دا کتاب پر هند باندي د زمانشاه د یرغلونو او یا یرغلونو د پلانونو او د هغه په مقابل کي د برټانیې او د ایران د دربار ترمنځ د ګډو دسیسو په باب دوه فصلونه لري. ما هم له دې کتاب څخه هغه دوه فصله انتخاب کړي دي. دا کتاب زیاتره د هند پر آرشیفونو باندي په استناد لیکل سوی او تقریبا هره کرښه یې مستنده ده. ما د لیکوال ریفرنسونو ته ځکه اشارې نه دي کړي چي زما او د لوستونکو وخت یې نیوی. که څوک علاقه لري نو کتاب پخپله لوستلای سي.

From Delhi to Tehran 

A study of British Diplomatic Moves in North Western India, Afghanistan and Persia    1772-1803 

یقین لرم چي لومړي دوه فصلونه یې هم، چي له افغانستان سره چنداني اړه نه لري. هم په زړه پوري معلومات لري.                         

د عبدالباري جهاني ترجمه: له ډهلي تر تهران کتاب څخه، دریم او څلورم فصل.

Birendra Varma

     د کابل د سرکښه افغانانو له منځه وړل  ۱۷۷۲-۱۸۰۳

د اته لسمي پېړۍ دوهمه نیمايي د هند په تاریخ کي د یوه مهم عصر پیل دی. په دې عصر کي یوه سلسله داسي پیښي وسوې چي برټانیه یې په یوه ستر قدرت بدله کړه او په نتیجه کي په هند کي د برټانیې  امپراطوري تأسیس سوه. د هند قاره په یو شمېر وړو واکمنیو بدله سوه چي په خپلو کي سره مخالفي او په داخلي جګړو سره لګیا وې. د سترو مغولو امپراطوري یوازي د کاغذ پر مخ موجوده وه او د مغولو امپراطور دوهم شاه عالم د هند د سیاست پر سطرنج یو ساده پیاده وو. که څه هم چي په هند کي ټولو واکمنانو او انګرېزانو، تش په خوله، د مغولو اطاعت کاوه خو په عمل کي یې بشپړه خپلواکي درلوده. مرهټیانو، سیکهانو او افغانانو هر یوه د خپلو سیاسي ګټو لپاره د دې وضع څخه استفاده کوله. په همدغه خطرناک او ضمناً ګتور فرصت کي افغانانو د هند خاوره په یرغل تهدیدوله او ویل به یې چي دوی غواړي د مسلمانانو عظمت او جلال را ژوندی کړي. د هغو مغولو قدرت بیرته ورته اعاده کړي چي په ډېره چټکی سره د مرهټیانو، سیکهانو، روهیله پښتنو او انګرېزانو تر فشار لاندي سقوط کوي. د مغولو د امپراطور په شمول، د هند بېلو بېلو قدرتونو افغانانو ته بلنه ورکړه چي پر هند باندي یرغل وکړي او دوی د مرهټیانو او انګرېزانو له منګولو څخه وژعوري او د کابل دربار د دې قدرتونو په یوه مرجع بدل سوی وو. افغانان هم پوهېدل چي، په هند کي د خپل سیاسي نفوذ د ټینګولو لپاره، له دې فرصت څخه څرنګه ګټه واخلي. افغانانو دې بلنو ته ډېر ژر جواب ووایه او پر هند باندي یې د یرغل کولو پلانونه جوړ کړل او څو ځله یې یرغلونه وکړل. د هند پر سیاسي افق باندي د افغانانو د یرغل سیوری لوېدلی وو؛ او د افغانانو یرغل د برټانیې امپراطوري تهدیدوله او تل یې په ناکراره حالت کي ساتلې وه.

د انګرېزانو د شرق الهند کمپنۍ پوره پوهېدله چي افغانان او مغول په خپلو منځونو کي خپلوي سره لري. د افغانستان  پاچا تیمور شاه په ۱۷۵۷ کال کي د دوهم عالمګیر له لور سره واړه کړی وو. او تیمور شاه د خپلوی د همدغه احساس له مخي ځان د دوهم شاه عالم سره په مرستي کولو مکلف باله. مګر له افغانانو سره د دایمي تماس په مخکي یو اساسي خنډ د سیکهانو قدرت وو، چي نوی په پنجاب کي تاسیس سوی وو. تیمور شاه، چي کله په ۱۷۵۷ کال کي، د لنډي مودې لپاره، په پنجاب او دیره جات کي، حاکم وو، د سیکهانو سخت مخالفت یې آزمېیلی وو. د تیمور شاه د حکومت په لنډه دوره کي، سیکهانو د هغه قدرت څو ځله په جدي توګه تهدید کړ. او نتیجه دا سوه چي د هند د شمال لوېدیځ په هغه سیمه کي سوله او نظم د تل لپاره له منځه ولاړه. نو کله چ تیمور شاه قدرت ته ورسېدی نور نو پنجاب هغه سیمه نه وه چي یرغلګر به د شمال لوېدیځ لوري څخه پر دغه لاره باندي هند ته تېرېدل. د انګرېزانو کمپنی په کابل او پنجاب کي له سیاسي انکشافاتو څخه ښه خبره وه. دوی په دې ښه پوهېدل چي که تیمور شاه هر وخت پر هند باندي د حملې کولو توان پیدا کړي نو صبر به ونه کړي.

د انګرېزانو سیاسیون په دې پوهېدل چي د مغولو امپراطور نور د انګرېزانو په کمپنی اعتماد نه لري ځکه چي څو ځله یې له هغوی څخه د ستونزو د حلولو لپاره غوښتني کړي وې او هغوی تشي وعدې ورسره کړي وې.دغه علت وو چي ولي د مغولو امپراطور افغانانو ته په هند کي د مغولو د سرنوشت د ژغورونکو په سترګه کتل. انګرېزانو ته ډېر دا اطلاعات ورسېدل چي د مغولو امپراطور تیمورشاه ته وعده ورکړې ده چي له هند څخه به د انګرېزانو د ایستلو په بدل کي شل میلیونه روپۍ ورکړي. وارن هېستینګ ته د مغولو له دربار څخه رپوټ ورسېدی چي د افغانستان پاچا د ډهلي دربار ته، د محمدرضا او الله داد خان په نوم، دوه تنه سفیران له پټو پیغامونو سره لېږلی دي. نو ده د افغانسنتان د پاچا د اصلي نیت د معلومولو لپاره په فعالیت بناء وکړه. وروسته ده ته اطلاع ورسېده چي د افغانستان پاچا په کندهار او هرات کي د سرکښو افغان مشرانو په ځپلو لګیا دی. همدغه منبع وویل چي د افغمانستان ځیني شهزاده ګان هم له پاچا سره جوړ نه دي. او فیض الله خان د پاچا د قتلولو کوښښ کړی دی. په دې دسیسه کي د پاچا ډېرو نیژدې خپلوانو هم برخه درلوده. فیض الله خان، په دې پلمه چي غواړي د سیکهانو قدرت وځپی، تیمورشاه ته بلنه ورکړه چي له ده سره ملګری سي؛ خو په زړه کي یې خپل مطلب درلود. مګر دسیسه ډېره ژر کشف سوه او د حرم ساتونکو فیض الله خان له منځه یووړ. که څه هم چي تیمور شاه د دې دسیسې ټول مشران له منځه یووړل مګر پر هند باندي یرغل کول یې په وس پوره نه وه. وروسته دا خبره ټولو استخباراتي رپوټونو تایید کړه چي تیمور شاه په خپل قلمرو کي د خپلو ستونزو په حلولو لګیا دی.

تر یو څه وخت پوري پر هند باندي د افغانانو د یرغل په برخه کي چنداني اندېښنه نه وه.مګر دې کراری ډېر وخت دوام ونه کړ؛ لکه په هند کي چي د انګرېزانو سیاسي استازي جان بریسټو اطلاع ورکړه چي تېمورشاه د سپرو عسکرو یوه لوی پوځ سره پېښور ته رسېدلی دی او غواړي پر هند باندي یرغل وکړي. بریسټو دغه راز اطلاع ورکړه چي تېمور شاه د سیکهانو د ځپلو لپاره، چي ډهلي ته د رسېدلو لپاره یې د تېمور شاه د ټولو پخوانیو هلو ځلو مخه نیولې ده،  یو لوی پوځ له خپل لښکر څخه مخکي لېږلی دی. د هغه دغه اقدام د انګرېز کمپنۍ پر پوځي تیاریو د پام وړ اغېزه کړې ده. د انګرېزانو قواوي په الله آباد او چونار کي د دې لپاره ځای پر ځای سوي دي چي پر شمالي هند باندي د تېمور شاه د حملې په نتیجه کي د ټولو احتمالي پېښو مخه ونیسي. وروسته معلومه سوه چي پنجاب ته د افغانانو د قواوو د رسېدلو په باره کي رپوټونه بې اساسه وه. په ۱۷۷۵ کال کي، پر پنجاب باندي د تېمور شاه په نظر کي نیول سوی یرغل عملي نه سو. انګرېزان په دې حقیقت ښه خبر وه چي تر څو پوري تېمور شاه په خپل قلمرو کي له ستونزو سره مخامخ وي پر هند باندي د هغه د تازه حملې هیڅ احتمال نسته. بریسټو د افغانانو د حرکاتو په باب دقیقو اطلاعاتو د ترلاسه کولو لپاره کار پیل کړ. هغه وروسته ګورنرجنرال وارن هېسټینګ ته اطلاع ورکړه چي په افغانستان کي یو ښورښ سوی دی. هغه اطلاع ورکړه چي د سلیمان شاه په نوم، د تېمورشاه یو ورور، د خپل خسر شاه ولي خان په همکاري یاغي سوی او د کشمیر د صوبه دار امیر خان په شمول یو شمېر مشران یې له ځان سره ملګري کړي دي. ۱  کله چي مغول امپراطور دوهم شاه عالم، د ۱۷۷۵ کال د اکټوبر په میاشت کي، د افغانستان له پاچا څخه د مرستي غوښتنه وکړه نو بریسټو د تېمور شاه په ستونزو ښه خبر وو. بریسټو دغه راز په دې خبر سو چي د هند امپراطور د افغانستان پاچا ته بلنه ورکړې وه چي د یوه بل زامنو ته لوڼي هم په نکاح کړو. ده ته وروسته اطلاع ورسېده چي د تېمور شاه د پوځ یوه برخه، د دغه غوښتني په جواب کي ، تر اباسین را اوښتې ده. دا خبره تایید نه سوه چي افغانان به څرنګه ډهلي ته رسېږي. مګر د ډهلي له امپراطور سره د مرستي کولو په برخه کي د افغانستان د پاچا د ارادې په باب رپوټونو انګرېزان د تېمور شاه په نیت او دریځ خبر کړل. خو بریسټو ته دا خبره پوره څرګنده وه چي پر هند باندي د افغانانو یرغل تر کومي اندازې د بریالي کېدلو امکان لري؛ ځکه چي هم په پنجاب کي سیکهان او هم د سیند میران د تېمور شاه له حکومت سره چنداني جوړ نه دي. پر هند باندي د افغانستان د پاچا د بیا یرغل موضوع په هند کي له ټولو موجودو قوتونو سره اندېښنه پیدا کړې وه. او ناراضي قوتونه په دې باور وه چي تېمور شاه به حتما، له خپلو مسلمانو وروڼو سره د مرستي په منظور، پر هند باندي یرغل کوي. مګر داسي امکانات هم موجود وه چي 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱: دا پېښه په ۱۷۷۳ کال کي، د احمدشاه بابا له وفات سره سم منځته راغلې او په ۱۷۷۵ کال کي، چي تېمور شاه پر هند باندي د یرغل کولو پلان یا درلود او یا یې نه درلود، له دې پیښي څخه دوه کاله تېر سوي وه. د احمدشاه بابا له وفات سره د هغه کشر زوی شهزاده سلیمان د خپل خسر شاه ولي خان په همکاري ځان پاچا اعلان کړ. شاه ولي خان ډېر ژر خپلي اشتباه ته متوجه سو او تیمور شاه ته د بیعت کولو لپاره هرات ته روان سو. مګر تیمور شاه هغه په بکوا کي وواژه. د شهزاده سلیمان او د تیمور شاه د نورو وروڼو، سکندر، داراب، شهاب، پروېز او نورو سرنوشت معلوم نه سو.  البته دا پېښه دونه پراخه نه سوه او نه یې دونه دوام وکړ چي لمن یې ان کشمیر ته ورسیږي. ( مترجم )

سیکهان به د افغانانو له پوځونو سره، چي په پخوا کي یې هم سختي جګړې ورسره کړي دي، ډېر ټینګ مقاومت وکړي. انګرېز سیاستمداران په دې ښه پوهېدل چي تېمور شاه به د خپلو داخلي ستونزو له امله پر هند باندي د یرغل کولو او د هند د امپراطور د قدرت بیرته اعاده کولو فرصت پیدا نه کړي. د بلي خوا وضع داسي وه چي کېدلای سوای تیمورشاه په هند کي د مسلمانانو او مغولو د ژغورلو لپاره یو ناڅاپي اقدام وکړي.

ګورنرجنرال په دې عقیده وو چي وضع باید وڅارله سي او انتظار باید وسي. ځکه چي دی او د برټانیې نورو سیاستمداران په دې عقیده وه چي تېمور شاه به پر ډهلي باندي د حملې په لاره کي د سیکهانو د سخت مقاومت سره مخامخ کیږي. نو ګورنرجنرال ویل چي هغه پر هند باندي د تېمور شاه د حملې له خطر څخه چنداني اندېښمن نه دی. د ده په نظر، تېمورشاه یو بې تجربې ځوان وو چي هیڅ ډول فوق العاده مهارت یې نه درلود. خو کله چي به د افغانستان له خوا د نوي یرغل په باره کي خبرونه راغلل نو د هغه دا عقیده به یې ردوله. بریسټو ته اطلاع رسېدلې وه چي روهیله مشر فیض الله خان تېمور شاه ته احوال لېږلی دی چي که ځان سمدستي لاهور ته ورسوي نو د ورځي به یو لک روپۍ ورکړي. د ۱۸۷۶ په نومبر کي رپوټ را ورسېدی چي که تېمور شاه، پر هند باندي د حملې په منظور، له پایتخت څخه حرکت وکړي نو د سیکهانو له سخت مقاومت سره به مخامخ سي او دی یوازي هغه وخت کولای سي د هند له ناراضیانو په تېره بیا د مغول امپراطور سره مرسته وکړي چي سیکهان په بشپړه توګه تسلیم سوي وي. د ۱۷۷۷ د جنوري په میاشت کي بریسټو ته اطلاع ورسېده چي تېمورشاه پخپله تر اټک پوري، چي د ده د پاچهی سرحد دی راغلی دی، مګر ده ویل چي تېمورشاه په خپله خاوره کي له خپلو خلکو سره دونه ستونزي لري چي پر هند باندي یرغل کولو ته فرصت نه سي پیدا کولای. لکه څرنګه چي یې پېش بیني سوې وه، تیمورشاه په ۱۷۷۷ کال کي پر هند باندي د حملې کولو فرصت پیدا نه کړ.

خو د ۱۷۷۸ کال په مارچ کي د اَوَد د نواب په دربار کي د انګرېزانو استازي میډلټن رپوټ ورکړ چي شاه عالم ته د تیمورشاه سفیر جبارخان راغلی دی او د خپل پاچا له لوري یې هغه ته پیغام ورکړی دی چي په پنجاب کي د سیکهانو د ځپلو لپاره د ډهلي د پاچا ډیري مرستي ته اړتیا لري. ده ته دغه ډول اطلاع رسېدلې وه چي د تیمورشاه جنرال بهرو خان او مدد خان، چي مخکي یې د ملتان د اشغالولو لپاره حمله کړې وه، د سیکهانو له لاسه ډېره سخته ماته خوړلې ده. د انګرېزانو دغه استازي خپل ټول وس کړی وو چي د شاه عالم له دربار څخه د تیمورشاه د حرکاتو او نیتونو په باب کره اطلاعات ترلاسه کړي. ده ته ډېر ژر اطلاع ورسېده چي د افغانستان قواوو سیکهانو ته ډېره سخته ماته ورکړې ده او د تیمورشاه جنرالان له کابل څخه د تازه دمه قواوو په انتظار دي. دې تازه اطلاعاتو د کمپنی مقامات په دې عقیده کړل چي افغانان له سیکهانو سره په جګړو لګیا دي او ميډلټن ګورنرجنرال ته رپوټ ورکړ چي  تیمورشاه د یوه لوی لښکر سره پخپله د هند پر لور را روان دی. میډلټن په دې عقیده وو چي، که دا رپوټ سم هم وي، تیمورشاه د سیکهانو له سیمي څخه د تېرېدلو توان نه لري. ميډلټن هم، د ګورنرجنرال په څېر، په دې عقیده وو چي سیکهان، پر هند باندي د حملې په لاره کي، د تیمورشاه په مخ کي یو جدي خنډ دی. دغه علت وو چي تیمورشاه د مرهټیانو مشرانو ټوکوجي هولکر او مهاجي سیندیا ته پرله پسې خواستونه کړي وه چي د سیکهانو په مقابل کي ورسره یو سي. د مرهټیانو په کمپ کي د ګورنرجنرال لپاره خبرلیکونکي دا رپوټونه تایید کړل چي مرهټه مشرانو ته اطلاعات رسېدلي دي چي مغول امپراطور شاه عالم تیمورشاه ته، پر هند باندي د حملې کولو، بلنه ورکړې ده او تیمورشاه له دوی څخه غوښتي دي چي د سیکهانو په ځپلو کي له هغه مرسته وکړي. دغو اطلاعاتو په هند کي له انګرېز مقاماتو سره اندېښنه پیدا کړه او له دغه امله یې په ۱۷۷۹ کال کي د راجا مدوجي بونسال سره، د افغانستان د پاچا د یرغلونو د مخنیوي لپاره، د دوستی یو دایمي تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون اوومه ماده وايي چي که راجا، د انګرېزانو په مرسته، له افغانانو سره جګړه کوله نو له جګړې څخه وروسته به لاسته راغلي غنیمتونه، که شته مني وي او که مځکه وي، د انګرېزانو او د راجا ترمنځ په مساوي توګه وېشل کیږي. دغه تړون ښايي پر افغانانو باندي، چي په خپله خاوره کي په جنجالونو لګیا وه، ښه اغېزه کړې وي. دا ښايي لومړی ځل وو چي انګرېزانو د تیمورشاه د تهدیدونو په مقابل کي یو ټاکلی ګام پورته کړ.

(نور هم سته)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *