مجیب لمر

چین د افغانستان په ګاونډ کې پروت هېواد دی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخی اړیکو شالید ۷مې زېږدی پېړۍ ته رسېږی. ویل کېږی په ۷مې پېړۍ کې د چین د مانکانو مشر سوان ژنګ له بامیان څخه لیدنه او د بودا له مجسمو څخه ستاینه وکړه. د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکی اړیکې په ۱۹۵۵ کال کې هغه مهال ټینګې شوې، چې د افغانستان له‌خوا په چین کې د مایوتسه تونګ کمونستی رژیم په رسمیت وپېژندل شو.

که څه هم د وسله‌والو طالبانو واکمنۍ پرمهال د افغانستان او چین ترمنځ ښکاره اړیکې موجودې نه وې او د چین له‌خوا د طالبانو امارت په رسمیت نه و پېژندل شوی؛ خو د معلوماتو له‌مخې دغه هېواد له طالبانو سره د پاکستان له‌لارې نامستقیمی اړیکې درلودې.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو دغه شالید ته په کتو سره چین ته د ولسمشر غنی د سفر په تړاو څو ټکی د پام وړ دی.

لومړی، چین له اقتصادی پلوه د سیمې په کچه لومړی او د نړۍ په کچه دویم ستر هېواد دی. د چین اقتصادی ودې ته په کتو سره باور دا دی، چې په اقتصادی برخه کې له افغانستان سره د چین مرستې د پام وړ دی. چین د نړۍ د مسو په یوه تر ټولو لوی کان «مس عینک» کې پانګونه کړې ده. دغې پانګونې په اقتصادی برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته ځانګړی لوری ورکړی دی. سربېره پر دې، چې د مس عینک کان چارې له ستونزو سره مخ دی؛ خو اټکل دی، چې ولسمشر غنی به چین ته د خپل سفر په ترڅ کې په‌دې وتوانېږی، څو په هېواد کې د چینی پانګوالو پانګې‌اچونې ته زمینه برابره کړه. په افغانستان کې د چین پانګونه له دوو اړخونو ارزښت لری: الف، افغانانو ته کاری زمینه برابرېږی. ب، د افغانستان له اقتصادی پرمختګ سره مرسته کولای شی.

دویم، چین د پاکستان ستراتېژیک ملګری دی. په افغانستان کې د پاکستان لاس‌وهنې بربنډې دی. له یوې خوا پر پاکستان د چین نفوذ او له بلې خوا د چین اقتصادی ځواک ته په کتو سره که افغان چارواکی په‌دې بریالی شی، چې د سولې په تړاو دغه هېواد ته مثبت ذهنیت ورکړی، باور دا دی چې چین به له خپل اقتصادی نفوذ څخه په استفادې پر پاکستان فشار راوړی، څو د افغان دولت او وسله‌والو مخالفینو ترمنځ د سولې په برخه کې مرسته وکړی او د افغان دولت وسله‌وال مخالفین، چې د خپرو شویو رپوټونو او افغان چارواکو د ادعاو له‌مخې د پاکستان تر مستقیم اغېز لاندې دی له افغان دولت سره خبرو اترو ته اړ کړی. د چین لپاره افغانستان د دوو عواملو له‌مخې مهم دی، چې لومړی هغه یې اقتصادی اړخ لری. له اقتصادی او صنعتی اړخه افغانستان تر ډېره بریده مصرفی هېواد دی، چې ډېری واردېدونکی توکی یې له چین څخه دی. دویم لامل یې په افغانستان کې د چین ګټې او د لوېدیځو هېوادونو پر وړاندې د چین سیالی ده. دغو دوو ټکیو ته په کتو سره اټکل دا دی، چې دغه هېواد دې له اقتصادی اړخ سربېره د سولې په برخه کې هم مرسته وکړی.

درېیم، په پوځی برخه کې د چین پرمختګ او پوځ ته د دغه هېواد د بودیجې ځانګړی کولو ته په کتو له امریکا وروسته دویم ستر پوځ لری. همداراز د پوځی ټکنالوژۍ په برخه کې دغه هېواد بې‌ساری پرمختګ کړی دی. دغې مسلې ته په کتو په درنو او پرمختللو وسلو د افغان امنیتی ځواکونو په ځانګړی توګه د افغان پوځ سمبالښت هغه څه دی، چې له چین څخه یې تمه کېدای شی. چین کولای شی د افغان ځواکونو سمبالښت په برخه کې مرسته وکړی، په ځانګړی توګه دا چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتېژیکو همکاریو سند لاسلیک شوی، چې لا له وړاندې یې دغو مرستو ته زمینه برابره کړې ده. خو د کابل واشنګټن ترمنځ لاسلیک شوی امنیتی سند او له امریکا سره د ستراتېژیکو همکاریو سند ته په کتو سره باور دا دی، چې له‌دغه هېواد څخه به د وسلو ترلاسه کول د امریکا حساسیت راوپاروی. دغه حساسیت ته په کتو سره افغان دولت له دوو لارو کار اخیستلای شی:

الف، امریکا دېته حاضره کړی، چې د افغان امنیتی ځواکونو بشپړ تجهیز په موخه مرسته وکړی.

ب، د کابل واشنګټن ترمنځ د امنیتی سند موادو ته په کتو سره له خپل حق څخه په استفادې نه یوازې له چین؛ بلکې د سیمې په ګډون د نړۍ له نورو هېوادونو څخه هم وسلې ترلاسه کړی.

څلورم، په‌دې لړ کې تر ټولو مهمه موضوع د چین په ګډون د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په اړیکو کې د افغانستان له‌خوا د تعادل رامنځته کول او ساتل دی. له‌دې پرته شونې برېښی، چې افغانستان دې د سیمې او نړۍ د سترو هېوادونو د سیالۍ او نیابتی جګړې پر ډګر بدل شی.

One thought on “له چین څخه د افغانستان تمه؛ څه به ترلاسه کړو؟”
  1. افغانستان یو خپلواک هیواد دی او د بین المللی موازینو او مقرراتو په اساس حق لری د نړۍ له ټولو هیوادونو سره ښی اړیکی ولری . هر هیواد ته خپلی ملی ګټی مهمی دی . ترهغو پوری چی د نورو هیوادونو سره زمونږ سیاسی اړیکی په ښکاره تضاد کی نه وی ، دا راز اړیکی کوم مشکل او ستونزی نه جوړوی. مونږ په یوه جزیره کی نه اوسو بلکی له نړیوالو سره پراخو سیاسی، اقتصادی، پوځی ، کلتوری او … اړیکو ته ضرورت لرو. خو تر ټولو مهمه داده چی مونږ د خپلو بین المللی او نړیوالو اړیکو دستګاه یا د باندینیو چارو وزارت اصلاح او فعاله کړو او له قومی او یوی ولسوالی له ټیکدارانو نه پاک کړو. افغانستان له قحط الرجال سره نه دی مخامخ . په دی عرصه کی لا له پخوا ډیر مسلکی او تکړه مجرب کدرونه لرو چی له هغوی نه باید کار واخیستل شی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *