دلوګر مدني ټولنو یوشمیر غړیو د جمعي په ورځ  دیوي ستري غوندي په ترڅ کې  له ښکیلو غاړو د نښتو د پاي ته رسیدو غوښتنه وکړه.

په هغه غونډه کې چې دلوګر په محمداغی ولسوالۍ کې جوړه شوي وه ددغه ولایت دمرکز په ګډون دبرکې برک، محمداغي،خوښی ازري او څرخ ولسوالیو لسګونو غړیو ګډون کړي وو او په هیواد کې د  ورستیو ناامنیو او د ملکې وګړو پرمرګ ژوبلي  يي ژوره انديښنه وښوده.

ددغي ټولني مشر خان ولي احمدزي دافغانستان د ارګون، غور،بدخشتان، هلمند،ننګرها او دلوګر په ولایتونو کې د ورستیو ملکې تلفاتو په اړه ژوره اندښنه وښوده او له ښکیلو غاړو یی غوښتنه وکړه چې  د نیکمرغه کمکې اختر په مناسبت دی له نښتو لاس په سر شي.

د غونډي په پاي کې دلوګر یوشمیر کسانو په دغه ولایت کې  د ورستیو ناامنیو له کبله په فوځي چارواکو هم  نیوکې وکړي چې په دي ورستیوکې ناامني اوج ته رسیدلي ده،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *