ژباړه:احمد جاوید صدیقي –
که چیرې لاندې ټکي په پام کې ونیسئ له تاسو سره به ډيره مرسته وکړي چې له خپلو تر لاس لاندې کارکوونکو سره ښې کاري اړیکې ولرﺉ. په دې برخه کې هڅه شوې تاسو ته هغه لارښوونې وړاندې کړو که یې په خپلو ادارو کې پلې کړﺉ تاسو به د اړیکو په برخه کې له خپلو ترلاس لاندې کارکونکو او دغه راز ستاسې تر لاس لاندې کارکونکي به هیڅ ډول ستونزه ونه لرﺉ.
د خپل هر کارکوونکي وضعیت او حالت وڅیړﺉ.
خپلو ترلاس لاند ې کارکوونکو سره لیوالیتا وښيﺉ، ځکه ټول وګړي ګرمه وینه نه لري.
تل ښه اوردیدونکی و اوسئ.
داسې کړنې ترسره کړئ چې تر لاس لاندې کارکوونکي مو کار کولو ته پوره لېوالیتا ولري.
د تېروتنو پرمهال په خپلو کارکوونکو په منفي ډول نیوکه مه کوﺉ ، بلکې نیوکه تل په مثبت ډول کوﺉ، یعنې که چیرې ستاسو تر لاس لاندې کارکونکي کله تیروتنه وکړه داسې ورته مه وایي چې ستاسو د تیروتنو له امله دغه زیان واوښت بلکې کارکونکو ته د هغه کار چې نه دی ترسره شوی وواﺉﺉ که ترسره شوی وو دغه ګټه به یې لرلې.
هغه مدیر چې تل له خپلو کارکونکو سره لېوالتیا لري او تل بریالۍ کړنې ترسره کوي، کارکونکي به یې فعال او تل به د ادارې لپاره وفاداره وي.
له خپلو لاس لاندې کارکوونکو څخه مرسته او مشورتي نظر وغواړﺉ.
خپل کارکوونکي په ګوښه او د نورو کارکوونکو له سترګو لرې خپلو ستونزو ته ځير کړﺉ.
خپل ممتاز کارکوونکي د نورو کارکوونکو په مخکې وستایئ.
د خپل مسوولیت لږه برخه خپلو کارکوونکو ته وسپارﺉ.
د اړتیا او استحقاق په صورت کې د خپلو کارکوونکو په نمانځنه او درناوي کې اقدام وکړﺉ.
دا هم له یاده ونه باسئ چې هر مدیر د خپل کارکوونکو سرمشق او بېلګه وي.
خپلو کارکوونکو ته وښیئ چې پر دوی باندې د باور لرلو تر څنګ له هغوی څخه په ښه ډول د دندې سرته رسولو هیله لرﺉ.
خپلو لاس لاندې کارکوونکو لپاره هدف وټاکﺉ، تر څو د تر لاسه کولو لپاره یې پوره هڅه او زیار وباسي.
خپلو کارکوونکو ته فرصت ورکړﺉ چې د هوډ نیولو په برخه کې له تاسو سره ګډون وکړي.
له زور او جبر څخه ډډه وکړﺉ.
خپلې غوښتنې د وړاندیز په ډول له خپلو کارکوونکو سره شریکې کړﺉ.
د خپلې غوښتنې او وړاندیز د طرحه کولو پر مهال اړوند لاملونه یې هم ذکر کړﺉ.
د خپلو طرحو او وړاندیزونو په ابتدایي پړاونو کې خپلو مرستیالانو ته موقع ورکړﺉ چې اړه یې معلومات راټول کړي.
د تل لپاره د هر کار مثبت اړخونه په پام کې ونیسئ.
په هر کار کې تعادل او منځ لاري په پام کې ونیسئ.
کله مو چې تیروتنه وکړه، په خپلې تیروتنې اعتراف وکړﺉ.
که موکوم فکر او سلیقه مو خوښه شوه د هغه لامل مبتکر او د فکر خاوند ته ووایاست.
د ادارې د کارکونکو کړنو، افکار، وړاندیزونو ته ارزښت وکړﺉ.
د هغه څه په اړه چې تاسو یې واﺉﺉ او د ترسره کیدو ډول ته یې ډير پام وکړﺉ.
که چیرې تر لاس لاندې کاکونکي ورور خبرې کوي او کله کله غوصه کیږي تاسو بده مه وړﺉ.
خپل تر لاس لاندې کارکونکو ته داسې احساس ورکړﺉ چې هغوی د مدیر او ادارې لپاره مهم دي.
خپل کارکونکي له هغو کړنو خبر وساتى چې د دوي په وضعیت او حالت اغیزې کوي.
د کارکونکي د وضعیت په اړه هغوى ته خبر ورکړﺉ.