نن درېیمه ده چې په کوټه کې د طالبانو د مشرتابه په اړه د راپورته شوي اختلاف د له منځه وړلو لپاره د ملایانو ( پاکستاني او افغان ملایانو) تر منځ چنې او بحث روان دی.
دا اختلاف وروسته له هغه راپورته شو چې رسنیو په ډاګه کړه چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر مړ دی. دا طالبانو هم ومنله چې مړ دی خو د رسنیو دا خبره يې ونه منله چې ګواکې مشر يې دوه کاله مخکې لا پاکستان وژلی دی.
طالبانو رسنیو ته ملا اختر محمد منصور د نوي امیرالمومنین په نامه ور وپېژانده چې له دې سره سم ملا منصور د خپلو لوړپوړو طالبانو له خوا تر نیوکو لاندې راغي. د ملا عمر پخواني ویاند او ورنژدې کس يې طیب آغا ددې په غبرګون کې په بيړه د قطر دفتر له مشرتوب نه استعفی ورکړه او ويې ویل چي په هیڅ ډول د منصور امارت نه مني او زیاته يې کړه چې امیرالمومنین باید په هیواد کې دننه وټاکل شي. طیب آغا په کندهاري طالبانو کې خورا متنفذ شخص بلل کېږ ي. ملا صادق د طیب آغا یو نژدې ملګري چې د طالبانو له خوا د سپین بولدک ولسوال و او په چمن کې يې په خپل نامه باندې یو محبس درلود هم له خپلې دندې ځان ګوښه کړ.
منصور دادالله د مخالفې ډلې یو بل فعال کس دی. نوموړی تیر کال دکوټې له یوې ولسوالۍ کلا سیف الله څخه زابل ته راستون شو او په دای چوپان کې يې خپل محاذ پرانیست. دده په هکله ویل کېږي چې له داعش سره نژدې اړیکې لري خو اوس مهال يې ځان ناګاره اچولی دی.
نژدې درې ورځې مخکې اختر منصور دادالله منصور ته ۴۰۰ تنه ملایان چې په ۲۰۰ مو ټر سایکلو سپاره وو له دولسو نورو موټرو سره یو ځاي د زابل چوپان ولسوالي ته ننواتی ولېږل تر څو هغه خوشاله کړي او داختر منصور له ډلې سره یو ځای شي خو دادالله ونه منله.
دادالله په غیر رسمې ناستو کې خلکو ته ویلي دي چې اختر محمد يې د وژل شوي ورور ( ملا دادالله) قاتل دی او د خپل ورور قاتل ته بیعت نشي ورکولای.
تر ټولو مهم کس چې پرېکنده رول لري ملا قیوم ذاکر دی هغه له نظامي پلوه قوي سړی دی او په طالبانو کې لوی ملاتړ لري. که طالبان ذاکر راضي نه کړای شي نو د یوه قوي اختلاف او شلون رامنځته کېدل ۱۰۰ فیصده حتمي دی.
داسي ویل کېدل چې ملا ذاکر مرکه شویو ملایانو ته د پرېکړې واک ورکړی دی.
یو بل مهم کس ملا عبدالرزاق اڅکزی دی. ویل کېږي چې نوموړي په دا وروستیو کې له چین څخه ښې پرېمانه پیسې او سلاوې راوړی دي او په پټه يې له دادالله منصور سره لار یوه کړې ده.
د ملا عمر ځوي هم د مخالفې ډلې لوی ملا تړی دی چې ډیری مخالفان استدلال کوي چې نوموړی باید امیرالمومنین وي.
د سولي په اړه د طالبانو په منځ کې هیڅ اختلاف نشته او ټول په دې باور دي چې افغان حکومت سره باید هیڅ ډول خبري ونه شي.
افغان حکومت ته پکاره ده چې د سولې په اړه یوه بله تیرۍ وتړي او پراته خنډ او جنجال ته لاره پیداکړي.