ویلسلي د چټکتیا او جدي ابتکار پالیسي غوره کړه. هغه ډېر ژر د شمال لوېدیځ سرحد بې دفاع حالت او د زمان شاه د یرغلونو د پرله پسې تهدیدونو خواته توجه واړوله. ده داسي پالیسي غوره کړه چي د مخکني ګورنرجنرال له پالیسی سره یې بشپړ توپیر درلود. دی هر وخت په دې عقیده وو چي زمانشاه به د شمالي هند په تر ټولو سمسوره سیمه کي نفوذ وکړي، ځکه نو ده داسي پالیسي غوره کړه چي د زمانشاه مخه باید ډېر وختي او دغه راز د برټانیې له پولي څخه ډېر لیري ونیوله سي. ده هیڅ وخت د کابل له خوا د هند د خاوري تهدید ته د یوه خیالي خطر په سترګه ونه کتل. په هغه شېبه چي ده ته اطلاع ورکړه سوه چي زمانشاه لاهور ته رسېدلی دی، سمدستي یې فیصله وکړه چي د زمانشاه په مقابل کي باید مرهټیان د یوه دفاعي سنګر په توګه کار ورکړي. ویلسلي په دې عقیده وو چي د زمانشاه په مقابل کي، د ټیپوسلطان څخه پرته، د هند د نورو تولو قوتونو تر منځ یو دفاعي اتحاد به پر هند باندي د هغه د حملې خطر مخه ونیسي. نو ده هیله څرګنده کړه چي دغه راز یو دفاعي تړون باید تر هر څه مخکي له مرهټیانو سره جوړ سي. په داسي حال کي چي د دغه یوې لاري په باب غور کېدی، د سیندهیا په دربار کي د ګورنرجنرال استازي براډشا ته رپوټ ورسېدی چي زمانشاه لا په کابل کي دی او د هغه ورور محمودشاه غواړي چي، د خارجي مرستي په زور، هرات بیرته لاندي کړي. په هند کي داسي آوازه وه چي زمانشاه به د سیکهانو له لوري څخه لاره بدله او د بهاولپور او بیکانور له لاري به پر هند باندي یرغل وکړي. دا ډېر ژر معلومه سوه چي زمانشاه له د ۱۷۹۸ کال د آګسټ تر نیمايي پوري خپله توپخانه پېښور ته واستوي او هلته به پر هند باندي د یرغل لپاره خپلي قواوي تقویه کړي. لمسډن ته ډېر ژر رپوټ ورسېدی چي زمانشاه پېښور ته رسېدلی دی. لمسډن ته دغه راز رپوټ ورسېدی چي زمانشاه غواړي، د سیکهانو د ریښو ایستلو او له منځه وړلو په مقصد، د ډهلي پر خوا پرمختګ وکړي.
ټولو رپوټونو ویل چي زمانشاه د سیکهانو د ځپلو څخه وروسته د هند پر لور د پرمختګ نیت لري. د سیندهیا په دربار کي د انګرېزانو استازي کولینز ته ویل سوي وه چي پر هند باندي د زمانشاه د یرغل او حرکاتو په باره کي ټول ممکن اطلاعات را غونډ کړي. دغه راز لمسډن ته هدایت ورکړه سوی وو چي کلکتې ته د دغو اطلاعاتو په چټک رسولو کي ټول وس تمام کړي. لمسډن، د دغه مقصد لپاره، په کابل، پېښور، ګجرات او د زمانشاه په کمپ کي خبر لیکونکي مقرر کړل. ضمنا د زمانشاه وکیل احمدخان د نواب وزیر او انګرېزانو په شمول، د هند د بېلو بېلو قوتونو لپاره لیکونه راوړي وه. په دې لیکونو کي دا څرګنده سوې وه چي زمانشاه په نیت کي لري چي په ډهلي کي قدرت مغولو ته وسپاري چي د مرهټي بدماشانو یوې ډلي ورڅخه غصب کړی دی او د هندوستان امپراطور یې د دوستی تر نقاب لاندي په خپل کنټرول کي اخیستی دی. په دې لیکونو کي داسي ښودله سوې وه چي له سیکهانو او مرهټیانو سره د افغانانو جګړه حتمي ده. په دغه لیکونو کي راغلي وه چي زمانشاه د ټیپوسلطان له سفیر سره کتلي دي. په داسي حال کي چي غلام احمد د هند له نورو مشرانو څخه د مرستي اخیستلو په کوښښونو لګیا وو، په جیپور کي د زمانشاه بل وکیل د ویلسلي، پالمر او اوټو ایفز لپاره لیکونه راوړي وه. دې نوي وکیل له براډشا سره وکتل او هغه ته یې وویل چي زمانشاه په جدي توګه غواړي چي شاه عالم د ډهلي پر تخت کښېنوي او شهزاده میرزا اکبر شاه د هغه د ولیعهد په توګه ومني او غواړي چي پخپله لږترلږه پنځه کاله په هند کي پاته سي. ده انګرېزانو ته وویل چي زمانشاه باید د مغولو د دوست او د هغوی د دښمنانو دښمن وګڼل سي. ډېر ژر د زمانشاه له دربار څخه بل وکیل را ورسېدی او هغه د انګرېزانو په مقابل کي د روهیله مشر غلام محمدخان د حق دفاع کوله. مګر دوو مخکنیو وکیلانو غلام احمدخان او میرزا عبدالکریم د نوي وکیل را رسېدل چنداني ښه ونه ګڼل.
انګرېزانو د زمانشاه دومره زیاتو وکیلانو ته د شک او تردید په سترګه وکتل. ګورنر جنرال لمسډن ته هدایت وکړ چي تر څو یې معلومه کړې نه وي وکیل په ریشتیا هم د زمانشاه نمایندګي کوي، د هر وکیل رپوټ ته اهمیت ورنه کړي. د زمانشاه له لوري، دغه راز پیغامونو په هند کي ناراضي مشران زړه ورکړل . زمانشاه لا پر هند باندي د یرغل پلانونه جوړول چي په دغه وخت کي د نواب وزیر د ورور میرزا شجاعت علي لیک ورته را ورسېدی او له ده سره یې د خپل اتحاد د نوي کولو خبره کړې وه. ده ته دغه راز د اکبرشاه او ټیپوسلطان له لوري، چي له ده سره یې مکاتبه درلوده، هم پیغامونه ورسېدل.
ګورنرجنرال فکر وکړ چي د زمانشاه او ټیپوسلطان ګډ عملیات انګرېزانو ته ډېر تاوان رسولای سي. دی په دې عقیده وو چي که زمانشاه د اَوَد پولو ته ورسیږي دا به د هندوستان په هغه برخه کي د عمومي ښورښ او چور او تالان پیلامه وي. ده احتیاطي اقدامات ضروري وبلل. ده په فتحګهړ او کانپور کي خپلو پوځي قوماندانانو ته هدایت ورکړ چي په هغه سیمو کي د هر ډول ګډوډیو د مخنیوي لپاره ځانونه تیار کړي. ویلسلي دا احساس کړه چي د زمانشاه په مقابل کي تر ټولو ګټور مورچل د مرهټیانو او سیکهانو، راجپوت، د جیپور، جودپور او د دولت راو سیندیا مقاومتونه دي؛ او تر ټولو غوره لاره دا ده چي له دې ټولو سره اتحاد وسي. مګر عمومي قوماندان له سیکهانو او راجپوتانو سره اتحاد عملي نه باله. ځکه چي له هغوی سره مکاتبه باید د سیندهیا د خاوري له لاري وسي. ده پېشنهاد وکړ چي له سیندهیا څخه باید یوازي وغوښتل سي چي له انګرېزانو سره په اتحاد کي شامل سي. ویلسلي د سیندهیا په دربار کي د انګرېزانو استازي ته اجازه ورکړه چی د سیندهیا، نواب وزیر او د شرق الهند کمپنۍ د قلمرو څخه ، د زمانشاه په مقابل کي،د دفاع لپاره له سیندهیا سره دفاعي تړون لاسلیک کړي.
ګورنرجنرال خپل استازي ته د هدایت ورکولو ترڅنګ، دولتراو سیندهیا ته په یوه شخصي لیک کي ولیکل چي د زمانشاه د حملو د لا ښه مخنیوي لپاره د خپل قلمرو شمالي خواته انتقال سي. سیندهیا د ګورنرجنرال د پیغام په حقیقت پوه سو او ګورنرجنرال ته یې اطمیان ورکړ چي ډېر ژر به شمال ته انتقال سي. مګر سیندهیا ډېر ژر خپلی عقیدې ته تغییر ورکړ ځکه چي ده فکر نه کاوه چي زمانشاه به په نیژدې وختونو کي پر هند باندي حمله وکړای سي. ګورنرجنرال د سیندهیا پر دې فیصله باندي چي شمال ته یې د نقلېدلو کار وځنډاوه خواشیني ښکاره کړه. سیندهیا په دې کارسره انګرېزان له هغي مرستي څخه محروم کړل چي له هغوی سره به یې د یوه دفاعي تړون په صورت کي ورته رسولای. پالمر کوښښ وکړ چي سیندهیا په دې قانع کړي چي د زمانشاه د یرغل په مقابل کي د انګرېزانو او مرهټیانو اتحاد ضروري دی او سیندهیا ځکه بیرته فیصله وکړه چي د خپل قلمرو شمال ته انتقال سي. مګر سیندهیا د پونه په دربار کي د سیاسي حرکاتود پېچلتیا له امله خپل حرکت بیا وځنډاوه. ده ښايی فکر کړی وي چي که له پونې څخه لیري ولاړ سي نو بیا به پر پېشوا باندي خپل کنټرول له لاسه ورکړي. ده نه غوښتل چي انګرېزان هم خوابدي کړي ځکه یې نو له پالمر څخه وغوښتل چي د زمانشاه د حرکاتو په باره کي بشپړ رپوټونه ورکړي.
ویلسلي ته د زمانشاه د حرکاتو په باره کي نا آراموونکي رپوټونه رسېدل. ده ته اطلاع ورسېده چي افغانان پېښور ته رسېدلي او له اټک څخه د تېرېدلولپاره تیاری کوي. کولینس ته هم رپوټ ورسېدی چي زمانشاه له ډیرو توپونو سره پر مخ روان دی او د افغانستان د بېلو بېلو قامونو تقریبا یو لک عسکر ورسره ملګري دي. د ۱۷۹۸ کال د نوامبر په میاشت کي زمانشاه لاهور ته ورسېدی او انتظار کېدی چي دی به د خپلو قواوو د تنظیمولو تر وخته پوري په پنجاب کي پاته سي. دې ټولو رپوټونو ګورنرجنرال ناکراره کاوه او ویل یې چي سیندهیا باید ژر تر ژره د خپل قلمرو شمال ته ولاړ سي. ده غوښتل چي د زمانشاه په مقابل کي، هر څونه چي ممکنه وي، یو لوی قوت جوړ کړي. ده غوښتل چي د سیندهیا قواوي له سیکهانو او راجپوتانو سره په ګډه یو لوی قوت جوړ کړي او د زمانشاه مخه ونیسي. مګر ده نه غوښتل چي د مرهټیانو له هیڅ جنرال سره اتحاد جوړ کړي. که څه هم چي د مرهټیانو جنرال امباجي په پخوا کي ویلي وه چي د زمانشاه د مخنیوي لپاره د انګرېزانو او مرهټیانو اتحاد ضروري دی مګر کله چي کولینز هغه ته د دغه ډول یوه اتحاد د جوړولو پېشنهاد وکړ امباجي جواب ورنه کړ.
ښايي پر هند باندي د زمانشاه د یرغل په برخه کي د هغه خپلي فیصلې دونه مغشوشۍ وي چي ګورنرجنرال د هغه په مقابل کي خپل سلوک بدل کړی او نور یې هر کال پر هند باندي د زمانشاه د نوي یرغل په برخه کي د خبرداري ورکولو څخه لاس واخیست. کولنیز ګورنرجنرال ته رپوټ ورکړ چي د سیکهانو او د زمانشاه د پوځونو ترمنځ نښتي سوي دي او زمانشاه به د سیکهانو د مخالفت له امله نور تر پنجاب د اوښتلو په باره کي فکر ونه کړي. دا اطلاعات لمسډن هم تایید کړل او هغه هم ګورنرجنرال ته رپوټ ورکړ چي شاه نه غواړي د لاهور پر خوا راوړاندي سي. ده دغه راز ګورنرجنرال ته اطلاع ورکړه چي د سیکهانو مشرانو رنجیټ سینګه، صاحب سینګه، ملکا سینګه او نورو فیصله کړې ده چي د زمانشاه مخه به په موثِر ډول نیسي او په امرتسر کي یې خپلي قواوي را غونډي کړي دي. داسي رپوټ لا هم راغی چي سیکهانو پر هغه کاروان باندي چي له کابل څخه یې افغان قواوو ته مواد راوړل حمله کړې او ټول کاروان یې لوټلی دی. ځکه نو افغانانو په هر ځای او هره خوا کي پر سیکهانو باندي حملې کړي دي. څرنګه چي سیکهانو هر وخت پر افغانانو باندي حملې کولې او هبیڅ ځای یې پر کراره نه پرېښودل نو کولینز فکر وکړ چي باید هغوی تشویق سي او مرسته ورسره وسي څو په ښه توګه له افغانانو سره مقاومت وکړای سي. ده صاحب سینګه ته اطلاع ورکړه چي د انګرېزانو پوځ د نواب وزیر د قلمرو لوېدیځي خواته، د هغه د قلمرو د ساتني لپاره، حرکت کوي؛ که څه هم چي په لاهور کي د زمانشاه حضور د شاه عالم او شهزاده اکبرشاه سره ډېر امیدونه پیدا کړي وه. د اَوَد پخواني نواب وزیر علي له زمانشاه سره تماسونه ټینګ کړي او هغه ته یې ویلي وه چي د ده هدف له بنګال، بیهار او اوریسه څخه د انګرېزانو ایستل دي. له ده سره د شمس الدوله پیغامونه هم ملګري سول او هغه زمانشاه ته لیکلي وه چي په هندوستان کي د مسلمانانو د سلطې د بیرته ټینګولو لپاره ملا وتړي او د مسلمانانو د سیمو د اتحاد رهبري پر غاړه واخلي. څرنګه چي زمانشاه په لاهور کي موجود وو او دې خواته دسیسې رواني وې نو انګرېزانو فیصله وکړه چي د هغه د یرغل په مقابل کي اَوَد تقویه کړي. د انګرېزانو سر قوماندان آرتر ویلسلي هم د اَوَد د امنیت د خوندي کولو او د هغي سیمي له پوځ څخه د بهتري استفادي په منظور خپل پلان وړاندي کړ.
د افغانانو څخه دومره وېره موجوده وه چي د انګرېزانو کمپنی د اَوَد له نواب څخه وغوښتل چي خپل ټول پوځ د انګرېزي افسرانو په واک کي ورکړي. ده ته دغه راز وویل سول چي په دې توګه د روهیله افغانانو په زړونو کي ډار ولوېږي او دغه راز د جمنا په سیند کي د کښتیو تګ راتګ کنټرول سي. په فرخ آباد کي دوې ټولی عسکر واچول سول او هغه ځای ته له فتحګهړ او کانپور څخه په اسانه تقویتي قواوي لېږل کېدلای سوای. د الله آباد د قلا په انګړ کي د عسکرو لپاره اکمالاتي مواد کښېښودل سول او داسي فکر کېدی چي د جمنا د سیند تقویه کېدل به د شمال لوېدیځ سرحد له لوري د زمانشاه د یرغل په مقابل کي ډېر ښه دفاعي سنګروي. اعلی قوماندان دغه راز کرېګ ته وظیفه ورکړه چي لکنهو ته ولاړ سي او، پر ډهلي باندي د زمان شاه د حملې په مقابل کي، د ده نقشه او پلان د اود نواب ته تشریح کړي. نواب وزیر په دغه برخه کي په ښه قوت عمل وکړ او خپلو پوځیانو ته یې هدایت ورکړ چي د هري لويي حادثې په مقابل کي تیار و اوسي. نواب ټولي هغه کښتۍ چي د هاردوار او انوپ سهر ترمنځ یې تګ راتګ کاوه ونیولې. مګر د مخکني ترتیب په خلاف، د خپل قلمرو په لوېدیځه پوله کي یې انګرېزي پوځونو ته د عملیاتو د کولو اجازه ورنه کړه.
ضمنا ګورنرجنرال د افغانانو له خطر سره د مقابلې لپاره یو مشخص پلان جوړ کړ. دغه پلان د بمبیی ګورنر جوناتان ډنکن وړاندي کړ. هغه پېشنهاد کړی وو چي په بوشهر کي د کمپنی استازي مهدي علي خان ته هدایت ورکړه سي چي د ایران پاچا دې ته وهڅوي چي پر هند باندي د افغانستان د پاچا د توجه اړولو لپاره د هغه پر لوېدیخو پولو باندي حمله وکړي. مهدي علي خان ته هدایت ورکړه سوی وو چي د ایران پاچا ته پېشنهاد وکړي چي د هر هغه اقدام په بدل کي به چي پر هند باندي د افغانستان د پاچا زمان شاه د حملې د مخنیوي یا توجه اړولو سبب سي هغه ته وسلې او مهمات ورکړي او یا هر څه چي مهدي علي خان وعده ورسره کولای سوای. مهدي علي خان ایران ته ولاړ او هلته یې د صدراعظم په شول له درباري مقاماتو سره وکتل. ده کوښښ وکړ چي د زمانشاه په مقابل کي د ایران د پاچا مذهبي احساسات را وپاروي او ورته وې ویل چي سنیانو پر لاهور باندي په حملې کي پر شیعه ګانو باندي بېحده زیات ظلمونه کړي دي. ده ایرانیانو ته وویل چي د افغانستان پاچا ته باید د هغه د عملونو سزه ورکړه سي. د مهدي علي خان ماموریت ځکه اسانه سو چي په هغه وخت کي د افغانستان د پاچا دوه وروڼه محمود او فیروز په ایران کي وه او له پاچا څخه یې د مرستو غوښتنه کړې وه. مهدي علي خان د زمانشاه له وروڼو څخه په افغانستان کي د ستونزو د پیدا کولو لپاره استفاده وکړه. ګورنرجنرال دغه راز غوښتل چي د سند خلک او ټول هغه اقوام او قبابل چي د کندهار په ګاونډ کي اوسیږي باید چي د زمانشاه په مقابل کي وپارول سي او د هغه توجه له هندوستان څخه بلي خواته واړول سي او هغه د ځان او خپل د قلمرو د ساتلو په غم کي سي.ده دغه راز پېشنهاد وکړ چي د کوچ د سیمي په څېر نورو علاقو هغو خلکو ته چي غواړي د زمانشاه په مقابل کي ودریږي وسلې او مهمات ورکړل سي.
د ګورنرجنرال دغه اقداماتو زمانشاه مجبور کړ چي د لاهور څخه پر شا سي او د خپل ورور شاه محمود مقابله وکړي. سره له هغه چي زمانشاه د محمودشاه له ستونزي سره مخامخ وو، عسکر یې په لاهور کي د موادو او پیسو له کمبود سره مخامخ ول. دغه راز سیکهانو هم د هغه پر پوځ باندي وخت په وخت حملې کولې. د افغانستان عسکرو د خپلو تنخواوو غوښتنه کوله او ویل یې چي که دوی ته تنخواوي ورنه کړلي سي نو دوی به د خلکو چورولو ته لاس واچوي. انګرېزانو دغه راز خپل پوځیان د اَوَد سرحد ته واستول او د کریګ تر قوماندې لاندي پوځیان د انضباط په ډېره عالي سطح کي وه او ښې وسلې او مهمات يې درلودل. زمانشاه له لاهور څخه پر شا تلل پیل کړل او کله چي د جهلم له سیند څخه تېرېدی نو ډېر زیات توپونه یې په سیند کي ورڅخه ډوب سول. زمانشاه په ډېر زحمت پېښور ته ورسېدی او څو میاشتي د خپل ورور محمودشاه د ښورښ په کرارولو لګیا وو، چي هم د ایران د پاچا ملاړ او هم تشویق ورسره وو.
ګورنر جنرال د زمانشاه د پرشا تلل په ایران کي د مهدي علي خان د ماموریت غیر مستقیمه نتیجه بلله او هغه ته یې اجازه ورکړه چي په ایران کي خپل کار ته دوام ورکړي. د ایران پاچا یو فرمان صادر کړ او په هغه کی یې انګرېزان خپل دوستان معرفي کړي وه. د ایران په دربار کي د مهدی علي خان حضور او د محمودشاه ښورښ ډېر وارخطا کړ او سمدستي یې د ایران د پاچا دربار ته سفیر واستاوه او د خراسان پر سر د جنجال د سوله ایز حل پېشنهاد یې ورته وکړ، چي له ډېره وخته د دواړو هیوادونو ترمنځ د اختلاف موضوع وه. مهدي علي خان د زمانشاه په مقابل کي د هغه د وروڼو په لمسولو بریالی سوی وواو نور نو په افغانستان کي د سولي ټینګول ناممکن سوي وه. په ایران کي د مهدي علي خان ماموریت له هره اړخه بریالی وو.
په داسي حال کي چي ګورنرجنرال د افغانستان له خوا د خطر په لیري کولو لګیا وو، د نواب وزیر دربار ته یوشمېر خبر لیکونکي او وکیلان ورسېدل چي خلک یې ډېر وارخطا کړل او انګرېزانو ته یې د خلکو درناوی ډېر کم کړ. دغو کسانو د زمانشاه د قوت او پوځي طاقت په باب مبالغې کولې. دغه راز د آوَد د برطرفه سوي نواب وزیر علي فعالیتونو هم د ګورنرجنرال توجه ور اړولې وه، او په دې برخه کي یې ښه احتیاطي اقدمات وکړل څو د نواب وزیر په قلمرو کي ناکراری پیدا نه سي. د وزیر علي هغه استازي چي کابل ته یې لېږل د بیکانور د واکمن اخښي ونیول او ټول هغه سوغاتونه یې ورڅخه واخیستل چي هغوی زمانشاه ته وړل. د جېپور واکمن، وزیرعلي هم ونیوی او د ۱۷۹۹ کال د ډسمبر په میاشت کي یې انګرېزانو ته تسلیم کړ. د وزیر علي له نیول کېدلو څخه وروسته، ګورنرجنرال، لمسډن ته هدایت ورکړ چي د افغانستان د استازو په مقابل کي مثبت عملیات وکړي. ده ته وویل سول چي دغه راز کسان د کمپنۍ د قلمرو څخه وتلو ته مجبور کړي او وګوري چي په اینده کي دغه راز کسان د اَوَد سیمي ته داخل نه سي. په هغه وخت کي په اود کي د زمانشاه یوازي یو استازی موجود وو. د هغه نوم عبدالرحمن خان وو او ویل کیږي چي د نیپال د پاچا لپاره د زمانشاه لیک ورسره وو. هغه ته وویل سوه چي سمدستي د اّود له سیمي څخه ووزي. ګورنرجنرال وروسته اعلان وکړ چي هغه په اینده کي دغه راز کسان خاینان وګڼي چي د اَوَد پر سیمه او د انګرېزانو د کمپنی پر قلمرو باندي د زمانشاه د واکمنی دعوه لري.
ضمنا په ۱۷۹۸ کال کي په مصر کي د ناپولیون حضور د ګورنرجنرال سره اندېښنې پیدا کړي وې او فکر یې کاوه چي ناپولیون به د ټیپوسلطان د غوښتنو په جواب کي پر هند باندي یرغل وکړي. داسي وېره موجوده وه چي فرانسه ښايي له زمانشاه سره اتحاد وکړي او داسی ویل کېده چي زمانشاه له لاهور څخه ځکه پرشا سو چي په هرات کي د فرانسې د هیات له حضور څخه خبر سوی وو. په دې کي هیڅ شک نسته چي د ټیپو سلطان فعالیتونو د ۱۷۹۸ کال د جون او سپټمر په میاشتو کي زور اخیستی وو. ګورنرجنرال له دغه امله له بنګال څخه روان سو او دا اندېښنه ورسره وه چي د اَود پولو ته د زمانشاه له رسېدلو سره به له ټیپو سلطان سره جنګونه زور واخلي. ده د ۱۷۹۹ کال د مې په میاشت کي پرسرینګا پټم باندي هجوم ورووړ او ټیپو سلطان د خپل پایتخت څخه د دفاع په لاره کي ووژل سو. په دې توګه د ټیپوسلطان له لوري، چي د زمانشاه سره په ارتباط کي یې فعالیتونه کول، ټوله ویره پای ته ورسېده. ضمنا زمانشاه د محمودشاه ښورښ په هرات کي کرار کړ. زمانشاه، په هرات کي د دغه ښورښ د ځپلو څخه وروسته، بیا د مغول امپراطور سره د مرستي په منظور، ډېر ژر پر هند باندي د حملې پلان طرح کړ.
(نور هم سته)