خبریال:افغانجار – د افغانستان ولسمشر اشرف غني د فبروري په دوهمه په ارګ کې د بدخشان له یو شمیر استازو سره د لیدو پر مهال وویل چې له چین سره خبرې روانې دي څو د واخان له لارې د افغانستان لور ته د اورګاډي پټلۍ تیره شي او تر هرات پورې وغځول شي.
د واخان غرنۍ سیمه تر اوسه د بدخشان له مرکز فیض اباد سره د مځکې له لارې نه ده تړل شوې. په واخان کې چې کوم افغانان اوسي له هغوی سره په تیرو کې د هوا له لارې مرستې شوې دي، ځکه چې دا سیمه د مځکې له لارې د افغانستان دننه نه ده وصل شوې، خو روان لمریز کال د قرغزستان یو جګپوړی دولتي پلاوی د تاجکستان له لارې د مځکې له خوا واخان ته داخل شو او هلته یې له قرغزي افغانانو سره مرسته وکړه.
د بدخشان له مشرانو سره ولسمشر د خبرو پر مهال وویل چې د ده د حکومت یو اساسي کار دا دی چې د هیواد اوبه مهار کړي او په دې ترڅ کې یې د کوکچې پر سیند د بند د جوړیدو لپاره هیات ګمارلی دی.
د بدخشان معدنونو په اړه اشرف غني وویل چې د لومړي ځل لپاره د لاجورد د معدن مالیه حکومت ترلاسه کړې ده.
په دې کتنه کې میرمن کبرا دهقان، جنرال فروغ او مولوي عبدالرحیم جلالي د بدخشان په استازیتوب خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د دوی د ولایت خلکو ته دې په حکومتي ادارو کې کار ورکړي.
کیدای شي چې د فبرورۍ نه بلکه د مارچ دویمه ترې مراد وي. تاسو د فبرورۍ دویمه لیکلې ده.