د ۱۷۸۰ کال په سر کي یو ځل بیا ډېره ټینګه اوازه سوه چي تیمورشاه له یوې لويي قوې سره

 پېښور ته رسېدلی دی او له سیکهانو څخه یې غوښتي دي چي ملتان افغانانو ته تسلیم کړي. مګر دې اقدام پر سیکهانو باندي هیڅ اغېزه نه ده کړې  نو ځکه تیمورشاه خپل یو مهم جنرال زنګي خان له یوه لوی لښکرسره ور استولی دی. انګرېزانو ته ډېر ژر اطلاع ورسېده چي سیکهانو په دوو جنګونو کي سخته ماته خوړلې ده. افغانانو ملتان ونیوی او انګرېزان په دې خبره یقیني سول چي تیمور شاه به وروسته پر ډهلي باندي یرغل کوي. مګر وارن هیسټینګ ته رپوت ورسېدی چي سیکهان په ملتان کي پر افغانانو باندي له هري خوا حملې کوي. دې پیښي ګورنرجنرال ته اطمینان ورکړ چي سیکهان نه ماتېدونکی قوت دی او که تیمورشاه له پنجاب څخه تیریږي نو له ډېرو لویو ستونزو سره به مخامخ سي. دا خبره هغه وخت یقیني سوه چي تیمورشاه، مظفر خان په ملتان کي د ګورنر په حیث مقرکړ او، د خپل پایتخت پر لور روان سو. وروسته دا اطلاعات هغه وخت تایید سول چي د بیرار د راجا  دربار وویل چي له ملتان څخه د افغانستان د پاچا له پرشا کېدلو سره مرهټیانو د هغه پر پولو باندي خپل کنټرول ټینګ کړی دی. مګر د ۱۷۸۰ کال په پای کي انګرېزانو ته رپوټ ورسېدی چي تیمورشاه د بهاولپور پر مشر بهاول خان باندي، چي د افغانستان حکومت ته یې مالیه نه وه ورکړې، حمله کړې ده. بهاول خان له تیمورشاه سره په جنګ کي  بشپړه ماته خوړلې وه.

په بهاولپور کي د تیمور حضور له انګرېزانو سره اندېښنه پیدا کړه او په دې فکر کي سول چي تیمورشاه لکه چي د هند پر لور پرمختګ په نیت کي لري. دوی ته خبر ورسېدی چي تیمورشاه، نجف خان، ضابطه خان، د جمو راجا او مظفر خان ته لیکونه لېږلي او له هغوی څخه یې غوښتي دي چي د ده د پوځ لپاره، چي د هند پر لور به حرکت کوي، ضروري مواد برابر کړي. دغه راز سیکه مشرانو ته هم اطلاع رسېدلې وه چي تیمور شاه د ډهلي پر لور د پرمختګ خیال لري. تیمورشاه عملا د هند پر لور حرکت پیل کړ او د سند یوه امیر غلام علي لیتي ته یې، د پنځه لسو لکو روپیو مالیاتو د نه ورکولوله امله، سزا ورکړه. مګر دا نه شاه عالم او نه انګرېزانو ته معلومه وه چي تیمور شاه به د هند په خاوره کي تر کومه ځایه پرمختګ کوي. خو انګرېزان دومره خبر سول چي په ډهلي کي د تیمورشاه استازي کابل ته د ضروري موادو په باره کي خبر ورکړی وو. همدغه استازي سیدشاه عبدالله تیمورشاه ته اطلاع ورکړې وه چي د هند ځیني مشران غواړي چي له ده سره دوستانه اتحاد ولري. مګر تیمورشاه، د سیکهانو د سخت فشار له امله، له پېښور څخه کابل ته روان سو. کابل ته د تیمورشاه ناڅاپي روانېدل له پخوا څخه هم پېش بیني سوي وه او دغه علت وو چي پر سند باندي د هغه حمله له انګرېزانو سره ډېره اندېښنه نه وه پیدا کړې.

تر دې وخته پوري انګرېزانو د ختیځ هند په سیاسي چارو کي ډېر زیات کنټرول ترلاسه کړی وو او دوی د همدغه سیاسي جاه طلبی په اساس دې ته اړ وه چي د شاه عالم حرکات تر څارني لاندي ونیسي او د افغانستان له پاچا سره د هغه پرله پسې تماسونو د انګرېزانو سره جدي اندېښنه پیدا کړې وه. انګرېزان په دې ښه خبر ول چي تیمورشاه په نظر کي لري چي په نوي ډهلي کي د شاه عالم سره وګوري او دوی په همدغه وخت کي په دې هم پوهېدل چي سیکهان به هغه ته اجازه ورنه کړي چي د هغوی په خاوره کي بېغمه تېر سي. وارن هیسټینګ ته ډېر ژر د تیمورشاه یو لیک ورسېدی او غوښتنه یې کړې وه چي د ده دربار ته یو استازی ولېږي چي هغه د خپلو نیتونو په باب خبري ورسره وکړي او اطمینان یې ورکړی وو چي د دوی له استازي سره به د هغه له شانه سره مناسب سلوک وسي. مګر هیسټینګ هغه ته په دې باره کي ځکه جواب ورنه کړ چي هغه په ۱۷۸۱ کال کي له وخته د هغه دربارته خپل استازی غلام نقشبند خان استولی وو. هغه استازي د وخته د ګورنرجنرال پیغام کابل ته رسولی وو؛ په هغه پیغام کي یې د هند مغول امپرطور ته د انګرېزانو بشپړه وفاداري څرګنده کړې وه او د تیمورشاه درباریانو یې ښه هرکلی کړی وو. ګورنرجنرال ته د تیمورشاه جواب هم رسېدلی وو چي په هغه کي یې خپل اخلاص او ښه نیت ښودلی وو. په دې توګه نو د ګورنرجنرال استازی په خپل کار کي بریالی سوی وو او هغه دا چي پر تیمورشاه باندي یې ښه اغېزه کړې وه او د هغه درباریان یې هم په دې قانع کړي وه چي انګرېزان د مغولو داعیې ته ښه نیت لري. وارن هیسټینګ په دې عقیده وو چي تر څو پوري سیکهان په بشپړه توګه ځپل سوي نه وي تیمورشاه به د مغول امپراطور سره هیڅ مرسته ونه کړای سي.

تیمورشاه له خپلو ټولو ستونزو سره سره د ۱۷۸۵ کال د ډسمبر په میاشت کي د هند پر لور مارش وکړ. او د ده د زوی  شهزاده همایون تر قوماندې لاندي یې یو لوی شل زره کسیز پوځ روان کړ. همایون تر اباسین  واوښت او په نظر کي یې درلودل چي د مرهټیانو په تېره بیا مهاجي سیندیا غوږونه تاو کړي. د انګرېزانو استازي انډرسن، ګورنرجنرال ته، د دغه لښکر د شمېر په برخه کي، د ۱۷۸۵ کال د ډسمبر پر یوویشتمه،  کره اطلاعات ورکړل. هغه په خپل رپوټ کي ولیکل چي دا به د تیمور شاه لپاره ډېره ګرانه وي چي خپل پوځ دي هند ته ورسوي ځکه چي د هغه په مقابل کي، په لاهور کي، د سیکهانو یو منظم قوت پروت دی او دی به مجبور وي چي له هغوی سره یا جګړه وکړي او یا جوړه ورسره وکړي. انډرسن دغه راز په دې عقیده وو چي د دغه پوځ هدف یوازي د کشمیر ګورنر دی چی د ده د پاچهی په مقابل کي یې بغاوت کړی دی. مګر انګرېزان ډېر ژر خبر سول چي تیمورشاه د آزاد خان مقاومت ځپلی او د هغه پر ځای یې نوی ګورنر ټاکلی دی او کابل ته ستون سوی دی. دوی دغه راز په دې خبر سول چي د اوړي د موسم را رسېدلو هم تیمورشاه ته دا اجازه نه ورکوله چي په دې سیمه کي ډېر پاته سي. تیمورشاه غوښتل چي شهزاده همایون  ډهلي ته واستوي مګر د سیکهانو د مقاومت له وجي یې دا کار ونه سو کړای.

 تیمورشاه کابل ته له ستنېدلو څخه وروسته، وارن هیسټینګ ته ولیکل چي زه  ستاسي  دوست یم خو زموږ اوستاسي په منځ کي داسي مستقل قوتونه پراته دي چي د منظم تماس د ټینګولو امکان له منځه وړي او موږ نه سو کولای چي د دواړو خواو د علاقې وړ موضوعاتو باندي له یوه بل سره مکاتبه وکړو. کله چي وارن هیسټینګ ته دا پیغام ورسېدی نو هغه په جواب کي ورته ولیکل چي ګورنرجنرال او د شرق الهند کمپنی د کورن والیس تر ریاست لاندي کار کوي.

(نور هم سته)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *