د مغولو په امپراطوري کي سیاسي حرکات په چټکی سره روان وه او انګرېزانو یې په پټه خوله تماشه کوله. دوهم شاه عالم په حقیقت کي د مهاجي سیندیا غلام وو او درباریانو تیمورشاه ته بلني ورکولې چي ډهلي ته ورسي او د شاه عالم پر ځای باندي یا د مغولو له خاندان او یا د درانیو له کورنۍ څخه یو لایق او فعال شهزاده کښېنوي. ضمنا روهیله مشر غلام قادرخان په ډهلي کي دننه او له ډهلي څخه دباندي ډېرو سختو ظلمونو ته لاس اچولی وو؛ شاه عالم یې بندي کړ او ۱۷۸۸ کال د اګسټ پر لسمه یې ړوند کړ. کله چي تیمورشاه د ډهلي له د دې پیښو څخه خبر سو نو ګورنرجنرال ته یې امر وکړ چي شاه عالم د غلام قادرخان له منګولو څخه وژغوري او پر خپل پلرني تخت باندي د شاه عالم په بیرته کښېنولو سره خپله وفاداري او اطاعت وښيي. ضمنا مهاجي سیندیا غلم قادرخان په سزا ورساوه او شاه عالم یې بیرته د ډهلي پر تخت کښېناوه. تیمورشاه ځکه فیصله وکړه چي پر مرهټیانو به حمله نه کوي او د هغوی د دغه ښه اقدام له امله یې خپله خوښي وښودله. ګورنرجنرال وروسته تیمورشاه ته په ډېره مودبانه طریقه اطلاع ورکړه چي انګرېزان شاه عالم ته وفادار دي او غلام قادر خان ته د هغه د بد عمل سزا ورکړه سوې ده. د تیمورشاه دغه زړه نازړه حرکتونو، د سیندیا په دربار کي د انګرېزانو استازی پالمر په دې خبري یقیني کړ چي په افغانستان کي بې نظمي موجوده ده او د کابل پاچا دونه پیسې او زور نه لري چي په هند کي د فتوحاتو کولو فیصله وکړي. هر وخت چي تیمورشاه پر هند باندي د لښکرکښۍ نیت کړی دی په داخل کي ستونزو د هغه مخه نیولې ده او حتی د کابل ترلاس لاندي او تابع مشرانو هم خپل مالیات پر وخت نه رسول. په دې توګه نو د هغه پوځي حرکتونه هم له داخلي او هم له خارجي ستونزو سره مخامخ ول. تیمورشاه په دغه وخت کي د سند مشران مجبور کړل چي د ده اطاعت وکړي او خپل مالیات پر وخت تحویل کړي. مګر د ترکستان د مشر شاه مراد له خوا جوړو سویو مشکلاتو د ده پلانونه ګډ وډ کړل او ډېر ژر مجبور سو چي د یاغي مشرانو د ځپلو لپاره بیرته کابل ته ستون سي. کله چي پر هند باندي د تیمورشاه د یرغل احتمالات کم سول نو انګرېزانو ایله د آر امی ساه وایستله.
په هند کي، د تیمورشاه د یرغل له ویري، سیاسي فضا هیڅکله عادي حال ته ونه ګرځېده. د دې نتیجه دا سوه چي د هند ځینو مشرانو به هر وخت ځانونه د تیمورشاه د پلانونو او پوځي حرکاتو څخه خبر ساتل. تیمورشاه د ایران له پاچا سره په جګړه بوخت سو او په دې جګړه کي یې دریځ دونه کمزوری سو چي د هند له مشرانو څخه یې وغوښتل چي له ده سره د ایران پر ضد پوځي مرستي وکړي. کله چي د هندوستان مشرانو هغه ته جواب ورنه کړ نو ده انګرېزانو ته مکتوب واستاوه او له هغوی څخه یې د هند د سیاسي وضع په باره کي پوښتني وکړې. انګرېزانو باور نه کاوه چي تیمورشاه به کرار سي او په پټه خوله به د هند د سیاسي انکشافاتو ننداره کوي. ډېر ژر په لکنهو کي د ګورنرجنرال استازي اوټو ایفز خبر ورکړ چي د تیمورشاه استازی غلام محمدخان لکنهو ته ورغلی دی. د تیمورشاه استازي د هغه له خوا ګورنرجنرال ته یو لیک راوړی وو او اوټو ایفز له هغه سره کلکتې ته په تللو کي مرسته وکړه. په دې لیک کي یوازي ګورنرجنرال ته په ترکستان کي د تیمورشاه د بریالیو جنګونو په باره کي اطلاع ورکړه سوې وه. ګورنرجنرال تیمورشاه ته د مبارکی پیغام واستاوه او دا یې ورته لیکلي وه چي انګرېزان غواړي له افغانستان سره ښې اړیکي ولري. په انوپ سهر کي د انګرېزانو د قواوو قوماندان سټوارټ ته هم د تیمورشاه لیک ورسېدی او په هغه کي یې لیکلي وه چي ډېر ژر به په هند کي د خپلو ترلاس لاندي سیمو پر لور حرکت وکړي. ګورنرجنرال ته یو بل لیک ورسېدی او هغه پر هند باندي د تیمورشاه د یرغل تهدید وګڼل سو. له دغه لیک څخه وروسته د تیمورشاه صدراعظم قاضي فیض الله خان خبرداری ورکړی وو چي تیمورشاه به د بارانونو د موسم له تېرېدلو سره سم پر هند باندي خپل یرغل پیل کړي.
د افغانستان د حکومت یو شمېر استازو پرله پسې پر هند باندي د افغانستان د پاچا د یرغل
په باب اطلاعات خپرول. له غلام محمدخان څخه وروسته صبغت الله خان لکنهو ته ورسېدی او د هند مشرانو او ګورنرجنرال ته یې لیکونه راوړي وه. ده په ډېره بېصبری له ګورنرجنرال او د اَوَد د نواب وزیر څخه د جواب د ترلاسه کولو انتظار درلود. د هغه دغه تلوار اوټو ایفز یو ډول مشکوک غوندي کړ او د مکتوبونو د کره توب په باره کي یې تحقیقات پیل کړل. ډېره ژر معلومه سوه چي هغه پخپله د ډهلي یا د هغه ښار د شاوخوا اوسېدونکی دی او ځکه نو انګرېزانو هغه ته چنداني جواب ورنه کړ. د اود نواب وزیر د اوټو ایفز په تحریک صبغت الله خان یوې غونډي ته وباله مګر ګورنرجنرال ولیکل چي دا غونډه او لیده کاته ډېر بېځایه وه او ښايی د افغانستان او انګرېزانو موجودو دوستانه اړېکو ته تاوان ورسوي. اوټوایفز ته وویل سول چي نواب وزیر ته ووايی چي، په سیمه کي د سولي او کراری په خاطر،له تیمورشاه او د هغه له استازو سره مستقیم تماسونه ونه نیسي.
په دې پسې، د سعدالله خان په نوم، د تیمورشاه یو بل استازی ډهلي ته ورسېدی او د ۱۷۹۰ کال د ډسمبر پر نولسمه د مغول امپراطور دربار ته ورغی. سعدالله خان هم د مهاجي سیندیا کمپ ته ورغی او د مغول امپراطور د خدمت کولو له امله یې هغه ته د تیمورشاه له خوا سروپايي ورکړه. د مرهټیانو له جنرال سره د تیمورشاه دغه تماس انګرېزان دې ته راوستل چي تیمورشاه ته یو لیک واستوي او هغه ته په داخل کي د ښورښونو د ځپلو له امله مبارکي ووايي. دوی دغه راز غلام محمدخان له قېمتي سوغاتونو سره کابل ته واستاوه. اوټوایفز ته هدایت ورکړه سوی وو چي د غلام محمدخان سره مرسته وکړي څو سوغاتونه په بشپړه توګه تیمورشاه ته ورسیږي. دغه راز اوټو ایفز ته هدایت ورکړه سوی وو چي یو باوري سړی پیدا کړي او له غلام محمدخان سره یې ملګری کړي چي د تیمورشاه د حکومت او سیاست په باب سم اطلاعات راغونډ کړي. اوټوایفز، د دغه هدایت سره سم، غلام سرور د دغه وظیفې لپاره وټاکی او له غلام محمدخان سره یې کابل ته واستاوه. غلام سرور له کابل څخه د تیمورشاه د حکومت په باب ډېر ارزښتناک اطلاعات را غونډ کړل. د دې علت دا وو چي په اینده کي پر اَوَد باندي د تیمورشاه د هر ډول یرغل په برخه کي تیاری ونیول سي ځکه چي اّوّد په هغه وخت کي د افغانستان او هند ترمنځ حایله سیمه ګڼله کېدله.
د ۱۷۹۱ کال د جولای په میاشت کي اوټوایفز ګورنر جنرال جان شور ته اطلاع ورکړه چي تیمورشاه پر هند باندي د یرغل لپاره تیاری کوي او احتمال لري چي د ده زوی همایون هم ورسره ملګری وي. پالمر هم ګورنرجنرال ته خبر ور کړ چي د مغولو یو شهزاده احسان بخت د متحدینو د پیدا کولو لپاره افغانستان ته تښتېدلی دی. داسي ښکارېدله چي مرهټیان هم دي اطلاعاتو وارخطا کړي وي. وروسته معلومه سوه چي تیمورشاه شهزاده احسان بخت ته هدایت ورکړی وو چي په پېښور کي پاته سي او هغه ته یې اطمینان ورکړی وو چي ډېره زیاته مرسته به ورسره وکړي. تیمورشاه دغه راز هغه ته د ځینو علاقو مالیات د دې لپاره ور کړي وه چي د پوځ په جوړولو یې ولګوي او وروسته یې لس زره پوځیان ورکړي وه څو د سیکهانو قوت وځپلای سي. اوټو ایفز ته دا هم معلومه سوه چي تیمورشاه له شهزاده سره ژمنه کړې وه چي د هندوستان پر تخت به یې کښېنوي. شهزاده په لکنهو کي د انګرېزانو استازي ته اطلاع ورکړه چي دی به له تیمورشاه سره یو ځای هغه علاقې ته ورځي او د هندوستان مشرانو او واکمنانو ته به انعامونه او مقامونه ورکوي او بیا به د چارو اداره هغه ته سپاري.
بل مغول شهزاده، میرزاسلیمان شکوه خپل یو استازی د تیمورشاه دربار ته واستاوه خو له هغه سره تیمورشاه د مرستي ژمنه ونه کړه. اوټو ایفز ګورنرجنرال ته اطلاع ورکړه چي شهزاده احسان بخت به له یوه لوی پوځ سره ډېر ژر هندوستان ته ورسیږي. د ۱۷۹۲ کال د فبروري په میاشت کي، شهزاده احسان بخت د اباسین له څنډي سره نیژدې، سیکهانو ته ماته ورکړه. ضمنا په کابل کي د سیندیا استازي د مرهټیانوپه برخه کي د تیمورشاه د ښه نیت په څرګندولو بریالي سوی ول. مګر د انګرېزانو ټولو اطلاعاتو ویل چي پر هند باندي د تیمورشاه د یرغل آوازي غلطي دي. غلام محمدخان له بهاولپور څخه اطلاع ورکړه چي د تیمورشاه په قلمرو کي جدي بې نظمي راغلې ده. کله چي غلام محمد په بهاولپور کي د ګورنرجنرال امر ته منتظر ناست وو، د تیمورشاه له وفات څخه خبر سو. ده سمدستي دا اطلاع ګورنرجنرال ته ورکړه او هغه ورته وویل چي ډېر ژر لکنهو ته ولاړ سي ځکه چي په افغانستان کي حالات څرګند نه دي. مګر د بهاولپور نواب هغه پنځه څلوېښت ورځي معطل کړ او په دغه وخت کي زمان شاه د کابل تخت نیولی وو او ده د بهاولپور نواب ته وویل چي په افغانستان کي سوله ټینګه سوې ده. کله چي ګورنرجنرال ته دا ښه معلومه سوه چي په افغانستان کي حالات عادي سوي دي نو غلام محمدخان ته یې هدایت ورکړ چي د افغانستان د نوي پاچا دربار ته سوغاتونه یوسي. د تیمورشاه پر ځای د هغه پنځم زوی کښېنستی او هغه خپل ځان د افغانستان نوی پاچا اعلان کړ. انتظار کېدی چي انګرېز ګورنرجنرال د افغانستان له نوي پاچا سره دوستانه اړیکي ټینګ کړي مګر وروسته داسي پیښي منځته راغلې چي ګورنرجنرال یې مأیوس کړ
(نور هم سته)