سمون تصمیم – ارواپوه
د ارواپوهنې (سایکالوژۍ) متخصص ښاغلی تصمیم ستاسو رواني پوښتنو ته ځواب وايي. که د ارواپوهنې په اړه پوښتنې لرئ یا په خپله اروايي (رواني) ستونزه لرئ؛ لاندې یې ولیکئ او یا یې تاند ته په ([email protected]) برېښنالیک راولېږئ. (تاند)
ځواب:
ناامیدي، نهیلي، دلسردي دا ټول د خپګان د احساس ډولونه کیدای شي.
د داسې احساساتو ترشا مختلف عوامل ریښه لري. د عوامل پلټل او څيړل به د ایمیل یا په عموم کې د غیر مستقیمو او د رواني درمنلې د شرایطو (مستقیمې خبرې، د خبرو محرمیت، د پوره تاریخچې اخیستنه … او داسې نور اساسي شرایط) په نه شتون کې ډېره ستونزمنه وي.
لومړی خو تاسې ته وړاندیز کوم چې د امکان په صورت کې د یو مسلکي ارواپوه سره دا موضوع (او کیدای شي نورې موضوع ګانې) شریکی کړئ. له نیکه مرغه اوس په افغانستان کې هم مسلکي ارواپوهان خپل خدمات هیوادوالو ته وړاندې کوي.
که په کابل کې یاست کولای شئ دا ویب سایټ وګورئ او تیلیفوني اړیکه ورسره ونیسئ.
دا (http://behrawan.com/) یواځنۍ اداره نه ده، بلکه نورې ادارې هم شته چې رواني درملنه وړاندې کوي.
په عین حال کې، تر هغې چې د مسلکي ارواپوه ته د مراجعې تصمیم نیسئ، کولای شئ د خپلو احساساتو منشه وپلټئ. دا په یواځې ځان یو ستونزمن کار دی. خو کیدای شي د ژورنال لیکلو شروع وکړئ یا په ساده ژبه هغه څه چې تاسې یې احساس کوئ، په خپله ژبه په یو کاغذ ولیکئ او بیا يې و ارزوئ چې څومره یې حقیقت او څومره یې ستاسې انګېرنې یا فرضیي دي.
که په انګریزي ژبه بدلیت یاست دا لینک کلیک کړئ.
-
- د حقایقو او فرضیو د تفکیک په اړه جالبه لیکنه
- د امید او هڅې په اړه په زړه پورې ویدیو
یا
یو ځل بیا هم تأکید کوم. لکه څنګه چې فزیکي ستونزې رنځورپوه یا طبي ډاکټر ته اړتیا لري، همغه شان رواني ستونزو په برخه کې ارواپوهان کولای شي تر یره حده مرسته وکړي.