تاند- چین له خپلئې خاورې په مستقیم ډول افغانستان ته د تجارتي مالونو دوهم رېلګاډی راولېږه.

د چین دولتي خبري اژانس سینهوا وايي چې افغانستان ته په چینايي مالونو بار رېلګاډی له (Yiwu) ښاره د افغانستان په لور روان شو او په ۱۵ ورځو کې به مزارشریف ښار ته ورسېږي.

دا په وروستیو ورځو کې د چین دوهم اورګاډی دی چې په مستقیم ډول افغانستان ته مال لېږدوي. لومړی رېلګاډی تېره اوونۍ (اګست ۲۵مه) افغانستان ته راروان شو او لا هم په لاره دی.

د چین دا اورګاډی به هم د لومړي هغه په شان له قزاقستان څخه ازبکستان او له هغه ځایه مزارشریف ته راځي.

تر دې مخکې د چین تجارتي مالونه قزاقستان ته او د دغه هیواد په اورګاډي کې ازبکستان او بیا د ازبکستان په ریلګاډي کې افغانستان ته استول کېدل.

د چین او افغانستان ترمنځ په مستقیم ډول تجارتي راکړه ورکړه پر پاکستان د افغانستان د اتکا له کمولو سره مرسته کولی شي. پاکستان تل د افغانستان له دې مجبوریته ناوړه استفاده کړې ده.

د چین په دوهم رېلګاډي کې، چې ۱۰۰ ډبې لري، د ۴ ملیون ډالرو په ارزښت مال بار دی. دا رېلګاډی به هم د قزاقستان او ازبکستان د هیوادونو له خاورو څخه د ۷۵۰۰ کیلومتره لارې له کچ کولو وروسته په ۱۵ ورځو کې افغانستان ته ورسېږي.

سینهوا خبري اژانس وايي چې د روان میلادی کال تر پایه به افغانستان ته د دغه رېلګاډي تګ په اوونۍ کې یوځل شي.

2 thoughts on “له چین څخه افغانستان ته په تجارتي مال بار دوهم رېلګاډی راروان شو”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *