مالکم، ایران ته په لاره کي، د اغا محمدصادق په نوم یو هوښیار تاجر استخدام کړ او ورته وې ویل چي کندهار ته ولاړ سي او د زمانشاه د حرکاتو په باره کي یو بشپړ موثق رپوټ ورته برابر کړي. مالکم صادق ته دغه راز وظیفه ورکړه چي دا خبره معلومه کړي چي زمانشاه پر هند باندي حملې ته تیاری کوي او د ایران د پاچا د حملې څخه د دفاع لپاره تیاری نیسي. صادق ته دغه راز هدایت ورکړه سوی وو چي د زمانشاه د قوت او منابعو په باره کي اطلاعات راغوند کړي، د هغوی د دولت او قوت په باره کي او د زمانشاه د وزیرانو د شخصیتونو او سلوک په باب رپوټونه ورته راوړي. صادق ته دغه راز د ایران د پاچا او د زمانشاه د وروڼو تر منځ د نیژدې دوستانه اړېکو او د هرات او کابل د نیولو لپاره د هغوی د تصمیم په باره کي معلومات ورکړه سوه. صادق کندهار ته ورسېدی او له هغه ځایه څخه یې مالکم ته اطلاع ورکړه چي زمانشاه د ایران د پاچا پر ضد په جنګي تیاریو لګیا دی. انتظار کېدی چي زمانشاه د مشهد پر لور حرکت وکړي، چي د ایران قواوو تهدید کړی وو. کله چي صادق کندهار ته ورسېدی هغه د زمانشاه په کمپ کي په اختلافاتو خبر سو. دی ډېر ژر په دې خبر سو چي د زمانشاه په کمپ کي ځیني کسان له شاه محمود او فیروز سره، چي لا هم په ایران کي وه، په تماس کي دي. زمانشاه د خپل وزیر وفادار خان په مشوره له خپلو لویانو څخه دوولس تنه ووژل. کله چي زمانشاه په خپل کمپ کي د سختو مخالفتونو او په دغه وخت کي د ایران د پاچا له پوځي تیاریو څخه خبر سو نو د کندهار څخه یې د هرات پر لور حرکت وکړ. زمانشاه پوه سو چي شاوخوا دښمنان ورباندي را ګرځېدلي دي نو انتظار نه کېدی چي د هندوستان پر لور دي حرکت وکړي.

مالکم په بوشهر کي مهدی علیخان ولیدی او هغه د خپلو فعالیتونو د نتیجو په باره کي معلومات ورکړل. مهدي علیخان مالکم ته وویل چي د ایران شاه فیصله کړې ده چي شاه محمود د کابل پر تخت کښېنوي. مالکم د ایران پاچا ته ولیکل چي کله افغانستان ته پوځونه لیږي نو نه به خپل اقدام ته د افغانستان د فتح کولو او نه به له سنیانو څخه د شیعه ګانو د کسات اخیستلو خبره را پورته کوي ځکه چي په دواړو صورتونو کي به د افغانستان اولسونه ورته یو لاس سي او مشکلات به ورته پېښ کړي. بهتره به دا وي چي د ایران شاه ووايي چي دی غواړي له شاه محمود سره د تخت په نیولو کي مرسته وکړي او دا ځکه چي محمود تر زمانشاه مشر او د پاچهی مستحق دی. مالکم ته اطلاع ورسېده چي وفادار خان د ایران له شاه څخه د اختلافاتو د حلولو غوښتنه کړې ده.

د ایران پاچا خپل صدراعظم حاجي ابراهیمته هدایت ورکړ چي وفادار خان ته ووايي چي هغه د کابل پر تخت باندي د شاه محمود د کښېنولو خیال نه لري بلکه غواړي چي د هغه لپاره هرات ونیسي. وفادار خان  حاجي ابراهیم ته په جواب کي ولیکل چي دوی د هرات په موضوع کي موافقه لري خو په دې شرط چي د ایران پاچا به په اینده کي له شاه محمود سره بیا مرسته نه کوي او زمانشاه به په هند کي د خپلو نقشو تعقیبولو ته پریږدي. په دې توګه د ایران د پاچا او زمانشاه ترمنځ سوله ټینګه سوه او زمانشاه د هرات ولایت خپل ورور شاه محمود ته پرېښود. په سند کي د انګلیسیانو استازي ناتان کرو هم دغه نوې موافقه تایید کړه؛ او مالکم یې ناکراره کړ. (که څه هم چي ورما د ایران او وفادار خان ترمنځ د دغه موافقې په باب د برټانوي هند پر ارشیف باندي حواله ورکوي. ماته بیا هم دا موافقه ځکه مشکوکه ښکاري چي په بل هیڅ متن کي مي نه لیدلې او نه مي د دې موافقې په باب له چا څخه څه اورېدلي دي. جهاني )

مالکم د ۱۸۰۰ کال د جون په میاشت کي، په شیراز کي له ولیعهد شهزاده سره وکتل او هغه ته یې دونه سوغاتونه ورکړل چي تر دغه زیات یې انتظار نه سو کېدلای. مالکم له شیراز څخه اصفهان او له هغه ځایه تهران ته حرکت وکړ. هغه د ۱۸۰۰ کال د سپټمبر په میاشت کي ایډمونډ سټون ته ولیکل چي  تاسي نور په دې باور وکړی چي زمانشاه د راتلونکي کال د بارانونو ترموسم پوري د هند په برخه کي هیڅ نه سي کولای. که دی پر هند باندي د حملې کولو خیال ولري بیا هم د حملې کولو لپاره وخت نه لري. هغه به د راتلونکو څو کلونو لپاره په خپله خاوره کي دونه ستونزي ولري چي د بل ځای فکر به کولای نه سي. مالکم وروسته ولیکل چي زه په دې هیواد کي، تر هغه ځایه چي ممکن وي، زیات اطلاعات را غونډوم. ده ولیکل چي د اروپا او مصر څخه ښه خبرونه نه اورم. فرانسویان کوښښ کوي چي په مصر کي خپل قوت، په هر صورت چي کیږي، ټینګ کړينو موږ باید د فارس په خلیج کي د هغوی مقابلې ته ځان تیار کړو.

د برټانیې هیات، د ۱۸۰۰ کال د اکټوبر پر اته ویشتمه له اصفهان څخه روان سو او په کاشان کي ډېر تود هرکلی ورته وویل سو. کله چي مالکم تهران ته ورسېدی نو تهران ته نیژدې لویو مقاماتو او شته منو سوداګرو هرکلی ورته ووایه. د هغه د هرکلي او تر هغه قصر پوري د رسولو لپاره چي  د هیات د اوسېدلو له پاره غوره سوی وو، ډېر لوی کسان لېږل سوي ول. صدراعظم حاجي ابراهیم ته د مېلمه د هرکلي ویلو او عزت کولو خاصه وظیفه ورکړه سوې وه. حاجي خلیل، چي د انګلیسیانو ډېر دوست وو او د ایران د پاچا له خوا یې اعتماد نامه په لاس کي درلوده، د تهران په دروازه کي، د هرکلي لپاره حاضر سو. د نجوم ګرو د توصیې سره سم، مالکم د ماپښین پر وخت تهران ته داخل سو. د ۱۸۰۰ کال د نومبر پر شپاړسمه، د انګلیسیانو سفیر د ایران پاچا ته معرفي سو او هغه یې داسي تود هرکلی وکړ چي د مالکم تر انتظار ډېر لوړ وو. د ایران پاچا مالکم ته اطمینان ورکړ چي د ده په پاچهي کي به د دواړو هیوادونو زړه دوستي بیرته ټینګه سي. د نومبر پر اووه ویشتمه، مالکم یو ځل بیا د شاه حضور ته ورغی او دا ځل یې هغه سوغاتونه چي د شاه لپاره یې ورسره راوړي وه، هغه ته وښودل. لويي قیمتي هینداري، د ماهوت زردوزي قيمتي ټوکران، ساعتونه، چي له غمیانو ځلېدل، توپکونه، قیمتي توپنچې، په اروپا کي جوړ سوي نوي ماشینونه، چي په ختیځو هیوادونو کي چا لیدلي نه وه، د الماسو قیمتي دانې او په ډېره زیاته اندازه بوره. د سوغاتونو له تقدیمېدلو څخه وروسته پاچا له خپل صدراعظم څخه وغوښتل چي له مالکم سره د موافقتنامې متن تسوید کړي.

 ایران ته د مالکم له رسېدلو څخه تقریبا یو کال تېر سوی وو او د مالکم ټول وخت په مراسمو او تشریفاتو او مېلمستیاوو کي چټي تېر سوی وو. هغه باید خپل هیواد ته د یوه مثبت ګام یا پیښی په باره کي رپوت ورکړی وای. د افغانستان پاچا چي یو وخت د انګلیسیانو لپاره لوی سرخوږی وو اوس د خپل قلمرو په ساتلو پوري حیران وو؛ او اوس داخلي او خارجي دښمنانو محاصره کړی وو. جنګ او اختلافاتو د ده خپل وجود تهدیداوه او د ده د پاچهي واک ته حتی په کابل کي چا احترام نه درلود. هغه کار چي د ایران پاچا پیل کړی وو، شاه محمود بشپړ کړ او د زمانشاه توجه یې د خپل هیواد د لوېدیځو سیمو د ساتلو خواته واړوله. د ۱۸۰۰ کال د مې تر میاشتي پوري زمانشاه د خراسان پر لور ځکه حرکت وکړ چي فتحعلیشاه خپل زوی شهزاده ابراهیم د څلوېښتو زرو سپرو عسکرو سره د زمانشاه پر قلمرو باندي د حملې لپاره لېږلی وو. دې وضعیت دوه ټکي یقیني کړل. یو خو دا چي د دریو کالو لپاره یې پر هند باندي د زمانشاه د حملې مخه ونیوله او دادرې کاله ځکه د برټانیې لپاره ډېر مهم وه چي هغه هیواد په دغه موده کي په ختیځ کي خپل قوت ټینګاوه. دوهم دا چي په دې وسیله داسي شرایط منځته راغلل چي په هند کي يې د برټانیې امنیت خوندي کاوه. برټانیې د ایران له پاچا سره یو دفاعي تړون لاسلیک کړ چي د افغانستان د پاچا د پراختیا غوښتني مخه یې نیوله.

مالکم ځکه د ایران پاچا تشویق کړ چي په خراسان کي دننه او شاوخوا کي بیا حملې پیل کړي څو زمانشاه پر هند باندي د حملې کولو فرصت پیدا نه کړي. د مالکم له پېش بینی سره سم، د ایران پاچا پر خراسان باندي له سره حملې پیل کړې، مګر چنداني څه یې تر لاسه نه کړل. ضمنا زمانشاه په ایران کي د مالکم په ماموریت خبر سو او په دې پوه سو چي د دې ماموریت اصلي هدف پر هند باندي د ده او د ده د اخلافو د حملو مخنیوی دی. خو زمانشاه په دغه وخت کي د خپل ورور شاه محمود سره په داسي جنګونو لګیا سو چي د ایران خواته یې توجه کولای نه سوه.

په دغه وخت کي مالکم د ایران له شاه سره یو تړون لاسلیک کړ چي لومړۍ برخه یې دفاعي او دوهمه برخه یې تجارتي وه. د دې تړون متن د ایران صدراعظم حاجي ابراهیم خان ترتیب کړی وو او په هغه کي د دواړو خواوو سیاسي او اقتصادي ګټي په نظر کي نیولي سوي وې. سیاسي برخي یې پنځه مادې لرلې. په لومړۍ ماده کي راغلي وه چي دواړه هیوادونه باید کوښښ وکړي چي په خپلو منځونو کي د دښمنی او عداوت ټول عوامل له منځه یوسي. په دوهمه ماده کي راغلي وه چي د ایران پاچا ژمنه کوي چي که افغانانو پر هند باندي حمله کوله نو دی به له افغانانو سره جنګیږي. په دریمه ماده کي راغلي وه چي که چیري افغانستان او ایران کوم تړون لاسلیک کاوه نو ایران باید په افغانستان باندي دا خبره ومني چي د هند پر خاوره به حمله نه کوي او د هند په قلمرو به دعوه نه کوي. نوري دوې مادې د فرانسې په ارتباط وې او پکښی راغلي وه چي که فرانسې یا افغانستان پر ایران باندي حمله وکړه نو برټانیه به ایران ته دونه توپونه او مهمات استوي چي هغه هیواد اړتیا ورته لري او دغه راز به پوځیان او څارونکي هم ور لیږي؛ او دا وسایل او مهمات به د ایران په یوه بندر کي هغه هیواد ته تسلیمیږي. په بله ماده کي راغلي وه چي ایران باید په خپله خاوره کي فرانسویانو ته د اوسېدلو اجازه ورنه کړی او که هغوی نه وتل نو د قوې په زور به یې باسي او په دغه مسله کي به هم انګلیسیان د وسلو او مهماتو مرسته ورسره کوي. دغه راز په دغه  په تړون کي راغلي دي چي ایران به د خپلو بندرونو اوټاپوګانو ته فرمان صادروي چي که مو فرانسویان ولیدل نو تاسي یې وترټي او قتل یې کړی.

ددې  تړون په تجارتي  برخه کي راغلي وه چي د دواړو هیوادونو سوداګر د یوه بل په قلمرو کي آزاد تجارت کولای سي او امنیت یې باید خوندي وي. په تړون کي راغلي وه چي د انګلینډ او هندوستان سوداګر چي د انګلیسیانو د حکومت په خدمت کي وي د ایران د هیواد په هره سیمه  او هر بندر کي د اوسېدلو حق لري او هغوی به له مالیې څخه معاف وي او د دواړو حکومتونو د سوداګرو له مالونو څخه مالیه نه اخیستله کیږي. د دواړو هیوادونو سوداګر د یوه بل په خاوره کي د خپلو مالونو د ورکېدلو او دغه راز د پورونو پر سر را پیدا سویو جنجالونو په صورت کي د یوه بل له حکومت څخه مرسته اخیستلای سي. په دې تړون کي دا څرګنده سوې وه چي که کوم سوداګر چي د انګلیسیانو پوروړی وي وفات سو نو د هغه محل ګورنر مسوولیت لري چي د انګلیسیانو د سوداګر پور پرې کړي. دغه راز برټانویان کولای سي چي د خپلي خوښي په اندازه ایرانیان استخدام کړي او که هغوی کومه ګناه وکړه، دوی د خپلي خوښي سره سم هغوی ته د سزا ورکولو حق لري. انګلیسیانو ته په ایران کي د کورونو د رانیولو او کرایه کولو اجازه ورکړه سوه. دغه راز دواړو هیوادونو موافقه وکړه چي د یوه بل د کښتیو د خرابېلو په صورت کي به له یوه بل سره مرسته کوي. په دې وروستی ماده کي دا هم راغلي وه چي که کوم انګلیس او یا هندي تبعه د برټانویانو سره په ایران کي خدمت کاوه، هر وخت چي یې له اېرانه وتلو ته زړه سو د وتلو اجازه به ورکوله کیږي. په یوه بله ماده کي راغلي وه چي د ایران حکومت به ایران ته د انګلیسیانو له خوا د اوسپني، مسو، پولادو او د ماهوت قیمتي ټوکرانو پر صادرېدونکومالونو باندي له سوداګرو څخه مالیه نه اخلي. په دې موافقه کي انګلیسیانو ته اجازه ورکړه سوې وه چي د فارس په خلیج کي د کشم، انجم او خارګ ټاپوګان اشغال او مستحکم کړي. مګر د تړون دې مادې د ایران د پایتخت په دولتي مشرانو کي ډېر سخت جنجال جوړ کړ. د میرزا شفیع په مشری ډیر سخت مخالفت پیل سو او د دربار ځینو اشرافو یې هم ملاتړ وکړ. مالکم د میرزا شفیع او د اشرافو د راضي کولو لپاره ډیري زیاتي پیسې په رشوتونو ولګولې. مګر مخالفت کرار نه سو. د ایران پاچا تر مالکم د میرزا شفیع خواته میلان درلود او ده هم مخالفت پیل کړ او د دغي مادې د لیري کېدلو غوښتنه یې وکړه. ایرانیان له دې څخه وېرېدله چي هسي نه انګرېزان په هغه هیواد کي هغه لوبه وکړي چي په هند کي یې کړې وه. مالکم بیخي ډېر کوښښ وکړ چي د ایران دربار ته په خپلو دلایلو قناعت ورکړي او هغوی ته یې وویل چي د دې ټاپو ګانو د اشغال څخه د برټانیې مطلب د فارس په خلیج کي د ایران د تجارتي چارو خوندي کول دي. مګر د مالکم دلایلو ځای ونه نیوی او شاه له تړون څخه د دغي مادې پر حذفولو باندي ټینګار کاوه. نو مالکم هم، په دې برخه کي، له خپلو کوښښونو څخه لاس واخیست.

د ۱۸۰۱ کال د جنوري پر پنځه ویشتمه، د دواړو تړونونو، سیاسي او تجارتي، نسخې، چي د ایران وزیرانو ترتیب کړي وې، مالکم ته وسپارل سوې. مالکم هغه تړونونه بیرته تسلیم کړل او د ایران له حکومت څخه یې وغوښتل چي دوه مخي پريږدي. ده دغه راز اعلان وکړ چي که دوی  د تړون په برخه کي سپینه او صادقانه ډیپلوماسي را وانه خلي نو دی به له تهران څخه ولاړ سي. د هغه دې تهدید کار وکړ او ډېر ژر مالکم ته دواړه تړونونه ورکړه سول او له هغه سره شاهي فرمان هم ملګری وو چي د تړون په تصحیح کولو کي دي مالکم برخه واخلي. د ۱۸۰۱ د جنوري پر اته ویشتمه تړون تعدیل سو  او د مهر کولو لاسلیک کولو کارونه یې ختم سول. پر دې هم باندي موافقه وسوه چي شاه به یو فرمان صادروي او د ایران له ټولو مامورینو څخه به غوښتنه کوي چي د دغه تړون ټولي مادې رعیات کړي. دغه راز فیصله  وسوه چي ایران به خپل سفیر حاجي خلیل هندوستان ته واستوي څو هلته د برټانوي مقاماتو څخه پر تړون باندي لاسلیک واخلي او تړون قانوني شکل پیدا کړي. حاجي خلیل هندوستان ته له رسېدلو څخه لږ وروسته په یوه تصادفي نښته کي ووژل سواو تړون لاسلیک نه سو. انګلیس مورخ سرجان کې لیکي چي نه سیاستمداران او نه له حکومت څخه بهر لیکوالان تر اوسه خبر دي چي د ایران او برټانیې له هغه لومړني تړون څخه وروسته د دواړو هیوادونو اړېکو څه شکل غوره کړ.

په هند کي ګورجنرال ویلسلي د مالکم د ماموریت په نتیجه بېحده خوشاله وو. هغه ویل چي د ده د ماموریت په نتیجه کي هم فرانسویان د ایران په خاوره کي له نفوذ کولو څخه منع سول او هم به د ډېرو کلونو اوعمرونو لپاره د هندوستان خاوره له تهدیده بېغمه وي.

دې تړونونو د ایران له خاوري څخه فرانسویان وایستل او انګلیسیانو ته یې هغه امتیازات چي دوی غوښتل ورکړل. د افغانستان له پاچا سره د ایران دښمنی او له محمود سره د ایران د شاه مرستي بالاخره د زمانشاه قدرت تباه کړ. مالکم پخپله وویل چي که د ایران دغه اوسنی حکومت پر قدرت پاته سي نو پر هند باندي د یرغل د مخنیوي لپاره تر دغه بهتر شرایط نه سو پیدا کولای. دغو تړونونو ګورنرجنرال ویلسلي پر هند باندي د افغانستان او فرانسې د یرغل له احتمال څخه بېغمه کړ. ده وویل چي اوس نو په پوره اطمینان سره په لکنهو کي خپل مذاکرات پر مخ بېولای سي او نور دې ته ضرورت نه لري چي د اَوَد د پولو د ساتلو لپاره ملاماتوونکي پوځي لګښتونه وکړي. داسي ویل کېدله چي مالکم د ایران او افغانستان ترمنځ د دښمنیو د اورونو په بلولو کي بریالی سو مګر د ده ماموریت په ۱۸۰۰ کال کي هغه وخت له بشپړ بریالیتوب څخه پاته سو چي زمانشاه له فتحعلي شاه سره تړون لاسلیک کړ او د ایران پاچا له خراسان څخه پر شا سو. تاریخ پوهان وايي چي  دا د مالکم کمال نه وو چي د برتانیې حکومت یې له تهدید څخه وژغوری  بلکه د زمانشاه  د خپل حکومت کمزوري وه چي د برټانیې د ژغورل کېدلو او د هغه د خپلي تباهی سبب سوه. زمانشاه په ۱۸۰۱ کال کي خپل ورور شاه محمود په سترګو ړوند کړ.

د مالکم ماموریت سړی یو بشپړ بری بللای سي خو هینري راولنسن هغه یو ناکام کوښښ بولي. ځکه چي مالکم ایرانیانو ته، چي په دغه راز وختونو کي ډېر ځیرک او هوښیار دي، وښودله چي هندوستان ته د تللو لاره له ایرانه څخه تیریږي او هغوی یې نور هم د ایران اهمیت ته متوجه کړل او په نتیجه کي هغوی پر خپلو غوښتنو او امتیازاتو باندي ټینګار وکړ. دغه راز فرانسوي لیکوالانو او ځینو برټانوي سیاستمدارانو هم د مالکم پر ماموریت باندي انتقاونه وکړل. که څه هم چي دا به بې انصافي وي چي د مالکم کارنامې ته د نن ورځي له شرایطو څخه وګورو. مالکم په داسي شرایطو کي ایران ته تللی وو چي انګلیسیان وارخطا وه او ده هم د ایرانیانو د دوستی د ترلاسه کولو او هندوستان ته د متوجه کېدونکو خطرونو د مخنیوي لپاره له هري وسیلې څخه کارواخیست. هغه د خپل سفر او ماموریت په نتیجه کي، پر هند باندي د زمانشاه د حملې خطر د تل لپاره لیري کړ، په ایران کي یې د فرانسې نفوذ له منځه یووړ او د انګلیسیانو لپاره یې تجارتي امتیازات ترلاسه کړل. خو مالکم په دې سفر کي ډیري زیاتي پیسې په سوغاتونو او رشوتونو ولګولې او ښايي، په اینګلینډ کي د هغه د ماموریت پر نتیجو باندي د انتقاد کولو یو علت هم دغه وي. مالکم په دې سفر کي د کمپنۍ له خزانې څخه ۱۱۱،۹۶۳ سټرلینګ پونډه لګولي وه. مالکم، د ایران مشرانو ته،  په ډېر خلاص لاس، ډيري قېمتي تحفې ورکړې او ډیري زیاتي پیسې یې په رشوتونو ولګولې او د اینګلینډ سیاستمدارانو ویل چي هغه په دې توګه یوه ډېره بده او خطرناکه سابقه پرېښودله. ګورنرجنرال ویلسلي د ۱۸۰۱ کال د اپرېل پر پنځمه کوښښ وکړ چي د دې پیسو زور د اَوَد د نواب له خزانې څخه وباسي. هغه نواب ته وویل چي مهدي علیخان او مالکم خو په حقیقت کي د هغه د قلمرو د ساتلو لپاره ایران ته لېږل سوي وه او دا پیسې د دغه مقصد لپاره لګېدلي دي؛ ځکه نو باید نواب دغه پیسې له خپله جېبه تادیه کړي. له دې وروسته چي به هر سفیر ایران ته تلی نو د ایران مشرانو او اشرافو به د مالکم په څېر د سوغاتونو او رشوتونو انتظار درلود او کنه نو کارونه به یې سم مخته نه تلل.

د برټانیې او ایران ترمنځ دوستانه اړیکو، چي د مالکم په کوښښ ټینګ سوي وه، د ایران پاچا دې ته راووست چي هندوستان ته د یوه سفیر د لېږلو په باره کي جدي فکر وکړي. د دې کار لپاره یې حاجي خلیل، چي د خان لقب یې ورکړی وو، انتخاب کړ او هغه ته یې وظیفه ورکړه چي د ایران د رسمي سفیر په حیث بمبیی ته روان سي. کله چي د ۱۸۰۱ کال د مې په میاشت کي، له ایران څخه د مالکم د راستنېدلو خبرونه خپاره سول نو دا هم ورسره وویل سوه چي، د حاجي خلیل په نوم،  د ایران یو سفیر به هندوستان ته ورسیږي. د ۱۸۰۲ کال د مې پر اووه ویشتمه حاجي خلیل هندوستان ته ورسېدی او ، د برتانیې د حکومت له معمول سره سم، په بشپړو تشریفاتو او احترام ومنل سو. د بنګال د ملکی خدماتورییس ایډوارډ سټراچي د هغه د مېلمه پال په حیث وټاکل سو او له حاجي خلیل سره تر فورت ویلیم پوري ملګری سو. مګر تشریفات او مراسم یو ناڅاپه هغه وخت بند سول چي د ایران د سفیر د تراژیک مرګ خبرونه خپاره سول او د سفیر د هرکلي مراسم د هغه د جنازې په مراسموبدل سول. د ۱۸۰۲ کال د جولای پر شلمه، د ایران د سفیر شخصي ساتونکو کوښښ وکړ چي د برټانوي محافظینو له کتارونو څخه په زور تېر سي. د دوی تر منځ یوه بل ته د بد رد ویلو آوازونه پورته سول او سفیر د هغوی تر منځ د جنجال د حلولو لپاره ورستون سو. په دغه ګړي کي خبره ډزو ته ورسېده او سفیر په ګولۍ ولګېدی او ځای پر ځای ووژل سو. د ده څلور ورسره ملګري هم ووژل سول او شپږ تنه ایرانیان ټپیان سول.

د بمبیی حکومت ډېر سخت وارخطا سو او په هغه شپه یې اعلامیه صادره کړه. خپل ژور خپګان یې وښود او اعلان یې وکړ چي د دغي بدمرغه پیښي د منځته راتللو او د هغې د علتونو په باب د تحقیق لپاره به یوه پوځي محکمه جوړه کړي. کپټان روډلیج، چي د وژل سوي سفیر د پاره د تشریفاتي مراسمو مسوول وو، د ورسره سپاهیانو سره، سمدستي په بندیخانه کي واچول سو. د جولای پر یوویشتمه، کپتان مېنیسټي، د لاشیفانو په نوم، یوه خاصه کښتي کي، کلکتې ته سفر وکړ څو ګورنرجنرال ته، د بمبيي په بندر کي، د هغي بدمرغي پیښي په باره کي معلومات ورکړي. د فقید د سفیر د مېلمه پال، سټریچي په شمول، نور کسان هم له هغه سره روان سول چي ګورنرجنرال ته د هغي پیښي په باره کي د ایران د سفیر د ور سره کسانو د عکس العمل په باره کي معلومات ورکړي. ویلسلي د ایران د سفیر د وژل کېدلو د بدمرغه پیښی له امله سخت خواشینی وو. ګورنر جنرال د فقید سفیر سره د خواخوږی د څرګندولو په منظور د هغه د زوی اسمعیل خان لپاره د هغه تر مرګه پوري له کاله دوه زره روپۍ مستمري تنخوا منظوره کړه. اسمعیل خان له دې پیښی څخه وروسته پنځه شپېته کاله ژوند وکړ او بالاخره په پاریس کي وفات سو. ټول ژوند یې په عیش او عشرت او د پاریس په اوپراوو کي په تماشو تېر کړ.

په هند کي د ایران د سفیر د وژل کېدلو سره په اروپا کي بدمرغي پیښی منځته راغلې. د روسیې امپراطور پال، په ۱۸۰۰کي، د اروپايي هیوادونو له دوهم ایتلاف څخه تر وتلو وروسته له اینګلینډ سره وخوړل. ده د اینګلینډ د ورځ په ورځ قوي کېدونکي سمندري قوې په مقابل کي دوهمه وسله واله بېطرفه ډله جوړه کړه. په دې وخت کي، ناپولیون له خارجي خطرونو څخه بېغمه وو او تر برټانیې د پراخي امپراطوری د جوړولو نقشې یې جوړولې. د دې امپراطوری اغېزه ښايي یوازي په ختیځ کي احساس سوې وای او تزار پال، له اینګلینډ سره د جګړې کولو له امله، د دغه ډول فضا د منځته راوړلو لپاره ډېر مساعد وو. تزار پال د ناپولیون بېحده زیات ستایونکی وو. نا پولیون په هغه وخت کي په یوه قهرمان بدل سوی وو او کولای سوای چي په خپلو سیالانو کي لومړی مقام خپل کړي. ناپولیون، پال په دې قانع کړ چي اینګلینډ د دواړو هیوادونو  مشترک دښمن وبولي او هغه ته یې وویل چي د ترکیې، چي په هغه وخت کي د اروپا ناروغ سړی بلل کېدی، په مستعمراتو کي له خپل څرګند حق څخه بې برخي کړی دی. په نتیجه کي زارپال، په ډېره عاجزي، د ناپولیون نظریاتو ته تسلیم سو او په ۱۸۰۱ کال کي یې له ناپولیون سره ومنله چي د وچي له لاري به پر هند باندي حمله کوي. د دوی د دغي حملې هدف له هندوستان څخه، د تل لپاره، د برټانیې ایستل وو.

د ۱۸۰۱ کال په سر کي، برټانیې ته پر هند باندي د فرانسې او روسیې د ګډې حملې خبر ورسېدی. په بصره کي د انګلیسیانو استازي مېنیسټي ویلسلي ته، پر هند باندي د روسیې د یرغل د احتمال په باب، اطلاع ورکړه. ده ولیکل چي دا پلان که څه هم خیالي معلومیږي خو که سړی د پال شخصیت او طبیعت ته وګوري نو دا کار له هغه څخه ډېر لیري نه دی. ده له ویلسلي څخه وغوښتل چي د مالکم څخه، چي تازه له ایرانه ورستون سوی دی، ټول اطلاعات ترلاسه کړي. ویلسلي، د خپلي طبیعي هوښیاری سره سم، په دې پوه سو چي په دغه راز شرایطو کي، په یوه سیمه کي سوله د تل لپاره نه ټینګیږي نو د فارس له خلیج څخه یې د فرانسې د محرومولو په برخه کي د خپلو نقشو عملي کولو ته توجه وکړه. هند ته د افغانستان له خوا متوجه سوی خطر له منځه تللی وو او د فرانسې له خوا تهدید هم وروسته له منځه ولاړ. مګر روسیه،په اسیا کي د ستري لوبي د یوه تکړه لوبغاړي په حیث، میدان ته راوتلې وه. د روسیې نوي امپراطور تزار الیکزانډر د ۱۸۰۶ کال د سپټمبر پر یوویشتمه ګرجستان په خپله خاوره پوري تړلی وو. دا په هند کي د برټانیې د امپراطوری لپاره د خطر زنګ وو.

دا وروستي انکشافات د دواړو هیوادونو ترمنځ د تازه بهتر سویو اړېکو د بیرته خرابېدلو لپاره کافي وه. ویلسلي دې وروستیو پیښو وارخطا کړ او دې ته متوجه سو چي له ایران سره خپل اړیکي بهتر کړي. ده د ایران د زړه د ښه کولو لپاره، چي د خپل سفیر د وژل کېدلو له امله خواشینی سوی وو، سمدستي په عمل لاس پوري کړ. مالکم یې ایران ته د سفیر په حیث د بمبيي پر لور واستاوه. مالکم ته یې وویل چي د ایران پاچا ته به ، د هغوی د سفیر د وژل کېدلو له امله، د هند د حکومت ژوره خواشیني وښيي او د ایران حکومت ته به د اړيکو د بهترولو پېشنهاد وکړي. د برتانیې حکومت په لوی سر کي ویلي وه چي د ایران د سفیر وژل کېدل داسي پېښه وه چي پېش بیني یې کېدلای نه سوای او انګلیسیان په هغه پېښه کي هیڅ مسوولیت نه لري؛ او مخکنیو ارتباطاتو بیرته پیل کولو ته یې لېوالتیا ښودلې وه.

مالکم د ۱۸۰۲ کال د اکټوبر پر لسمه بمبيي ته ورسېدی او د ایران د سفیر د وژل کېدلو په باب یې بشپړ معلومات ترلاسه کړل. مالکم  دا خپله وظیفه ګڼله چي د ایران مقاماتو ته د هغوی د سفیر د وژل کېدلو په باب بشپړ معلومات ورکړي. ده  د ایران پاچا ته خپل د خواخوږی پیغام واستاوه او په جدي توګه یې د پخلایني غوښتنه ورڅخه وکړه. ده، د دې پیغامونو ترڅنګ، ۸۴ ۴۸۵ روپۍ  د فقید سفیر ملګري هیات ته په سوغاتونو او رشوتونو ولګولې. ایران ته یې د وژل سفیر د مړي په انتقالولو لس زره روپۍ ولګولې او د وژل سوي سفیر خپلوانو ته یې لس زره روپۍ ورکړې. مالکم پنځه لس زره روپۍ د سفیر ملګرو ته په مېلمستیاوو او لس زره روپۍ په نجد کي مُلایانو ته د خیراتونو په ورکولو مصرف کړې. د پیسو دغه راز لګولو د برټانیې د سفیر سخاوت څرګنداوه او په ایران کي یې د برتانیې د نفوذ له زیاتېدلو سره ډېره مرسته وکړه. د ایران پاچا وویل کله چي خلک د برټانیې د سفیر دغه راز سخاوت وویني نو دا به خلک دې ته وهڅوي چي په اینده کي د ایران نور سفیران قتل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *