اجمل تورمان
توریزم
دا سفر په دوو برخو کې و، توریزم او سپورت.
لاهور ته د رسېدلې ورځې په سهار لس بجې د پنجاب د توریزم په اداره کې و.
د پاکستان د تاریخي او سیاحتي سیمو او ځایونو په اړه یو پرزینټشن وړاندې شو خو زمونږ له نظره کمۍ په کې دېرې وې. د مثال په ډول د خیبر پښتونخوا د تاریخي او لیدنیزو ځایونو په اړه معلومات په کې نه ول.
بل خبره دا چې دوی ارقام نه درلودل، یا خو یې درلودل له مونږ سره یې نه شریکول.
یواځې دومره چې د څلور ملیونو په شا او خوا کې سیاهان هر کال د پاکستان له تاریخي ځایونو لیدنه کوي، خو دا چې دغه تاریخي او لیدنیزې سیمې په کوم شمېر دي او له دې درکه د توریزم اداره څومره عواید تر لاسه کوي دا پوښتنې مو همغسې کنجک پاتې شوې.
دهلي ګیټ ته ولاړو، شاهي جومات، شاهي حمام، شاهي کلا، د پوکاڼیو تنګه کوڅه، د ماتم زنۍ لومړۍ حویلۍ، موزیم، ژوبڼ دا مو ولیدل.
دوی وايي دهلي ګيت، شاهي حمام یا وزیرخان حمام او دغه وزیر یا شاهي جومات ۴۰۰ کاله مخکې جوړ شوي دي.
وايي ډهلي ګیټ د دغه دروازې نوم ځکه دی چې مخه یې ډهلي ته ده.
شاهي حمام او شاهي جومات ته ځکه وزیر خان حمام او جومات هم وايي چې د حکیم علم الدین انصاري مشهور په وزیر خان د لاهور د سوبې حاکم جوړ کړي دي.
دا خبرې د دې سیمې لارښود مسوول مونږ ته وکړې. د ده په په وینا حکیم وزیر خان د شاجهان د میرمنې د کومې ناروغۍ علاج کړی و بیا هغه ډېرې پيسې ورکړې او ده پرې دا ځایونه جوړ کړل. دی وايي چې په دغه جومات کې په یو وخت له درې زرو څخه تر څلور زرو کسانو پورې لموننځ کولای شي.
د پاکستان په زړه لاهور کې تر ټولو تنګه دا کوڅه د غبارتیا په نوم یادېږي یعنې د پوکاڼیو کوڅه دا ځکه چې هغه مهال کوم کسان چې دلته اوسېدل پوکاڼۍ یا پوقانې یې خرڅولې. په دې کوڅه کې د منیر هزاروي صیب غوندې کسان په اسانۍ نشي ورننوتلی او مجبوره دي چې په څنګ ورننوځي.
د پاکستان لومړنۍ د ماتم زنۍ حویلۍ هم ویل کېږي چې څلور سوه کلنه ده، په دې حویلۍ کې یوه ونه هم ده چې د مراد ونه یې بولي. چې د ټوکې مالګه هم په کې وي غیر له ما ټولو یې جنډو ته غوټې ورواچولې، داوود زي صیب او انیس الرحمن صیب خو بې حسابه غوټې ورکړې چې خدای دې ورته خیر پېښوي.
موزیم کې هم د بېلابیلو زمانو مجسمې، وسلې، لوښي او نور شیان ایښي ول، رېښتیا خبره د موزیم لیدلو پر مهال مې سخت زړه تنګېږي دا چې ولې نه پوهېږم خو دا لنډ معلومات به یې د سند لپاره کافي وي.
ژوبن خو هم معلوم دی چې پرېمانه ژوي په کې ول، زمری هم په کې و خو چايي له نېږدې د لمسولو او وژلو هڅه نه وه کړې، نوم یې هم مرجان نه و.
د یوې کوتې دوه یاران خوشحال تایب او انیس الرحمن صیب د اسونو سواري هم وکړه او مونږ ورته خړ خړ کتل.
هو رېښتیا شاهي کلا:
دا معلومات مه نه ول ثبت کړي نو خوشحال تیب راسره مرسته وکړه:
((شاهی کلا د پاکستان په لاهور کې د یوه ارګ یا شاهي ماڼۍ نوم دی. احتمالا دغه ودانۍ په ۱۰۲۵ کال کې جوړه شوې. دا ودانۍ څو ځلې بیا رغول شوې هم ده.
د لاهور اوسنۍ شاهي کلا د مغلي پاچا اکبر شاه په امر په ۱۵۶۶ کال کې جوړه شوې ده.
د شاهي کلا ځانګړې او مهمې برخې: دیوان خاص، موتي مسجد او شیش محل دي.
شیش محل د هغه وخت د ملکې په غوښتنه جوړه شوې، ملکې له پاچا غوښټي وو، چې په رڼا ورځ ورته د آسمان ستوري راښکته کړي. نو پاچا د دغه شان ځای جوړولو ته ملا وتړله او د ملکې زړه یې خپل کړ. په هغه وخت کې به یواځې یوه شمعه په محل کې لګېدله خو ټول محل به ورسره رڼا وو، او داسې انګېرل کېده چې ګواکي لکونه شمعې لګېدلې دي.
د اورنګزیب عالمګیر د واکمنۍ پر مهال ۱۶۷۴ کې یوه ستره دروازه هم ورته جوړه شوه، چې د دروازې پر وړاندې یو لوی جومات د شاهي مسجد په نوم جوړ شو. د دغه جومات چارې د اورنګزیب د رضايي ورور مظفر حسین له خوا بشپړې شوې.
کله چې په ۱۸۴۶ کال کې انګریزان لاهور ته ننوتل نو اصلي مرکز یې همدا کلا وه. ))
هېره ده دې نه وي چې وزیر خان جومات ته چې کله ننوځي د ننه له خوا یې د دروازې په سر دا پاړسي شعر لیکل شوی کوم چې تصویر یې تاسې لیدلی شئ.
د پنځمې برخې پای