څلورم فصل

  له ایران سره په تهران کي د ډیپلوماټیکو اړیکو پرانیستل  ( ۱۷۹۸-۱۸۰۳)

د اته لسمي پېړۍ په وروستیو کلونوکي، ډیپلوماټیکي فضا، په هند کي د انګلیسي مقاماتو سره د خطر او اندېښنې احساس پیدا کړ او له دې څخه وېره ورته پیدا سوه چي هسي نه افغانستان او فرانسه د برټانوي هند د شمال لوېدیځ سرحد او د ایران په سیاسي چارو کي تسلط پیدا کړي.دې اندېښنو هغه وخت زور واخیست چي د فرانسې ځینو ماجرا غوښتونکو به کله ناکله د هند په خاوره کي مرهټیانو او سیکهانو ته ویل چي د هند د شمال په لیري پرتو سیمو کي د برټانیې له سیاسي سلطې سره د مبارزې په لاره کي زړه ور ګامونه واخلي. د دغو فرانسوي ماجراغوښتونکو، چي ځانونه به یې د فرانسې استازي معرفي کول، دغه ډول فعالیتونو په هند کي برټانوي مقاماتو ته دایمي ناکراري پیدا کړې وه. دغو عواملو په هند کي د انګلیسیانو د کمپنی د سیاسي اړېکو په جوړولو کي ډېره قاطع اغېزه درلوده او مقاماتو یې د شمالي لوېدیځ سرحد هر وخت بدلېدونکي سیاسي حالات له نیژدې څارل او د ډيپلوماټیکو اړېکو له لاري یې پرله پسې تلاښ کاوه چي دا ټول خطرونه باید لیري وساتي.

ویلسلي، چي د ۱۷۹۸ کال د مې په میاشت کي د جان شور پر ځای وتاکل سو، په هند کي یو له تر ټولو کاري انګلیسي سیاستمدارانو څخه وو. ده داسي پالیسي پیل کړه چي د هري ستونزي په مقابل کي یې سمدستي او جدي عمل کاوه. له یوې خوا شمال لوېدیځ سرحد چنداني ساتلی نه وو او د بلي خوا پر هند باندي د کابل د واکمن زمانشاه د حملې په باب رپوټونو د ویلسلي توجه ور واړوله. ده د جان شور هغه پالیسي پرېښودله چي د محتاطي مداخلې او مداخلې نه کولو یو ترکیب وو. ده د جان شور په خلاف فکر کاوه چي زمانشاه به یوه ورځ د هند شمال ته، چي له نعمتونو څخه ډک دی، خطر متوجه کړي او چي هر وخت یې وس ورسیږي نو درېغ به ونه کړي. ده هیخ وخت له کابل څخه متوجه کېدونکي خطر ته د یوه خیالي خطر په سنرګه نه کتل. ویلسلي په دې عقیده وو چي هر څونه ژر کېدلای سي د زمانشاه مخه باید ونیوله سي او هغه باید د انګلیسیانو له سرحد څخه تر ممکنه حده پوري لیري وساتل سي.

ویلسلي په دې پوهېدی چي د افغانانو د حملې خطر هره ورځ مخ پر زیاتېدلو دی او کله چي د هغوی د حملې له خطر سره په هند کي د ناراضي اشرافو او د قدرت د څښتنانو خواخوږي ملګرې سي نو وضع نوره هم خرابوي او له دې مشرانو سره د مغولو د امپراطور، د میسور د زمري( ټيپو سلطان) او د مرهټیانو ږغ هم یو سوی دی. انګلیسیانو له هغو لیکونو څخه بشپړه اطلاع درلوده چي د زمانشاه او د مغول امپراطور دوهم شاه عالم ترمنځ تبادله سوي وه. زمانشاه هم د خپل پلار او نیکه په څېر ژمنه کړې وه او هر وخت یې ویل چي په هند کي به د مغول تیمور د کورنۍ اقتدار بیرته را ژوندی کوي. دوهم شاه عالم زمانشاه ته خواست کړی وو چي پر هند باندي یرغل وکړي او له هغه سره یې د پوځي مرستو ژمنه کړې وه. د شاه عالم په لیکونو کي د مغولو د امپراطوری خراب حالت ته اشاره سوې وه او دا یې ورته ویلي وه چي هغه په هند کي داسي وفادار نوکران او متحدین نه لري چي په هند کي د خطر او آفت په وخت کي له ده سره ږغ یو کړي او د مغولو بیرغ اوچت وساتي. زمانشاه ته د شاه عالم د لیک  مهم ټکی دا وو چي له هغه څخه یې غوښتي وه چي میرزا اکبرشاه د شاه عالم د ولیعهد په حیث وپېژني. ویلسلي په دې پوهېدی چي له زمانشاه څخه د شاه عالم دغي وروستۍ غوښتني د مغولو په کورنۍ کي نور شهزاده ګان خپه کړي دي.احسان بخت او سلیمان شکوه پخوا لا د زمانشاه دربار ته لیکونه لېږلي او له هغه څخه یې غوښتي وه چي دوی د شاه عالم د ځای ناستي په حیث وپېژني. د زمانشاه له خوا د میرزا اکبرشاه پېژندل کېدلو د مغولو په امپراطوري کي یوه دایمي ستونزه را پیدا کوله او هغه دا چي د دوهم شاه عالم له وفات سره سم به د پاچهی د نیولو پرسر حتما جګړې پیښیږي. شاه عالم هم دې سختي ستونزي او وضع ته متوجه وو او د پاچا کېدلو پر سر د جنګونو د مخنیوي لپاره یې شاه زمان ته پېشنهاد کړی وو چي هند ته سفر وکړي او دلته به د دواړو شاهي کورنیو ترمنځ ودونه هم وکړي. انګلیسي مقامات پوهېدل چي د دواړو شاهي کورنیو ترمنځ دغه راز اړیکي به د هند د امپراطور او د هغه د کورنۍ ریښې ډیري ټینګي کړي.

بل فکټور چي ویلسلي په نظر کي درلود هغه ایران ته د یوه ډیپلوماټیک هیات لېږل وه چي د افغان او فرانسې په څېر خارجي قواوو له خوا له هند څخه د انګلیسیانو د ایستلو لپاره فعالیتونه او اقدامات شنډ کړي. ویلسلي د ټيپو سلطان له هغو فعالیتونو څخه خبر وو چي غوښتل یې د زمانشاه سره د ګډو هلو ځلو له لاري انګلیسیان د هندوستان له خاوري وباسي. ټیپو سلطان د زمانشاه دربار ته استازي لېږلي او له زمانشاه څخه یې غوښتي وه چي خپل یو باوري سړی هند ته واستوي او د بې واکه او کمزوري مغول امپراطور څخه واک واخلي. ټیپو سلطان ښايي ځکه زمانشاه ته دا پېشنهاد کړی وي چي د مغول امپراطور شاه عالم او زمانشاه ترمنځ په دوستانه اړیکو به خبر نه وو. دغه علت وو چي زمانشاه د ټیپو دغه پیغام ته جواب ورنه کړ. مګر کله چي په دې پوه سو چي هر کله دی پر شمال لوېدیځ سرحد باندي حمله وکړي نو ټیپو به سمدستي له جنوب څخه خپل پوځونه را وخوځوي. زمانشاه ځکه ټیپو ته اطمینان ورکړ چي هغه به د هند له خاوري څخه د کفارو د ایستلو لپاره ډېر ژر په عملیاتو لاس پوري کړي. د کفارو څخه یې په څرګنده مطلب د انګلیسیانو کمپنی وه. ټیپو په داسي وخت کي له زمانشاه سره رسمي ډيپلوماټیک اړیکي پیل کړل چی د ایران یو شهزاده د ټیپو دربار ته ورغی او په شمال لوېدیځ سرحد کي یې د زمانشاه د نفوذ او اقتدار بیان ورته وکړ. دغه شهزاده وویل چي له زمانشاه څخه باید وغوښتل سي چي د هندوستان او دکن چاري سمبال کړي. انګلیسیانو په دې اړه هیڅ شک نه درلود چي ټیپو به له هندوستان څخه د انګلیسیانو د ایستلو لپاره خپل تول وس تمام کړي. ویلسلي په دې حقیقت ښه خبر وو چي ټيپو د زمانشاه دربار ته پټ استازي لېږلي دي. د ده د استازو نومونه میررضاعلي او میر حبیب الله وه. دغه استازي، تر هر څه مخکي، په پونه کي د انګلیسیانو  استازي پالمر وپېژندل او د مرهټیانو په کمپ کي د هغوی په خصمانه فعالیتونو خبر سو. مګر د ټیپو سلطان دغه استازي د مرهټه جنرالانو له سړې وضع څخه ډېر مایوس سول. پالمر ډېر ژر خبر سو چي دغه استازي د مرهټیانو له کمپ څخه د اوبو له لاري کابل ته روان سوي دي. له دوی سره د پنځو لکو روپیو په شمول، د زمانشاه لپاره ډېر قیمتي سوغاتونه ورسره وه. زمانشاه دغه سفیران شخصا په کابل کی ولیدل او هغوی ورته وویل چي ټیپو په نظر کي لري چي په هند کي ستا د پوځونو لګښتونه پرې کړي. ویلسلي ته دا د اندېښني وړ خبره وه ځکه چي هغه پر هند باندي د زمانشاه یرغل ته په جدي سترګه کتل او د ټیپو سلطان سره د هغه همکاري یې خطرناکه بلله. د ټیپو استازي په کابل کي پاته سول او پرله پسې یې له زمانشاه څخه پر هند باندي د سمدستي یرغل کولو غوښتني کولې. مګر له بده مرغه چي زمانشاه له ټیپو سره هغه وخت هیڅ مرسته ونه سوه کړای چي هغه له انګلیسیانو سره په خپله وروستنی جګړه لګیا وو. داسي څرګنده سوه چي زمانشاه په هند کي له تيپو او نورو ناراضي مشرانو سره د مرستي لپاره له ناپولیون څخه، هغه وخت چي هغه په مصر کي په فتوحاتو لګیا وو، کومک غوښتی وو او د ناپولیون سره د زمانشاه په هغه تماس انګلیسیان خبر نه وه. ویلسلي ته اطلاع ورسېده چي د فرانسې یوه ډله عسکر هرات ته رسېدلی دي او هغه پر هند باندي د فرانسې او افغانستان د ګډي حملې د مخنیوي لپاره اقدام پیل کړ.

ویلسلي د ټيپو سلطان او ناپولیون ترمنځ ډيپلوماټیکو اړیکو اندېښمن کړی وو. ټيپو له ۱۷۸۷ کال څخه د فرانسې سره اړیکي ټینګ کړي وه او تر دغه وخته پوري یې کومه نتیجهنه وه ورکړې. سره له هغه چي ټیپو به کله کله له سختو ستونزو سره مخامخ وو بیا یې هم له فرانسې سره ډيپلوماټیک اړیکي جاري ساتل څو ګوندي له هغوی څخه د برټانیې پر ضد مادی مرستي تر لاسه کړي. انګلیسیان په دې اړیکو خبر وه او د ټیپو او د فرانسي د افسرانو ترمنځ دوستانه اړیکو اندېښمن کړي وه. ټیپو په فرانسه کي د ۱۷۸۹ کال تر انقلاب پوري کوښښ وکړ چي د فرانسې له پاچا سره مستقیم اړیکي ټینګ کړي او په دې برخه کي یې په میوریشیس کي د فرانسوي مقاماتو څخه مرسته وغوښته. مګر تر څو چي د ټیپو استازی فرانسې ته رسېدی د فرانسې د امپراطور شپاړسم لويي سر د وخته تر ګیوتین لاندي سوی وو او د فرانسې نوي حکومت د هند له مشرانو سره د تماس ټینګولو سره چنداني علاقه نه ښودله. مګر ټیپو له خپل تلاښ څخه لاس وانه خیست او په میوریشیس کي یې د فرانسې له ګورنر څخه د پوځي مرستو غوښتنه وکړه. ویلسلي ډېر ژر د ټیپو او د موریشیس د فرانسوي ګورنر ملارټیک  له دغه ډول خصمانه اړېکو څخه خبر سو. ملارټیک خپل ټول کوښښ وکړ چي د افریقاییانو او اروپاییانو یو پوځ د ټیپو له استازو سره یو ځای ولیږي او د ملارټیک په اعلامیه کي دا راغلي وه چي د نهه نیوي فرانسوي داوطلبو عسکرو یوه تولۍ منګلور ته ورسېده او هلته د توپونو په ډزو هرکلی ورته وویل سو. دغو داوطلبانو د ژاکوبین یو کلب افتتاح کړ او هلته یې د آزادۍ په نوم یوه ونه کښېنوله او د سرینګاپټم بیرغ یې پورته کړ. د فرانسې دغه راز اعمالو انګلیسیانو ته د ټیپو د لهمنځه وړلو لپاره ښه پلمه برابره کړه. ویلسلي پخپله اعلان وکړ چي د ټیپو د استازو د اعمالو منظوري پخپله هغه ورکړې ده او دا چي له هغوی سره د فرانسې عسکر د ټیپو په قلمرو کي پیاده کیږي دا د جنګ څرګند اعلان دی او د دې جنګ څخه مطلب نه ترمیم او نه امنیت دی بلکه په هند کي د برټانیې د حکومت تباهي ده.

ټیپو بیا هم پدې عقیده وو چي فرانسویان به د ده ژغورني ته راسي. د ده د وروستیو کوښښونو په نتیجه کي ایله د ناپولیون، چي دا وخت په مصر کي په جګړه لګیا وو، لیک ورته ورسېدی. ناپولیون ورته لیکلي وه چي تاته معلومه ده چي زما پوځونه سرې بحیرې ته رسېدلي دي. زما سره داسي نه ماتېدونکی پوځ راسره دی چي تا به یقینا د برټانیې له اوسپنیزو منګولو څخه وژغوري. زما سره د زړه له کومي دا آرزو ده چي ستا په وضع خبر سم او ماته ستا هغه اطلاعات رسېدلي دي چي د مسقط او موچه له لاري دي د خپل سیاسي وضعیت په باره کي را استولي دي. خو د ناپولیون سمندري قواوي د انګلیسیانو د جنرال نیلسن سره په جګړه کي، په بشپړه توګه تباه سوې؛ او ټیپو یې، پر سپین میدان، خپل قسمت او سرنوشت ته پرېښود. پر مصر باندي د ناپولیون حملو انګلیسیانو ته د ټیپو د بشپړ ځپلو لپاره یوه بله پلمه هم په لاس ورکړه. کله چي ناپولیون، د خطر او تباهی په وخت کي، د ټيپو مرستي ته را ونه رسېدی نو د هغه  ټول پلان یې ګډ وډ کړ. هغه په مصر کي د فرانسویانو د سمندري قواوو تباهکېدلو دونه وبېراوه چي له انګلیسیلنو سره یې تماسونه ټینګ کړل او هغوی ته یې د مصر په جنګ کي د فرانسویانو د سمندري قوت د بشپړي تباهی له امله مبارکي وویله. ده په خپل لیک کي دا هم اضافه کړې وه چي انګلیسیان په هغه جګړه کي پر حق او فرانسویان هسي شریر قوت وو. قسمت داسي پېښه کړې وه چي ټیپو د انګلیسیانو سره د مرګ او ژوند په جګړه لګیا وو خو فرانسویان یې نه له مویوریشیس او نه له پاریس څخه مرستي ته رسېدلای سوای. ناپولیون دا ګړی د هغو زخمونو په علاج او پټۍ کولو لګیا وو چي د مصر په جنګ کي ورته رسېدلي وه.

نور سته

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *