د انګلیسیانو سیاستمداران نه یوازي د میسور د ټیپو سلطان فعالیتونو وارخطا کړي وه بلکه له هغو نورو ناراضي قواوو څخه یې هم د خطر احساس کاوه چي په هند کي یې د برټانیې پر ضد اتحاد کاوه. د هند ناراضي مشرانو کابل ته پیغامونه ولېږل او زمانشاه ته یې پر هند باندي د حملې کولو بلني ورکړي وې؛ ځکه چي دوی ټول پوهېدل چي زمانشاه په جدي توګه غواړي چي په هند کي د مغولو عظمت بیرته را ژوندی کړي. زمانشاه اعلان کړی وو چي هغه غواړي په هند کي د اسلام قوت او واکمني بیرته پیل سي او د مغولو امپراطوری ته د انګلیسیانو په شمول، د بل هر قوت له سلطې څخه نجات ورکړي. ده خپلي حملې برتانوي قوت، مرهټیانو او سیکهانو ته متوجه کړي ځکه چي دې ټولو په هند کي د مغولو اقتدار تهدیداوه. د زمانشاه حرکاتو په هند کي له مسلمانو مشرانو سره هیلي پیدا کړې ځکه چي دوی فکر کاوه چي د دوی د سیاسي اهدافو بری یوازي د خارجي مرستي، په تېره بیا د زمانشاه د مرستي له لاري، تر لاسه کېدلای سي. دوی له فرصت څخه ګټه واخیستله او زمانشاه ته یې پر هند باندي د یرغل کولو بلني ورکړې او له ده څخه یې وغوښتل چي د دوی هغه عزت او وقار بیرته اعاده کړي چي د مرهټي داړه مارانو ډلو او څو انګلیسي ماجرا غوښتونکو ورڅخه غصب کړی دی.

د اَوَد د برطرفه سوي نواب وزیرعلي، د مرشد آباد د نواب د اخښي شمس الدوله او د روهیله افغانانو د مشر غلام محمد خان په څېر مشرانو زمانشاه ته پرله پسې پر هند باندي د یرغل کولو بلني ورکولې. د مرآت الاحوال د کتاب لیکول لیکي چي وزیر علي د امام ډولي رضاخان زوی مُلا محمد له ډېرو سوغاتونو سره د زمانشاه دربار ته واستاوه. مُلا محمد د زمانشاه دربار ته له یوه مهرکړي مکتوب، قيمتي جواهراتو او لازمو وسایلو سره، چي بیه یې پنځوس لکو روپیو ته رسېدله، ورغی. وزیر علي په خپل لیک کي ژمنه کړې وه چي هر کله زمانشاه په هند کي خپل قوت ټینګ کړ او د شجاع الدوله شته مني یې ترلاسه کړه نو زمانشاه ته به دېرش میلیونه روپۍ ورکړي او تر څو پوري چي زمانشاه په هند کي د دوی ساتنه کوي دوی به هغه ته په کال کي پنځه میلیونه روپۍ ورکوي. وزیر علي نه یوازي له زمانشاه څخه غوښتي وه چي دی د اَوَد پر تخت کښېنوي بلکه دغه راز انګلیسیان له بیهار، بنګال او اوریسه څخه وباسي. وزیر علي دغه راز کلکتې، دکن او مرشد آباد ته هم لیکونه استولي وه اوغوښتل یې چي د مرشدآباد نصیرالملک او د هغه جاه طلبه اخښی شمس الدوله، چي د انګلیسیانو پر ضد په دسیسو لګیا وه له ځان سره ملګري کړي. وزیر علي او شمس الدوله دواړه له زمانشاه سره په ارتباط کي وه ځکه نه یوازي د وزیر علي په کور کي هغه لیک پیدا سو چي زمانشاه ته یې لیکلی وو بلکه د وزیر علي په کور کي نور داسي لیکونه هم پیدا سول چي په شیخ علي یې اړه درلوده.

وروسته د وزیر علي استازی، مُلامحمد، له اټک سره نیژدې، د انګلیسیانو په تحریک، ووژل سول. له دې سره انګلیسیانو ته ډېر لیکونه او اسناد په لاس ورغلل او دوی په دې خبر سول چي د زمانشاه دربار ته د کلکتې له لاري سوغاتونه او وسایل لېږل سوي دي. په دغو لیکونو کي دا هم معلومه سوه چي شمس الدوله خپل استازی شیخ علي د زمانشاه دربار ته لېږلی وو. شیخ علي کابل ته رسېدلی او هغه ته یې د خپل بادار له خوا لیکلی پیغام وړاندي کړی وو. شمس الدوله له زمانشاه څخه غوښتي وه چي انګلیسیان له هندوستان څخه وباسي او پخپله په دې هیواد کی د مسلمانانو د سیمو څخه د جوړ سوي اسلامي نظام رهبري پر غاړه واخلي. ده له دې امله خواشیني ښکاره کړې وه چي څرنګه د مسلمانانو حکومت د غاصبو کفارو په لاس کي لوبیږي. ده له زمانشاه څخه غوښتي وه چي پر هند باندي د یرغل کولو نقشه عملي کړي،د انګلیسیانو پر ضد له خپلو وسلو او قوت څخه کار واخلي او هند د هغوی له منګولو وژغوري.

پر هند باندي د زمانشاه د یرغل تیاریو له روهیله مشرانو سره، چي د خپلو له لاسه وتلو مځکو د بیرته تر لاسه کولو هیله یې درلوده، ډېر امیدونه پیدا کړل. د غلام قادر خان ورور بمبو خان له زمانشاه سره پټ تماسونه پیل کړل. زمانشاه یو ځل له هغه څخه وغوښتل چي د ده له پوځونو سره، چي ژر به ډهلي ته ورسیږي، همکاري وکړي. بمبو خان هم، له زمانشاه سره د ملګرتوب لپاره، د بوریا په سیمه کي د جمنا پر غاړه باندي ډېر لوی پوځ را غونډ کړ. بمبو خان دغه راز د رامپور روهیله افغانانو ته هم بلنه ورکړه چي له ده سره په دې مبارک ماموریت کي برخه واخلي. کله چي پر هند باندي د زمانشاه د یرغل آوازې تودې سوې نو، د غلام محمد په څېر د روهیله نورو مشرانو له زمانشاه څخه هیله وکړه چي پر هند باندي یرغل وکړي او په هغه هیوا  کي د روهیله له لاسه تللی قوت بیرته را ژوندی کړي. زمانشاه له غلام محمد څخه وغوښتل چي پر هند باندی د ده د یرغل په وخت کي د شرایطو په برابرولو کي مرسته وکړي. زمانشاه دغه راز له غلام محمد سره ژمنه وکړه چي له انګلیسیانو څخه به وغواړي چي دی وبخښي او د هغو مځکو نیمايي بیرته ورکړي چي د فیض الله خان ورور ورڅخه لاندي کړي دي. زمانشاه په لکنهو کي د انګلیسیانو استازي ته یو لیک واستاوه او په هغه کي یې د غلام محمد د بخښل کېدلو او هغه ته د خپلو مځکو د بیرته ورکولو غوښتنه ورڅخه کړې وه. مګر د زمانشاه دغه استازی بریالی نه سو او د هغه هیڅ غوښتنه ونه منل سوه. زمانشاه روهیله مشرانو ته اطمینان ورکړ چي هر کله دی ډهلي ته ورسېدی نو د دوی پر غوښتنو به غور وکړي او حق به و حقدار ته ورسیږي. زمانشاه له هغي مساعدي وضع څخه چي په هند کي له انګلیسیانو څخه ناراضي مشرانو ورته برابره کړې وه هیڅ ګټه وانه خیستله. دی به هغه وخت ډهلي ته رسېدلی وای چي که د ده هندي متحدینو د سیکهانو او مرهټیانو قدرت کنټرول کړی وای. دا دواړه قدرتونه د زمانشاه او د مغولو ترمنځ د ارتباط ټینګولو په مخ کي خنډ وه.

ګورنرجنرال ویلسلي، په دغو حساسو شرایطو کي، په برټانیه کي د هند د چارو د کنټرولولو د هیات رییس هینري ډونډاس ته ولیکل: « زه نه سم کولای چي له کابل څخه د حملې خطر یوازي خوب او خیال وګڼم» ده د نورو په خلاف، پر هند باندي د زمانشاه حملې ته په سپک نظر  نه کتل. آرتر ویلسلي، مخکي په ۱۷۹۷ کال کي خپل ورور ته په دغه ارتباط لیکلي وه:« زه په دې عقیده نه یم چي زمانشاه به پر هند باندي په یرغل کولو کي سختي ستونزي ولري او ده ته به هیڅ ګټه ونه کړي. زه دا نه منم چي وايي پر هند باندي د زمانشاه د حملې هیڅ احتمال نسته او چور او تالان به نه کیږي، ځکه چي  د ده په ګاونډ کي سیکهان پراته دي او هغوی به دی له سختو ستونزو سره مخامخ کړي ». ویلسلي دا نظریه ردوله او هغې ته یې د وخت د فیشن په سترګه کتل. ده ولیکل چي په ۱۷۹۷ کال کي چي زمانشاه ځان لاهور ته ورساوه له هغه سره سیکهانو هیڅ مقاومت ونه کړ. ده استدلال کاوه چي د زمانشاه د پرمختګ په مخ کي د اَوَد سیمه پرته ده او بیانو د مرهټیانو د سیندهیا د واکمنی علاقه او د جون پور او ویاجانګر د راجاګانو سیمي پرتې دي او دا ټول په خپلو کي داسي سره مخالف دي چي د زمانشاه سره د جګړې کولو توان نه لري. هینري دونډاس د ویلسلي له نظر سره موافق وو او ویل یې چي د زمانشاه پوځي او مالي قوت هغه ته پر هند باندي د حملې کولو توان ورکوي او باید چي د هغه د حملې خطر جدي ونیول سي.

نورسته

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *