پر دې برسېره له مرهټي جنرالانو، په تېره بیا له دولت راو سیندیا سره د زمانشاه د یرغل په باب ډېره سخته اندېښنه موجوده وه. دوی پالمر ته وویل چي پر ګورنرجنرال باندي فشار واچوي چي پر هند باندي د زمانشاه د یرغل په صورت کي له مرهټیانو سره مرستي وکړي. مګر ګورنرجنرال غوښتل چي په دې مسله کي بېطرفي غوره کړي ځکه چي ده نه غوښتل ځان د مرهټیانو په ستونزو کي لتاړ کړي. ګورنرجنرال دغه رارز پالمر ته وویل چي هغوی غواړي په دې توګه د ا معلومه کړي چي انګرېزان په اوس حال کي څه غواړي. مګر کله چي د مرهټیانو جنرالانو پر خپلو غوښتنو باندي ډېر ټینګار وکړ نو ګورنرجنرال هم مجبور سو چي په دغه برخه کي پر خپل دریځ باندي له سره غور وکړي. ده وویل هر کله که دی په دې پوه سو چي زمانشاه ځان اټک او یا ملتان ته رسولای سي نو له مرهټیانو سره مرستي ته تیار دی. خو پالمر دې خبري ته چنداني اهمیت نه ورکاوه چي زمانشاه به لاهور ته د رسېدلو امکانات ولري او یا دي د لاهور د فتح کولو خطرناکي پروژې ته اوږه ورکړي. ده ویل که چیري سیکه مشران د هند پر لور د شاه زمان د پرمختګ په مخ کي خنډونه ایجاد کړي نو یوازي هغه وخت به دا ومني چي د سیکه مشران له سخت خطر سره مخامخ دي. مګر زمانشاه د ایران د تحریکاتو له امله را پیدا سویو ناکراریو په خاموشولو لګیا سو او له کابل څخه را ونه ووت.
پالمر، چي د زمانشاه د حرکاتو او نیتونو په باب معلومات ورڅخه غوښتل سوي وه، ویل چي د زمانشاه استازي د میسور ټیپو سلطان ته پیغام ورکړی دی چي زمانشاه، د حالاتو د مساعدېدلو سره، پر لاهور باندي د حملې کولو ټینګ نیت کړی دی. لمسډن هم رپوټ ورکړ چي که زمانشاه د هند پر لور حرکت وکړي نو روهیله پښتانه به هم د هغه تر بیرغ لاندي را ټول سي. د دغه ډول خرابو رپوټونو او تحلیلونو په ترڅ کي، پالمر رپوټ ورکړ چي زمانشاه د وخته له کابل څخه د پېښور پر لور خوځېدلی دی. دا رپوټونه تایید سول او معلومه سوه چي زمانشاه له پېښور څخه را تېر سوی دی. ځکه نو پالمر ګورنرجنرال ته وویل چي ده ته لازمه اعتماد نامه ورکړي چي له زمانشاه سره وګوري. پالمر ته اعتماد نامه ورکړه سوه اوګورنرجنرال ورته وویل چي هرکله زمانشاه هغي سیمي در نیژدې سو نو دوستانه لیدنه کتنه ورسره وکړي. د افغانانو او سیکهانو ترمنځ نښتي وسوې او په سیکهانو کي د رنجیټ سینګه په نوم یو نوی مشر پیدا سوی وو او هغه له ټولو سیکه مشرانو څخه غوښتي وه چي د زمانشاه په مقابل کي منظم او مشترک عملیات وکړي. مګر رنجیټ سینګه وروسته له زمانشاه سره په نښته کي ماته وکړه.
ګورنرجنرال وضع خطرناکه وبلله. د رنجیټ سینګه ماتېدلو او له زمانشاه سره د هغه د ملګري کېدلو احتمال لمسډن په دې عقیده کړ چی د زمانشاه پر ضد باید عاجل اقدام وسي. له دې وضع سره د مقابلې لپاره دا ضروري وبلله سوه چي انګرېزي پوځیان باید د نواب وزیر له پوځونو سره نیژدې همکاري وکړي. مګر د دغه راز یوه اتحاد د جوړولو په لاره کي عملي ستونزي موجودي وې ځکه چي له دغه ډول اتحاد سره د نواب وزیر په دربار کي د هغه بې کفایته وزیر ډېر سخت مخالف وو دغه علت وو چي دا پېشنهاد سوی اتحاد عملي کېدلای نه سوای. تر څو چي د اَوَد حکومت د یوه باکفایته وزیر لاسته لوېدلی نه وای تر هغه وخته پوري دغه اتحاد ممکن نه وو. ضمناً زمانشاه ډېر چټک پرمختګ کاوه او په ځینو ځایونو کي خو سیکهانو له جنګه پرته میدان پرې ایښی وو. ګورنرجنرال په دې عقیده وو چي سیکهان به زمانشاه ته اجازه ورنه کړي چي د دوی سیمه دي ونیسي. دغه راز لمسډون هم فکر کاوه چي د دغه اوسني یرغل هدف یوازي د سیکهانو د زور او مقاومت معلومول دي.
پالمر له ګورنرجنرال څخه وغوښتل چي ده ته اجازه ورکړي چي له لاهور څخه د زمانشاه د تېرېدلو په صورت کي د هغه مخته ورسي او ملاقات ورسره وکړي. انګرېزان په قطعي توګه د زمانشاه په نیتونو نه پوهېدل ځکه یې نو د هغه د نیت د معلومولو لپاره خپلو استخباراتي فعالیتونو ته زور ورکړی وو. پالمر ډېر ژر خبر سو چي زمانشاه تر اټک را اوښتی دی او د هغه پوځیان په منظمه توګه له سیند څخه تیریږي. وضع د اندېښنې وړ وه او ګورنرجنرال په کانپور کي پرتو پوځیانو ته امر وکړ چي د کنوج پر لور پرمختګ وکړي او جنرال پوفم ته امر وسو چي د الله آباد پر لور وخوځیږي. ګورنرجنرال لمسډن ته وویل چي پر نواب وزیر باندي زور واچوي چي د الله اباد قلعه د موقتي وخت لپاره د انګرېزانو په واک کي ورکړي. مګر نواب وزیر وویل چي له دې اقدام سره د هغی سیمي خانان او اوسېدونکي مخالفت کوي نو ځکه اجازه نه سي ورکولای. ګورنرجنرال ټول احتیاطي اقدامات وکړل مګر دی اوس هم په دې عقیده وو چي زمانشاه غواړي په پنجاب کي خپل واک ټینګ کړي او سیکهان به د هغه د دې کار په مقابل کي ډېر سخت خنډ ایجاد کړي او هغه به له پنجاب څخه تېرېدلو ته پرې نه ږدي. حتی که زمانشاه په پنجاب کي خپل واک ټینګ هم کړي خو د خپل دغه واک د استحکام لپاره به ډېر وخت ته ضرورت ولري. ده د هند پر لور د زمانشاه د عاجل او سمدستي پرمختګ امکانات نه لیدل ځکه چي افغانانو معمولاً د کال په ساړه موسم کي یرغلونه کول.
پالمر ډېر ژر رپوټ ورکړ چي د زمانشاه پوځونه له جیهلم څخه تېر سوي دي او د ده د وزیر تر قوماندې لاندي یوه برخه پوځونه د چناب د سیند پر غاړه پراته دي. پالمر غوښتل زمانشاه ته یو لیک واستوي او هغه ته د انګرېزانو دوستانه احساسات وښيي. ضمنا د حافظ رحمت خان زوی محبوب خان د انګرېزانو او زمانشاه ترمنځ د دوستانه اړیکو د ټینګولو په لاره کي خپله همکاري وښودله. پالمر د روهیله افغانانو له خوا دغه ډول پېشنهاد ته زړه نه ښه کاوه. او کله چي زمانشاه ته د ټیپو له پیغامونو څخه خبر سو نو له زمانشاه سره د تماس نیولو له مفکوري حخه بیخي تېر سو. ده فکر کاوه چي په دغه صورت کي نو زمانشاه ته د لیک او هیات لېږل د انګرېزانو حیثیت او اعتبار ته صدمه رسوي. انګرېزانو فیصله وکړه چي د افغانانو له خطر سره د مقابلې لپاره پخپله تیاری ونیسي.
کله چي پالمر ته معلومه سوه چي وضع خطرناکه کیږي نو پېشنهاد یې وکړ چي د زمانشاه له خطر سره د مقابلې لاره دا ده چي له مرهټیانو سره همکاري وکړو او په ګډه د دې خطر مخه ونیسو.مګر ګورنرجنرال دا پېشنهاد رد کړ ځکه چي هغه د نواب وزیر سره د نیژدې همکاری طرفدار وو. مګر کله چي مرهټیانو ته د ګورنرجنرال نظر معلوم سو نو هغوی له پالمر څخه وغوښتل چي د هغو اقداماتو په باب معلومات ورکړي چي د زمانشاه په مقابل کي به یې د نواب وزیر سره په ګډه کوي. پالمر هغوی ته اطمینان ورکړ چي انګرېزان به هم د دوی او هم د نواب وزیر د قلمرو څخه د دفاع کولو او ساتلو کي برخه واخلي. انګرېزانو له نواب وزیر سره لاسونه یو کړل او په دې توګه د مرهټیانو جنرالان له ګورنرجنرال څخه مأیوس او خواشیني سول.
د ګورنرجنرال له آرزو سره سم د نواب وزیر سره تماسونه ټینګ سول او هغه ته وویل سول چي خپل قلمرو ته د زمانشاه د پوځونو د نیژدې کېدلو په صورت کي خپل پوځونه عملیاتو ته تیار کړي. خو نواب وزیر انګرېزانو ته د الله آباد د قلا له سپارلو سره چنداني موافقه نه درلوده او له دې عمل څخه یې کرکه کوله. لمسډن ښايی د ده په غوښتنه له ګورنرجنرال څخه غوښتي وي چي د انګلسیانو پوځیان دي له قلا څخه دباندي ځاي پر ځای کړه سي. ګورنر جنرال لمسډن ته امر وکړ چي د الله آباد قلا ونیسي او نواب وزیر ته په هره توګه چي کیږي قناعت ورکړي. که څه هم چي نواب وزیر، د انګرېزانو له خوا، په موقتي توګه، د الله آباد د قلا د نیول کېدلو سره مخالف وو خو انګرېزانو هغه ته اطمیان ورکړ چي هر کله د زمانشاه د یرغل خطر لیري سو نو دوی به هم قلا بیرته ورته خوشي کوي. ګورنر جنرال په نظر کي درلودل چي د نواب وزیر د قناعت لپاره پخپله لکنهو ته سفر وکړي او هغه ته ووايی چي د هغي سیمي او د انګرېزانو تر کنټرول لاندي سیمو په ساتلو کي له انګرېزانو سره همکاري وکړي.
په داسي حال کي چي دا مذاکرات روان وه، داسي رپوټونه را ورسېدل چي زمانشاه خپل ځان په لاهور کي ټینګ کړی، سیکهانو ته یې ماته ورکړې او د ډهلي پر لور یې پرمختګ پیل کړی دی. پالمر رپوت ورکړ چي دوهم شاه عالم، شهزاده اکبرشاه او د رامپور روهیله پښتنو د ډهلي پر لور د زمانشاه د حرکت هرکلی کړی دی او ژمنه یې کړې ده چي هر کله زمانشاه د ډهلي شاوخوا ته را ورسیږي نو له هغه سره به همکاري وکړي. دغه راز د بلخ او بخارا واکمنانو هم زمانشاه په هند کي د مسلمانانو د واکمنی بیرته اعاده کولو ته تشویق کړ. پالمر ګورنر جنرال ته رپوټ ورکړ چي احتمال لري زمانشاه په تاوده موسم کي هم په هند کي پوځي عملیات پیل کړي.
ټولو دغو اطلاعاتو په هند کي د مرهټه جنرالانو سره یوه ژوره اندېښنه پیدا کړه او هغوي پالمر ته پېشنهاد وکړ چي، هند ته د زمانشاه د تهدید د مخنیوي لپاره، د جمنا د سیند په لوېدیځ کي د انګرېزانو او مرهټیانو د پوځونو تر منځ همکاري ضروري ده. پالمر په دې پوهېدی چي دغه راز یو اتحاد به نه یوازي پر هند باندي د زمانشاه د یرغل مخه ونیسي بلکه د روهیله افغانانو او د نواب وزیر د ناراضي اتباعو په زړونو کي به ډار واچوي. پالمر ځکه د دغه راز یوه اتحاد طرفداري کوله چي دا به سیکهان، راجپوت، جاټ او نور قومونه دې ته تشویق کړي چي د زمانشاه پر عسکرو باندي حملې وکړې؛ مګر د هغه دغه غوښتني نتیجه ورنه کړه. ده ځکه مرهټیانو ته وویل چي د مرهټیانو او د نواب وزیر قوتونه به زمانشاه د هندوستان پرېښودلو ته مجبور کړي.
دسیکهانو مشرانو راجا پراتاپ سینګه او روی سینګه هم، د مرهټیانو په څېر، د انګرېزانو مرستي ته منتظر ول. دوی ویل چي که انګرېزان له سیکهانو سره مرستي وکړي نو زمانشاه به په هند کي د پښې د ایښودلو ځای پیدا نه کړي. مګر ګورنرجنرال نه له سیکهانو او نه له مرهټیانو سره اتحاد ته زړه ښه کاوه. هغه د هند د سیاسي وضع ښه مطالعه کړې وه او پر حقه وو؛ ځکه چي سیکهانو له زمانشاه سره ډېر سخت مقاومت ښودلی او هغه یې کابل ته په بیرته ستنېدلو مجبور کړی وو. سره له هغه چي د زمانشاه د بیرته ستنېدلو رپوټونه خپاره سول؛ ګورنرجنرال له احتیاطي اقداماتو څخه لاس وانه خیست. ده له نواب وزیر څخه وغوښتل چي تر څو پوري د زمانشاه د بیرته ستندېدلو رپوټونه تایید سوي نه وي هغه دي جدي اقداماتو ته دوام ورکړي. وروسته له لاهور، امرتسر او پټیاله څخه راغلو اطلاعاتو تایید کړه چي زمانشاه کابل ته رسېدلی دی.
زمانشاه کابل ته ستون سو مګر انګرېزانو د هغه حرکات له نیژدې څارل. پالمر ته رپوټونه رسېدلي وه چي زمانشاه یوازي د شرایطو او امکاناتو برابرېدلو ته انتظار باسي او بیا هم پر هند باندي د حملې خیال لري. په ډهلي کي د افغانستان استازي غلام محمدخان پر هندوستان باندي د زمانشاه د یرغل په باب هر ډول اوازې خپرولې. ده ویل چي زمانشاه وظیفه ورکړې ده چي په هندوستان کي د ده د امپراطوری د نقشو لپاره تبلیغ وکړي او ده هم د زمانشاه د همدغه هدف په رڼا کي انګرېزانو ته خواست کاوه چي له زمانشاه سره دوستي وکړي، د هغه اطاعت ته غاړه کښيږدي او خدمت یې وکړي. شیخ رحیم علي، چي لمسډن کابل ته استولی وو، هم دغه راز رپوټونه راوړل. شیخ رحیم علي لمسډن ته ویلي وه چي هر کله زمانشاه خپل د هیواد کارونه سمبال کړي بیا پر هند باندي د حملې کولو نیت لري. انګرېزان له دغه امله د زمانشاه حملې ته تیار ناست وه. د شاه عالم ولیعهد میرزا اکبرشاه، د روهیله مشر غلام محمدخان، د انګرېزانو د سر دښمن ټیپوسلطان او نواب وزیر، چي انګرېزانو ته بدبین وو، ټولو له زمانشاه څخه د مرستي غوښتنه کړې وه. داسي رپوټونه ورکړه سول چي زمانشاه په کابل کي د پوځونو د غونډولو څخه وروسته پر هند باندي د حملې نیت لري. د ۱۷۹۷ کال په جولای کي د سیکهانو یوه مشر لیهناسینګه انګرېزانو ته رپوټ ورکړ چي د زمانشاه د د دوو قوي ملاتړ کونکو ډلو وفادارخان اوشیرمحمدخان ترمنځ ډېره سخته دښمني موجوده ده او محمدبیګ، مرادشاه او د قسطنطنیې شهزاده د زمانشاه پر ضد یوه دسیسه روانه کړي ده.
ګورنرجنرال، د دې ټولو اطلاعاتو په اساس، له پالمر، لمسډن او د نواب وزیر له وزیرانو څخه وغوښتل چي د زمانشاه د حرکاتو او مالي سرچینو په باب کره معلومات ترلاسه کړي. ضمنا دولت راو سیندهیا له ګورنرجنرال څخه وغوښتل چي پر هند باندي د زمانشاه د حملې په صورت کي له مرهټیانو سره همکاري وکړي. ده ګورنرجنرال ته ولیکل چي که زموږ دواړه قوتونه همکاري سره وکړي نو له هندوستان څخه د زمانشاه ایستل کېدل حتمي دي. مګر ګورنرجنرال پر خپل دریځ ټینګ ولاړ وو او له مرهټیانو سره یې له هر ډول اتحاد سره مخالفت کاوه. ده دولت راور سیندهیا ته یوازي دونه وویل چي د زمانشاه د یرغل په مقابل کي تیار اوسي او د مرهټیانو د ګټو څخه دفاع وکړي. د ګورنرجنرال د دې موقف علت دا وو چي هغه په دې پوهېدی چي سیکهان به له زمانشاه سره ټینګ مقاومت کوي او په دغه اوسني موسم کي پر هند باندي د هغه د بیا یرغل کولو احتمال نسته. ګورنرجنرال پر هند باندي د زمانشاه یرغل ته چنداني اهمیت نه ورکاوه ځکه چي زمانشاه څو ځله کوښښونه کړي وه مګر تر لاهور نه وو راتېر سوی. د سرجان شور په عقیده، پر هند باندي د زمانشاه یرغل هسي آوازې وي. په لندن کي حکومت د شور له عقایدو سره مخالف وو او د دغه علت له مخي یې د هغه پر ځای باندي د مارنینګټن لارډ ( ویلسلي) مقرر کړ.
(نور هم سته)