ګورنرجنرال نور دا ضروري وبلله چي  له ایران سره د انګرېزانو اړیکي غښتلي کړي. ده ډنکن ته ولیکل چي پر هندوستان باندي د زمانشاه کلنیو حملو په هند کي وضع ناکراره کړې ده ځکه نو باید په دې برخه کي عاجل اقدامات وسي او د ایران له دربار سره په همکاری، پر هند باندي د زمانشاه د حملو تهدیدونو ته خاتمه ورکړه سي. ده په حیدار آباد کي د انګرېزانو د استازي مرستیال جان مالکم  د ایران د پاچا فتح علي شاه دربار ته د سفیر په حیث واستاوه. جان مالکم د مهدي علي خان پر خای وټاکل سو او هغه زمانشاه ته دونه پرله پسې ستونزي پیدا کړې چي په اینده کي یې د هند پر لور د حملې کولو د پلان له جوړولو څخه را وګرځاوه. مالکم د ایران د پاچا د پوځي قوت د ارزیابي کولو سره علاقه درلوده، چي انګرېزانو غوښتل له هغه سره په اینده کي یو پوځي اتحاد ولري.نه یوازي د دې لپاره چي پر هند باندي د زمانشاه خطر لیري کړي بلکه غوښتل یې چي په ایران کي د فرانسې د نفوذ مخه ونیسي او پر هند باندي د هغه هیواد د حملې خطر لیري کړي. مالکم له ایران سره یو داسي تړون لاسلیک کړ چي په راتلونکو وختونو کي یې د ایران او برټانیې پر پوځي او اقتصادي اړیکو باندي ژوره اغېزه وکړه. په دې تړون کي راغلي وه چي دواړه هیوادونه باید هیڅ وخت د یوه بل له دښمنانو سره مرسته ونه کړي. په تړون کي راغلي وه چي که زمانشاه له اټک څخه تېر سو نو د ایران پاچا باید د هغه پر لوېدیځو پولو باندي حمله وکړي.او که چیري زمانشاه پر هند باندي حملې ته زړه ښه کاوه په هغه صورت کي به انګرېزیان د ایران له پاچا سره د پوځي مهماتو او وسلو مرسته کوي. دا تړون پر افغانستان باندي د فشار اچولو په منظور منځته راغلی وو او زمانشاه په داخل کي له داسي ستونزو سره مخامخ سو چي هیڅ وخت یې ځان ورڅخه خلاص نه کړ.

ګورنرجنرال، ایران ته د مالکم د هیات د لېږلو ترڅنګ، ډنکن ته هدایت ورکړ چي د سند د هغو امیرانو د فعالیتونو څارنه هم وکړي چي د زمانشاه طرفدار دي. ډنکن ځکه د بمبیی د ملکي خدماتو له څانګي څخه ناتان کرو د سیند د امیرانو په دربار کي د استازي په حیث وټاکی. ده ته هدایت ورکړه سوی وو چي د زمانشاه فعالیتونه او حرکات وڅاري او په سند او شاوخوا کي د هغه لپاره دونه دښمنان پیدا کړي چي وس یې کیږي او له هغوی سره ژمنه وکړي چي هر څه یې په کار وي برټانیه یې ورکوي. د سند امیرد ناتان کرو ډېر تود هرکلی وکړ خو کله چي زمانشاه خبر سو نو هغه د سند له امیر څخه وغوښتل چي کرو سمدستي پسي واخلي. د ناتان کرو هغه ماموریت ناکام سو. په دغه وخت کي ګورنرجنرال  رنجیټ سینګه ته د دوستی لاس اوږد کړ. رنجیټ سینګه په ۱۷۹۸ کال کي د زمانشاه هغه پنځه لس توپونه بیرته ورکړي وه چي له هغه څخه د جیلم له سیند څخه د تېرېدلو په وخت کي پاته سوي وه او په دې توګه یې د زمانشاه اعتماد ترلاسه کړی وو او رنجیت سینګه یې د لاهور د راجا په حیث پيژندلی وو. دغه عمل انګرېزان ډېر وارخطا کړل او د رنجیټ سینګه دربار ته یې یوسف علي خان د استازي په حیث واستاوه او هغه ته یې وظیفه ورکړه چي رنجیټ سینګه د انګرېزانو دوستی ته راولي. یوسف علي خان له رنجیټ سینګه او نورو مشرانو سره وکتل مګر ده هم د سیکهانو په سلوک کي کوم تغییر رانه ووست. کله چي دا ماموریت هم ناکام سو نو ګورنرجنرال د اَوَد په پولو کي د احتیاطي اقداماتو کولو ته مخه کړه. ده تر هر څه مخکي د نواب وزیر د پوځي قوت د بهترولو او روزلو فیصله وکړه. له نواب څخه یې وغوښتل چي په مقابل کي له انګرېزانو سره مرسته وکړي. ګورنرجنرال وروسته د خپل پوځ قوت زیات کړ چي اوس شپږټولۍ هندي سپاره عسکر، او شپږ ټولۍ هندي  توپچي پکښي شامل سوي وه او یو کنډک اروپايی توپچي عسکر یې درلودل. پر دې خبري موافقه وسوه چي د پوځ اضافه خرڅ به نواب ورکوي.

کله چي د زمانشاه د فعالیتونو د محدودولو لپاره ټول اقدامات روان وه، ګورنرجنرال ته د زمانشاه په مقابل کي د هغه د ورور شهزاده محمود د بغاوت خبر ورسېدی. دا ډېره ژر معلومه سوه چي زمانشاه د ایران د پاچا له تهدید سره مخامخ دی چي پر خراسان باندي یې حمله کړې ده او له بلي خوا په داخل کي له ډېر زورور دښمن سره مخامخ دی. ډېر ژر دا رپوټونه خپاره سول چي د ایران او زمانشاه ترمنځ جنګ پیل سوی دی. ایران په داسي وخت کي پر هرات باندي حمله وکړه چي زمانشاه د خپل وزیر وفادارخان له لور سره د واده په مراسمو لګیا وو. پر زمانشاه باندي د واده په جریان کي ږغ وسو چي د ایران له پاچا سره په هرات کي مقابلې ته ځان تیار کړي.مګر دی په هغه جنګ کي بریالی نه سو او کابل ته پر شا کېدلو ته مجبور سو. محمودشاه پر کندهار باندي یوه بریالی حمله کړې وه او د زمانشاه یوه لوی پوځ ته له ماتي ورکولو حخه وروسته کابل ته داخل سوی وو. ده هم ځان د افغانستان پاچا وباله. ده زمانشاه او د هغه وزیر وفادارخان بنیدان کړل او دواړه یې په سترګو ړانده کړل. په دې توګه د انګرېزانو د زوروري ډيپلوماسی په نتیجه کي زمانشاه له تخت څخه لیري سو.

محمودشاه خپل ځان د کابل نوی پاچا اعلان کړ. خو محمود شاه یوازي په نامه پاچا وو او تر ۱۸۰۲ کال پوري د یاغي قبایلو د ښورښونو په ځپلو لګیا وو. کابل د دسیسو مرکز سو او په ښار کي د سني او شیعه جګړه ونښته. د ۱۸۰۳ کال د جولای په میاشت کي شاه شجاع د شاه محمود په ځپلو او بندي کولو بریالی سو. شاه شجاع ځان د کابل نوی پاجا اعلان کړ مګر ده هم په سوله او ارامي کي پاچهي ونه کړه. ده ډېر محدود مالي منابع درلودل او د داخلي ستونزو په حلولو بریالی نه سو. په ۱۷۰۵ کال کي د کابل پاچا یو خل بیا انګرېزانو ته په خطر تبدیل سو او په نتیجه کي انګرېزانو مونسټارټ الفینستون هغه ته د سفیر په توګه ور ولېږی، چي له شاه شجاع سره یو تړون لاسلیک کړي. په دې توګه نو د کابل پاچاهان شاه محمود او شاه شجاع انګرېزانو ته چنداني د اندېښنې وړ نه وه. د ایران او افغانستان سره له تړونونو څخه تقریبا پنځه کاله وروسته د ایران او افغانستان په چارو کي ډېر ژور تغییرات راغلل چي په کلکته کي یې د انګرېزانو مقامات مصروف کړي ول.

نور سته

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *