لنډه کیسه
پلار یې دېپلوم انجینیر و، غوښتل یې یوازنی زوی یې هم د دې په څېر یو تکړه او پوه انجینیرشي، همدایې د پلار تکیه کلام و « ته زما زوی یې زما، ته باید له ما تکړه انجینر شې» مور یې د هېواد په یوه معتبر روغتون کې د داخلې متخصصه وه، د هغې هم تل دا خبره په خوله وه، چې ته دې باید د تره له زامنو کم نه وې، ځکه هغوی تر تا زیات استعداد، وړتیا او له ښه صحته برخمن نه دي، ته مې په ډېره مینه روزلی یې. غواړم، د خپل پلار هیله دې پوره کړې. د کامران د مور او پلار هیله دا وه، چې زوی یې د خپل تره د زامنو په څېر بریالی وي، نو له همدې کبله به یې وخت نا وخت خپل زوی له هغوی سره مقایسه کاو، کامران هم تل په دې اړه فکر کولو، چې مور او پلار یې د ده په حق کې له کچې زیات زحمت باسي او اوس یې یوازنۍ هیله دا ده، چې د خپل پلار په خوښه د انجینیرۍ پوهنځی ولولم، دوی پوره یو کال د دې لپاره، چې زه درس و وایم او د کانکور لپاره تیاری ونیسم، په پوره مینې یې زما خدمت کړی، د درس اړوند توکي او کورس ته د تلو زمینه یې راته برابره کړې ده، د ښوونځي په دوره کې خو یې هسې هم بې کچې زحمتونه را سره ایستلي، که زه د کانکور په ازموینه کې بریالی نه شم، څه ډول به د خپل مور او پلار سترګو ته ګورم، خپل او خپلوان، چې ټول له کانکوره وروسته زما پایلې ته په تمه دي څه ځواب و وایم، خلاصه دا، چې که د خپلې خوښې پوهنځۍ ته بریالی نه شم، نو اب رو به مې ولاړه شي او بیا نو مجبور یم، چې له لوړو زده کړو لاس واخلم او عسکرۍ ته مخه کړم، خو له دې هرڅه نه راته مرګ بهتره دی، کامران له دې سره سره، چې خپل درسونه یې په پوره شوق سره ویل، دې فکرونو هم په مخه کړی و، د کانکور وخت رانېږدې شو، کامران په داسې حال کې، چې په خپلو درسونو کې بریالی و، ګڼو فکرونو او تشویشونو په مخه کړی و. کامران د کانکور په لومړۍ دوره ازموینه کې بې پایلې شو، دا چې ده دوه چانسونه نور هم درلودل، لا یې په زړه غنڼې ګډه شوه او تشویشونه یې یو پر دوه شول، خو د پلار او مور په مرستې او د خلکو له شرمه یې د تېر کال په پرتله دوه چنده درس وویلو، دا چې د تېر کال په څېر یې بیا هم له درس ویلو په څنګ کې تشویش هم ور سره ملګری و، بیا هم د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالی نه شو، نور یې له ځانه سره پرېکړه وکړه، چې له درس ویلو څخه لاس واخلي او له پلان سره سم یې د عسکرۍ له لارې خپلو هېواد والو ته خدمت کول پیل کړل، موریې چې یوازنۍ هیله یې د زوی لوړې زده کړې وې، په پر له پسې یې خپل زوی ته زارۍ کولې، چې دا ځل دې هم خپل بخت و آزمویه، په کامران باندې یې خپله مور له حده ګرانه وه او خیال یې ساتلو نو له مور سره یې په یوه شرط د درېیم ځلي کانکور ورکولو پرېکړه وکړه. شرط دا و، چې پرته له دوی دواړ به په دې خبره څوک نه خبرېږي، مورې یې ور سره ومنله، چې ان پلار به دې هم له دې قضیې خبر نه شي، کامران، چې دا ځل یې وېره او ډار له زړه وتلی و، په پوره ډاډ یې د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړ، پایلې اعلان شوې او د خپلې خوښې پوهنځۍ (انجینیري) ته بریالی شوی و، کامران او سمهال د انجینیرۍ پوهنځي په درېیم صنف کې دی، د مور او پلار هیلې یې لکه د ګلونو د غوټیو په څېر په غوړېدو دي.
یادونه: شته داسې کسان، چې له پوره استعداد او وړتیا څخه برخمن وي، خو د کانکور په ورځ یې وېره او ډار د دې سبب شي، چې خپل کنټرول له لاسه ورکړي، نو که غواړي د کانکور په ورځ خپل کنټرول له لاسه ور نه کړئ له زړه مو ډار وباسۍ، پر ځان باور ولرئ او په پوره زړورتیا د کانکور په ازموینه کې، چې ستاسو لپاره یوه حیاتي مسله ده ګډون وکړئ او خپل سرنوشت په خپله وټاکئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *