همتیار جانزی ـپکتیکا – دپکتیکا ولایت چارواکي وایې ، ددې ولایت په سرروضه ولسوالۍ کې له چاودیدونکو توکیوبار موټر له دوو تنو سره یوځای نیولی دی.

ددې ولایت امنیه قومندان دولت خان  تاند ته وویل، دغه موټر تیرماسپښین مهال پولیسو دسرروضې ولسوالۍ ددوراهي په سیمه کې نیولی دي.

نوموړی زیاتوي، په دې هینو موټرکې لومړی چاوديدونکي توکي اوله پاسه پرې لرګي ایښودل شوي دي چې دتلاشۍ پرمهال پولیسو نیولی.

قومندان وایې، له دې  موټر سره یې دوه تنه چلوونکي هم نیولي  دي چې دپکتیاولایت دوزې ځدراڼ ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

ځدراڼ زیاتوي، یادو کسانو غوښتل دغه توکي له میرانشا څخه کابل د څرخي پله سیمې ته ولېږدوي اوهلته ترې په چاوېدونکو توکیو جوړولوکې ګټه واخلي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *