په افغانستان کې یو سوځېدلی ښوونځی

د اسلام مبارک دین د علم پر زده کړې په ټینګار سره ویلي چې پر هر نارینه او ښځینه مسلمان د علم زده کول فرض دي. په یوه بل حدیث کې راغلي، علم زده کړئ که چین کې هم و اوسي. د دغه حدیث اصلي هدف دا بیان شوی چې د علم زده کولو لپاره د خوارۍ او زحمت ګالل پر ځان ومنئ، زده یې کړئ، ځان پوه کړئ او خلکو ته نفع ورسوئ.

سربېره پر دې چې په دیني احکامو کې پر نارینه او ښځو د علم زده کړه فرض دی خو د علمي بنسټونو لمنځه وړلو، د علم له خپراوي څخه مخنیوي او د ښوونکو وژل دوام لري. جالبه دا ده چې دغو دښمنیو ته دیني رنګ ورکول کېږي او دیني توجیهات ورته لټول کېږي.

ښوونځيو سره د ضدیت شالید

په افغانستان کې د رسمي ښوونځیو له جوړولو سره جوخت پر ضد یې مخالفتونه هم پیل شوي دي. د ښوونځیو له جوړولو څخه وړاندې افغانان پر خپلو کروندو پر کارونو بوخت ول، یوه ډله یې د دیني زده کړو لپاره جوماتونو ته تلله او جومات د زده کړې یوازیني مرکز په توګه و. خو کله چې رسمي ښوونځي جوړ شول، نو پر ضد یې مخالفتونه هم پیل شول چې دوه لوی عوامل یې درلودل: اقتصاد او د مذهب راج.

کروندګرو چې د هېواد ډېر نفوس یې تشکیلاوه لدې امله چې ماشومان یې له کار څخه ونه وځي او د دوی په ورځنیو کارونو کې خنډ رامنځته نشي، خپل ماشومان به یې ښوونځیو ته نه پرېښودل. دوی پدې نظر ول چې ښوونځيو تګ ته له یوې خوا د کارونو پر ضد واقع کېږي چې د کروندګرو اقتصاد ته یې زیان رساوه او له بلې د دې باعث کېږي چې اولادونه یې له لاسه ووځي. پداسې حال کې چې د علم زده کړه نه د وخت ضیاع ده او نه هم د علم په ګاڼه سمبال تنکي ځوانان او زلمي د خپلو میندو او پلرونو له لاسه وځي. خو د ناسم پوهاوي او د پوهې پر ارزښت نه پوهېدو له امله ډېرو پلرونو خپل ماشومان له ښوونځيو ستانه کړل.

له بلې خوا د ملا صاحبانو مخالفتونه هم پیل شول. د رسمي ښوونځيو له رامنځته کېدو څخه وړاندې جومات د زده کړې اصلي مرکز او ملا د ښوونکي، عالم، استاد او پيشوا په توګه مطرح و، اما کله چې رسمي ښوونځي رامنځته کړی شول، نو ملا یوازې د خپلې ملایۍ ته پاتې شو؛ خو د دې ترڅنګ بیا هم پیشوا و. لدې امله چې زیات شمېر ملایان عالمان نه ول، بلکې د ګوتو په شمار څو دیني کتابونه یې لوستي وو، نو ښوونځی یې له جومات سره په تقابل کې وګاڼه. د عصر علومو زده کړه یې تحریم کړه او د حکومت پر ضد راپورته شول. پداسې حال کې چې نه ښوونځی له اسلام سره په تقابل کې دی او نه هم عصري علوم. پدې برخه کې تر ټولو لوی عامل د ملایانو د راج پای و، ځکه پر نوي نسل د دوی راج نه چلېده او نوي نسل یوازې د څو دیني کتابونو پر زده کړې بسنه نه کوله. د دې لپاره چې دغه راج پای ته ونه رسېږي او دوام ومومي. ملا نېغ په نیغه پر ښوونځی ودانګل، د ښوونځیو پر ضد یې فتوا ورکړه او حتی ښوونکي یې مجرمین او له دیني دایرې بهر وګڼل.

د کلونو په تېرېدو سره دغه بهیر پای ته ورسېد، خلک د پوهې او زده کړې پر ارزښت پوه کړی شول او ډېرو افغانانو ښوونځیو او پوهنتونو ته مخه کړه چې د مخالفت نوې څپه پیل شوه.

د داوود خان واکمنۍ سره یوځای د ښوونځیو پر ضد هم ځینې اقدامات وشول، خو دغه ضدیت د داوود د واکمنۍ په وروستیو وختونو کې زور وموند او واک ته د خلق دیموکراتیک ګوند په رسېدو، خپل اوج ته ورسېدل. خو دا ځل له ښوونځیو سره مخالفت سیاسي و. که څه هم مجاهدینو د دین تر نامه د ښوونځيو او پوهنتونو ورانول توجیه کول، اما تر ټولو لوی عامل یې دا و چې خلکو ته واضح کړي چې حکومت د ښوونځیو د امنیت په ټينګښت کې پاتې راغلی دی. د مجاهدینو له سیاسي مخالفت ورهاخوا د دوی تمویلوونکو، مشخصا پاکستان هم د ښوونځیو ورانو ته ملا وتړله، څو افغانان له زده کړو محروم کړي او راتلونکې نسلونه نالوستي و اوسي. دغه سلسله د مجاهدینو تر بریا پورې دوام درلوده؛ خو د دوی له بریا سره جوخت، د ټولو توقعاتو خلاف، نه یوازې چې ښوونځي او پوهنتونونه، بلکې د هېواد ټولې زیربناوې ونړول شوې.

طالبان چې کله واک ته ورسېدل، نو د ښوونځیو په نصاب کې یې عصري علوم کم او پر ځای یې دیني علوم ورزیات کړل. پاتې نور عصري علوم به هم د ملایانو لخوا تدریس کېدل. ملا به په ښوونځیو کې هم «نورالایضاح» تدریساوه او هم به یې کیمیا، هم به یې د «صرف» او «نحو» تدریس کاوه او هم به یې د جیولوجي او مثلثات. طالبان وتوانېدل چې دیني زده کړې عامې کړي، خو له دیني علومو فارغو کسانو ته یې دندې نه درلودې، ځکه تقریبا نوی نسل ټول ملا تربیه کېده، له همدې امله یې په پراخه توګه د جوماتونو جوړولو ته مخه کړه، څو د دیني علومو فارغان د نويو ملایانو په توګه خپل ژوند مخته یوسي. طالبانو غوښتل ملایان یو ځل بیا خپل پخواني حالت ته ورسوي، دغه حالت تر ډېره له اماني دورې څخه وړاندې د ملایانو راج، ځواک او قدرت و.

اوسنی وضعیت

د نوي نظام په راتګ د نورو برخو په پرتله معارف ته زیاته پاملرنه وشوه، خو پر ضد یې اقدامات هم وشول. پدې لړ کې د نجونو د ښوونځیو سوځول، د ښوونکو شهیدانول او ګواښل په سر کې راځي. د دغو اقداماتو وروستۍ بېلګه د کابل ښار په دولسمې ناحیه د احمدشاه بابا مینه کې د نجونو یوه ښوونځي سوځول دي چې د اړوندو چارواکو لخوا یې تایید شوی دی.

که څه هم ویل شوي چې دغه ښوونځی د شخصي دښمنیو له امله سوځول شوی، خو د ښوونځي سوځول که په هر نامه او هر چېرې وي د افراطي ذهنیت ښکارندويي کوي. په کابل کې د ښوونځي سوځول پدې معنی دي چې حتی تر ټولو خوندي ځایونه هم له افراطي افکارو خالي ندي او افراطیت ور رسېدلی دی.

څه باید وشي؟

د ښوونځیو سوځولو او له معارف او پوهې سره د دښمنۍ مخنیوی یوازې د پوهې په خپرولو کېږي. که څه هم حکومت پدې برخه کې اقدامات کړي دي، خو دغه اقدامات بسنه نه کوي، ځکه د رسمي ښوونځيو او مدرسو سربېره ډېر ښوونځي او مدرسې شته چې نه پرې څارنه کېږي او نه هم راجستر شوي دي. په همدا ډول مدرسو کې افراطیت ته لمن وهل کېږي او پراختیا ورکول کېږي. پدې برخه کې دا یو جدي ضرورت دی چې حکومت پر مدرسو او تعلیمي مراکزو خپله څارنه زیاته کړي. له څارنې ورهاخوا اشد ضرورت دا دی چې حکومت سټنډرډ نمونه يي مدرسې جوړې کړي څو له یوې خوا د دیني علومو زده کوونکو تنده ورماته کړي او له بلې خوا د پاکستان په څېر نورو افراطي مدرسو ته د افغان ماشومانو له ورتګ څخه مخنیوی وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *