د۱۷۹۹ کال د جون پر یوویشتمه مهدي علیخان شیراز ته ورسېدی، هلته یې ډېر تود هرکلی وسو او ښې مېلمستیاوي ورته جوړي سوې.کله چي دی شېراز ته ورسېدی نو هلته خبرسو چي شاه محمود په هرات کي ماته خوړلې ده. مهدي علیخان، له دغه امله د ایران شاه ته یوه عریضه ولیکله او له هغه څخه یې وغوښتل چي د سنیانو هغه ډول خونړي ځپلو ته خاتمه ورکړي لکه شاه زمان چي په هندوستان کي د شیعه ګانو په مقابل کي مرتکب کیږي، ځکه چي برټانیې هغو ځپل سویو شیعه ګانو ته سیاسي پناه ورکړې ده. که تاسي اعلیحضرت د سنیانو تعقیبولو ته دوام ورکړی نو دا به زمانشاه ته په خپل قلمرو کي د شیعه ګانو د لا ځپل کېدلو لپاره پلمه په لاس ورکړي. د ایران شاه په هرات کي د شاه محمود د ماتي خوړلو له امله دونه په غوسه سو چي پخپله یې د خراسان پر لور حرکت وکړ. بل خبر چي مهدي علیخان په شیراز کي تر لاسه کړ هغه دا وو چي ټيپو سلطان د ایران پاچا ته پیلان، قيمتي سوغاتونه او یو استازی لېږلی وو. مهدي علیخان ولیکل « د ټيو سلطان وکیل د سوغاتونو سره یو ځای څوارلس لکه روپۍ نغدي راوړي وې. زما سره ډير کوچني سوغاتونه راسره وه. په ایران کي پیسې ډېري کمي دي او ډېر قدر لري. زما سوغاتونه دونه لږ او بې ارزښته وه چي د ټیپوسلطان د سوغاتونو په مقابل کي هیڅ وه. » څرنګه چي ټیپو د انګلیسیانو سوګند خوړولی دښمن وو نو مهدي علیخان خپل ټول وس په کار واچاوه چي د هغه وکیل له شاه سره ونه ګوري. د ده آرزو ژر پوره سوه ځکه چي ډېر ژر د مهدي علي خان د سپاهیانو او د ټیپو د وکیل د نوکرانو ترمنځ نښته وسوه او مهدي علي خان وکړای سول چي د ټیپو د سفیر نوکران وډبوي. مهدي علي خان په ایران کي دونه قدر درلود چي کله د ایران پاچا له دې نښتي څخه خبر سو نو سمدستي یې د ټیپو د وکیل د نیولو امر صادر کړ. شاه ویلي وه چي تړونونه باید د پاچاهانو ترمنځ لاسلیک سي نه د پاچاهانو او د ټیپو په څير یوه زمیندار ترمنځ.
د ۱۷۹۹ کال د ډسمبر په میاشت کي، مهدي علي خان د ایران شاه وروباله او په ډېر درناوي یې هرکلی وکړ. شاه مهدي علیخان ته په خطاب کي وویل: « نوابه! زه تاته په خپل قلمرو کي هرکلی وایم. ایرانیان باید فخر وکړي چي د دوو پخوانیو مدنیتونو لرونکو هیوادونو ترمنځ اړیکي د داسي شخص په منځګړتوب ټینګیږي چي هغه پخپله د ایران د اشرافو وینه لري. » مهدي علیخان ته د پاچا په حضور کي د کښېنستلو اجازه ورکړه سوه او دا یو نادر امتیاز وو؛ ځکه چي د ایران پاچاهانو یوازي هغو پاچاهانو ته چي مقام یې د ایران له پاچا سره مساوي ګڼل کېدی، د کښېنستلو اجازه ورکوله. مهدي علیخان ته د ایران د پاچا له خوا دغه هرکلی فوق العاده تود وو او دی یې ډېر وغټاوه. د ایران پاچا په دې ډېر خوشاله سو چي د انګلیسیانو د کمپنۍ له خوا یې د خپل کاکا د وفات له امله د خواخوږی او د ده د پاچاکېدلو له امله د مبارکی پیغام واورېدی. مهدي علیخان ته له هرکلي ویلو څخه وروسته، د ایران پاچا له هغه سره رسمي خبري پیل کړې. مهدي علیخان پر شیعه ګانو باندي د زمانشاه د ظلمونو په باب له مبالغې څخه ډکي کیسې وکړې او د برټانیې د پوځ د زور او قوت په باب یې هم ډیري لاپي ورته وکړلې. هغه ورته وویل چي څرنګه د برټانیې یوه واړه پوځ د سراج الدوله هغه پوځ ته چي شمېر یې دریو سوو زرو تنو ته رسېدی ماته ورکړه. مهدي علیخان وویل چي انګلیسیان د زمانشاه له تېري څخه چي د میسور ټیپوسلطان مرسته ورڅخه غوښتې ده په هیڅ توګه وېره نه لري. مهدي علیحان د ایران پاچا ته وویل چي په زرګونو شیعه ګان په لاهور کي د زمانشاه د ظلمونو له لاسه د انګلیسیانو تر کنټرول لاندي سیمو ته تښتېدلي دي. مهدي علیخان د ایران د پاچا مدهبي احساسات ښه وپارول او هغه ته یې وویل چي که د ایران پاچا د زمانشاه د دغه راز ظلمونو مخه ونیسي دا به یې د خپل خالق خدمت کړی وي. ده ولیدل چي د ایران پاچا دونه په غوسه سو چي د انګلیسیانو له مرستي پرته یې پر افغانانو باندي حملې ته تیاری وښود. ده د ایران پاچا، د هغه صدراعظم او اشراف دې ته راوستل چي د زمانشاه په ځپلو کي د انګلیسیانو پلان تعقیب کړي او ډېر ژر یې په افغانستان کي د شاه محمود او حاجي فیروزالدین پر لاس زمانشاه ته داسي ستونزي پیدا کړې چي بیا د سولي د ټینګېدلو احتمال نه لیده کېدی. د ایران پاچا موافقه وکړه چي شاه محمود له شلو زرو عسکرو سره خراسان ته ولېږي.د ایران د پاچا په زړه کي له افغانانو سره د دښمنۍ داسي اور بل سو چي فتحعلي شاه له مهدي علیخان سره ژمنه وکړه چي پخپله به د زمانشاه په جنګ روانیږي. مهدي علیخان، د ایران پاچا دې ته راووست چي له افغانستان سره به تر هغه وخته دښمینو او جنګونو ته دوام ورکوي چي زمانشاه یې پرزولی نه وي.
مهدي علیخان دغه راز په ایران کي د فرانسې د فعالیتونو له نیژدې څارنه کوله. دی خبر سو چي د فرانسې یوه کښتۍ د ایران بندرونو ته نیژدې راغلې ده او فرانسویانو داسي ورانکاري عملیات کړي دي چي پنځه برټانوي عسکر یې وژلي دي. مهدي غلیخانو په دغه اړه له پاچا سره وکتل او هغه ته یې د فرانسې د دغه خاینانه عمل په باره کي اطلاع ورکړه. د ایران پاچا خپلو سړیو ته امر وکړ چي فرانسویان په وچه او سمندر کي پیدا کړي او ویې نیسي. مهدي علیخان په دې اړه د شاه داسي فرمان ترلاسه کړ چي خپلو لویو افسرانو او د مسقط امام ته یې امر کړی وو چي که کوم منصبدار یا عالي رتبه مامور د شاه د دغه فرمان په عملي کولو کي سستي وکړي؛ عسکر او د هغه تر لاس لاندي مامورین د خپل آمر د نیولو حق لري. مهدي علي خان د دغه فرمان د عملي کولو لپاره ډیري زیاتي پیسې په رشوتونو او سوغاتونو ولګولې.
له مهدي علیخان سره ، د ایران د پاچا په دربار کي، حاجي خلیل خان هم ملګری وو. حاجي خلیل ډېر هوښیار او ځيرک سړی وو او د ایران له اشرافو او درباریانو سره په خبرو او چلند کي یې له ډېري هوښیاری څخه کار اخیست او ډېر ژر یې د ایران د پاچا اعتماد ترلاسه کړ. د مهدي علي خان د ماموریت له پیل څخه، حاجي خلیل په ایران کي د برټانیې د ګټو د خوندي کولو لپاره خپل ټول وس تمام کړ. د ده استازو له مهدي علي خان سره د سوغاتونو په برابرولو او پیسو په رسولو کي مرسته کوله او مهدي علي خان، خپلو اهدافو ته د رسېدلو لپاره، د حاجي خلیل له نفوذ څخه ګټه اخیستله. پر دې هم موافقه سوې وه چي حاجي خلیل خان به له مهدي علي خان سره د هغه د سفارت په جریان کي ملګری وي. دوی ډنکن ته آسونه، شالونه او داسي قالیني په سوغات کي ولېږلي چي په هند کي چا په سترګو نه وې لیدلي. مهدي علیخان د ۱۷۹۹ کال د ډسمبر پر یودېرشمه د بغداد له لاري هند ته روان سو. د ایران دربار مهدي علیخان ته چپنه او جامې او درې سوه طلاوي ورکړې چي په خپلو ملګرو کي یې ووېشي. ده ایله د ایران له پاچا څخه رخصت اخیستی وو چي له هند څخه مکتوب ورته ورسېدی او د ایران په دربار کي یې د، سفیر په حیث، د جان مالکم د مقررېدلو اعلان کاوه.
د مهدي علیخان بشپړ بري، د ګورنر جنرال په ذهن کي د یو شمېر امکاناتو طرح پیدا کړه؛ هغه دا چي د ایران او برټانیې تر منځ د اړېکو د تقویه کولو لپاره باید لاري چاري ولټول سي. دغه راز باید په دې باره کي پلټنه وسي چي ایران، هند ته، د افغانستان او فرانسې له خوا د متوجه کېدونکو خطرونو په مخنیوي کي څه کولای سي. مګر ده داسي لاره انتخاب کړه چي د ایران پاچا د برټانیې له دې دریځ سره ملګری کړي چي غوښتل یې محمود او فیروز په دایمي توګه داسي حمایه کړي چي زمانشاه د تل لپاره ، په خپل هیواد کي، مشغول وساتي. په دغه مشخص هدف کي، مهدي علي خان په دې بریالی سوی وو او د افغانستان خطر یې لیري کړی وو. دی په دې بریالی سوی وو چي د برټانوي هند او د ایران تر منځ دوستانه اړیکي ټینګ کړي او یاغي شهزاده ګان یې دې ته هڅولي وه چي د زمانشاه په قلمرو کي مشکلات پیدا کړي. مګر دغه اقدامات د افغانستان له خواد تهدید د مخنیوي دایمي خنډ نه ګڼل کېدی. ګورنرجنرال ګومان نه کاوه چي دا دوه شهزاده ګان به، په لږ قوت، د زمانشاه په مقابل کي ټینګ سي. ده فکر کاوه چي زمانشاه به، د فرصت له برابرېدلو سره سم، بیرته پر هند باندي یرغل وکړي. مهدي علیخان په ډېره کامیابي د ایران پاچا او وزیران له برتانیې سره د دوستانه اړېکو په ټینګولو قانع کړي وه. ویلسلي غوښتل چي له دې دوستانه میلان څخه داسي ګټه پورته کړي چي ایران د برټانیې د خارجي پالیسی په مدار کي وګرځوي او د فرانسې د تهدید ونو په مقابل کي له ایران څخه د یوه حایل قوت په حیث کار واخلي. دغه فرصت هغه وخت تر لاسه سو چي ناپولیون فتوحاتو ته مخه کړه او ایران له خپلي ویري پخپله د اروپا د سیاست مدار ته ولوېدی. ناپولیون غوښتل چي پر هند باندي د حملې لپاره د ایران له خاوري څخه تېر سي او په دې برخه کي یې د ایران دوستی ته اړتیا درلوده. ده دغه راز غوښتل چي د بین المللی سیاست د سطرنج په میدان کي له ترکیې، ایران او روسیې څخه د پیاده ګانو په څېر کار واخلي. په دې توګه نو د فرانسې، ایران او کابل تر منځ دفاعي تړون کولای سوای چي د برټانیې د امپراطوری په شمال لوېدیځ کي د برټانیې ګټو ته خطر پېښ کړي. ویلسلي فکر کاوه چي د ناپولیون خطر نور د یوه ځانګړي یرغل په مقابل کي د دفاع خبره نه ده چي سړی یوازي د ایران سره د دوستی په ټینګولو قانع سي بلکه ایران د هند په لاره کي تر بل هر هیواد مهم رول درلودی. ناپولیون هم د ایران په دغه اهمیت ښه پوهېدی نو ځکه یې خپل استازي د ایران دربار ته ولېږل او داسي اقدامات یې وکړل چي په ایران کي د برټانیې د تجارت د تباهی سبب سو.
ګورنرجنرال ویلسلي دغه راز په نظر کي درلودل چي ایران ته داسي یو څوک واستوي چي هغه مناسبي اعتماد نامې او پېژند پاڼي ولري او په ایران کي د هند د برټانوي حکومت قوت، شته مني او حیثیت وښيي. د ویلسلي په عقیده، د دغه ډول اعتبار او حیثیت خاوند سفیر به نه یوازي پر هند باندي د زمانشاه د یرغل کولو مخه ونیسي بلکه نور قوتونه به هم پر هند باندي د حملې کولو څخه را وګرځوي او حتی په تجارتي ساحه کي به هم برټانیې ته ډېره ګټه ورسوي. د کمپنۍ مدیره هیات شک څرګنداوه چي ګوندي د یوه بل سفیر ټاکل دي لازم وي ځکه دوی ویل چي له بمبيي ځخه رسېدلي رپوتونه ښيي چي مهدي علیخان په خپلو کارونو کي په بشپړوه توګه بریالی دی او خپل کارونه ډېر ښه پر مخ وړي. که څه هم چي ویلسلي د ایران په دربار کي د مهدي علیخان د فعالیتونو ستاینه کول مګر بیا یې هم دا نه وه خوښه چي مهدی علیخان دي په ایران کي د ټولو کارونو اختیار ولري. ویلسلي نه غوښتل چي یوازي هغه ته دونه مهم ماموریت وسپارل سي او دونه زیات صلاحیت ورکړه سي. که څه هم چي ویلسلي هیڅ وخت دا ونه ویل چي مهدي علیحان په دغه یا هغه کار کي پر خپل سر عمل کړی دی مګر ده له لویه سره هندي ډیپلوماټانو ته په سپکه سترګه کتل. ده فکر کاوه چي دغه ډول ډیپلوماټان یوازي موقتي ګټه رسولای سي او د دایمي اړېکو د ټینګولو او دایمي ګټو رسولو په درد نه خوري. دی په دې عقیده وو چي د مهدي علیخان کارونه تر حد زیات ستایل سوي دي او دونه ارزښت یې نه درلود. ده ولیکل. « ما به له هغو ګټو سره چي ماته یې دفاع راسپارله سوې ده جفا کړې وي که هغه درانه او مهم وظایف چي باید مالکم ته وسپارل سي مهدي علي خان ته وسپارم »
د مهدي علي خان پر ځای باندي ځکه، په حیدرآباد کي د کمپنۍ د استازي مرستیال جان مالکم وټاکل سو. ویلسلي د مالکم د لیاقت، پوهي او شخصیت ډېر زیات صفت کاوه او پر هغه باندي یې بشپړ اعتماد وکړ. مالکم د دې وظیفې اشغالولو ته لېواله وو چي ده ته یې دا زمینه برابره کړه چي په هغه ستره ډرامه کي مهم رول ولوبوي چي په هغه وخت کي په اسیا کي روانه وه. ویلسلي جوناتن ډنکن ته خبر ورکړ چي مالکم ته باید وویل سي چي د هغو هدایتونو سره سم دي عمل وکړي چي ده ته به وخت په وخت ورکول کیږي. د ایران دربار ته، د سفیر په حیث، د مالکم د لېږلږ فیصله مخکي له هغه سوې وه چي هند ته د مهدي علیخان د بریالیتوبونو په باب اطلاعات ورسیږي.
نور سته