته اړتیا ده چې افغانستان ودان کړای شي ، خپلو همزولو ملګرو ته ووایه چې له تاریخي سرګردانۍ څخه راووځي ،

له تاریخه زده کړه وکړي ، پند ترې واخلي او دنن او سبا جوړولو لپاره له پرونیو ناکامو ګوندونو سره خدای په اماني وکړي . بریالی دې غواړم

پوښتنه : یو شي ته ډېر حیران یم:

هر څومره ظالم، وحشي او سخت زړی انسان یا ډله چې وي، بیا یې هم ځینې خلک ننګه کوي او تر شا یې ولاړ وي، چې دا ولې؟

ځواب :

خلک محروم او وږي دي ، د وژونکیو زورورو په لاس کې دډوډۍ بودولو وسایل انحصار شوي دي ، اصلي جاذبه دډوډۍ او پیسو ده ، مانا اقتصادي عامل دی ، ددې لپاره چې داجاذبه وپوښل شي ، نو دیني ، مذهبي ، ژبنۍ یا قومي رنګ ورکړل شوی دی ، زورورو وژونکیو ته داتلولۍ ، مېړانې او رهبریت دروغجنې ډرامې جوړې شوي دي او پلویانو یې ځانونو ته شعارونه پخپله ټاکلي دي ، که ملي اومقتدر حکومتونه خپله جاذبه هغومره زیادته کړي ، چې ددغو زورورو ( شلو انحصارګرومیلیونرانو ) جاذبه کمزورې کړي ، نودوی خپل پلویان بایلي ، که حکومتونه دکار ، ډوډۍ او اقتصادي خدماتو امکانات رامنځته کړي او خپل مشروعیت هم پر خلکو ومنلای شي ، دخلکو هویتي ستونزې ورحل کړي ، بیا نو شل مېلیونران او ستا په ژبه ظالم او وحشي سخت زړي بنیادمان د هغو خټینو بوتانو په څېر راپریوځي ، لکه تراوبو لاندې چې وشړیږي .

تاریخ ثابته کړې ده ، چې ددې بوتانو درانړولو لپاره باید دویښتیا ، روښانتیا او بدلون پړاوونه ستاپه څېر روښانه انسانان په ګډه بشپړ کړي

پوښتنه :

ګران استاد لیوال،که طول په متر، حجم په مکعب، وزن په ګرام او مایعات په لیتر اندازه کوو، زه او همزولي مې تلوسه لري چې پوه شو د یو حکومت، سیاسي ګوند، سیاستوال او چارواکې د ښه او بد ارزولو لپاره کوم معیار شته؟

ځواب :

دسیاسي بنسټ ( حکومت ، ګوند) او سیاستوال ارزونه دعامه ذهنیت په ترازو کې تلل کیږي .

خولومړی ، عامه ذهنیت یا Public Mentality د يوې انساني ډلې، ټولنې _ په ځينو مواردو كې په نړيواله سطح د ټول بشريت_ د هغو ګډو باورونو مجموعه ده چې د ټاكليو پېښو، څېزونو او بشري پديدو په اړه يې لري.

دیوه سیاسي بنسټ یا سیاستوال ښه والی یا بدوالی هیڅکله دشخصي ګټو پربنسټ دهغه دپلویانو او دنامشروع ګټو له شریکانو څخه نه شي څرګندیدلای ، بلکې دهغو عامو خلکو په ذهنیت کې یې تللی شئ ، چې ددې بنسټ یا شخص د سیاستونو له برکته یې په ژوند کې مثبت بدلون راغلی وي . په دیموکراتیکو شرایطو کې دعامه ذهنیت عملي تمثیل درایې په مرسته ترسره کیږي ، او دواک وځواک پرمهال له اصلاحي طرحو څخه دعامه ملاتړ له څومره والي ښکاري ، چې یوسیاسي بنسټ یا شخص څومره منلی او مثبت دی .

خو تر ازمون وړاندې د سیاسي افکارو ، علمي او عملي طرحو او متشکلو منظمو سیاسي هڅو له لارې هم کړای شي ، دعامه ذهنیتونو پام راواړوي او په پرله پسې هڅو ځان دعامه ذهنیتونوتررهبرۍ پورې ورسوي .

دتاریخ حافظه د مشروطه غوښتونکیو سیاسي سازمان ( بنسټ ) او اعلیحضرت امان الله شاه غازي دسیاستوال په توګه راپه یادوي ، چې تریوه بریده یې په عامه ذهنیتونو کې خپل درناوی ساتلی دی .

2 thoughts on “له څېړندوی عبدالغفور لېوال څخه پوښتني؟/سيدالرحمن نيازی”
  1. دمحترم لیوال صاحب ځوابونه په زړه پوری وو خو ، تاریخونه دی چی ملتونه یی د راتلونکی په اړه باندی د فکر کولو لپاره مجوبور کړی دی ، په افغانستان کی بیا خبره بل ډول ده مونږ یی په تیاره خونه کی بند کړی یو ترڅو د خپلی بدبختی عامل ونه پیژنو
    انګریزان وایی تاریخ تکرایرږی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *