محمد عارف رسولي
د کرونا وایرس ناروغي د خدای له هېواده لېرې کړي. که خدای مکړه نوره خوره شي او زیات افغانان ونیسي زموږ د روغتیايي سیستم د کمښتونو، کمو وسیلو او امکاناتو، په روغتیایي مرکزونو کې د مقرراتو د کمزوري تنفیض، زموږ د خلکو د حفظ الصحې په عاداتو او امکاناتو کې کمښتونه او په خاصه توګه د روغتیايي مرکزونو د خطرناکو ککړو ضایعاتو مدیریت او د مقرراتو پلي کولو کلتور مو خورا کمزوری دی، نو د ساري وبا کنترول به زموږ په شرایطو کې خورا ګران کار وي. زما موخه دا نه ده چې وېره خپره کړم خو غواړم خلک د غفلت په وړاندې حساس کړم. لکه چې وايي چې دښمن که کمزوری هم وی تیاري د زمري ورته په کار ده.
دلته د حضرت عمر فاروق رض د تدبیر یادونه اړینه بولم چې کله له شامه چېرې چې وبا خوره وه بېرته راوګرزېده، نورو صحابه په ځانګړي توګه ابو عبیده بن جراح رض ورته وویل چې ایا ته د الله تعال له تقدیره تښتې، ده مبارک ورته وویل چې هو د الله تعالی له تقدیره د الله تعالی تقدیر ته پناه وړم. نو باید پوه شو له وبا سره ټوکې او خرافاتي نظر نه علمي او نه دیني توجیه لري. نو د روغتیایي چارواکو، نورو اړوندو دولتي ادارو، ملا امامانو، لیکوالانو، مدني فعالانو او ټولو لوستونکو پام لاندې ټکو ته راواړوم.
په راتلونکو ورځو کې به دولت له مرسته کوونکو نړیوالو موسسو او په ځانګړې توګه له نړیوال بانک څخه پوره بودجه ترلاسه کړي خو زموږ د روغتیا وزارت، صحي کارکوونکي او دولت یې باید سمه په کار واچوي، ملت ورسره مرسته او ورباندې نظارت هم وکړی تر څو له دې امکاناتو سمه ګټه واخلي. لاندې ټکې د پام وړ بولم:
- کرونا وبا ټوکې نه دي، تر موږ شتمن، د ښه روغتیایي سیستمونو لرونکي ملتونه یې له سترو ناورینو سره مخ کړي دي. نو زموږ ټول ملت که هغه دولتي چارواکی دي، سیاسیون دي، د دولت وسلوال مخالفین دي، په دولت کې او یا ورنه بهر دي، ټولو ته په کار ده چې په دې ملي مهم کمپاین او ارمان کې چې له کرونا وبا نجات دی یو بل ته لاس ورکړي.
- د نړیوال روغتیایي سازمان WHO مقررات لکه (WHO Guideline Feb 12,2020) او د دې سازمان د نورو اړوندو ستندردونو په بنسټ د هېواد په ټولو ژبو ، په عام فهمه توګه د حفظ الصحې مقررات د اړوندو کارپوهانو په مرسته جوړ کړي او د مختلفو ټولنیزو ګروپونو لکه روغتیایي کار کوونکي، ناروغانو او د هغوی کورنیو، عامو خلکو، کورنیو او نورو لپاره تیار، تصویب او له مختلفو لارو لکه ټولنیزو رسنیو، تلویزیون، پسترونو او نورو له لارې ورسوي او وخت په وخت یې نوي کړي. زه یقین لرم چې دا کار کېږي.
- د روغتیایي او حفظ الصحې ځاني او محیطي مقرراتو د پوره پلي کولو لپاره د اړوندو ستندردونه رامنځته کړي او دا ستندردونو په مرسته دې دا مقرراتو د ټولو ګروپونو په واسطه په کلک هوډ، دیني او وطني مسولیت سره پلي شي.
- د وضع شوو مقرراتو پلي کول د دې مسلکي او ټرېن شوو کسانو یا څارونکو په مرسته د ټاکلو شاخصونو (Indicators) په مرسته نظارت او ور ارزول شي تر څو له پلي کولو یې ډاډ تر لاسه شي، کمښتونه د په شفافه توګه مسولو چارواکو ته راپور ورکړل شي، تېروتنې د طبیعي وبلل شي او په شفافه توګه سره له راغلو اصلاحاتو سره په رسنیو کې شریک شي، تر څو د مقرراتو پلي وکول په عادت واوړي او کمښتونه زر اصلاح شي.
- په لابراتوارونو، د قرنطين ځایونو او نورو اړوندو ځایو کې د وظیفوی خوندیتوب (((OHS مراعات لپاره روښانه مقررې جوړې او د پلي کولو لپاره ترېننګ ورکړ شي او په مراعات یې نظارت وشي.
- د طبي فاضله موادو اچول په ځانګړو رنګ لرونکو باطله دانیو (Bins) کې، داسې چې تېز شیان لکه سرنج او نور په یوه باطله دانۍ کې او کارول شوې پخته، وینه، د بدن مایعات، او نور په بله باطله دانۍ کې واچول شي، بیا د اړونده ضد عفوني موادو په واسطه کم خطره شي، یوې خونې ته راټول، په خاصو شرایطو او خوندي توګه داسې اخري ځای ته یوړل شي چې له نورو د ښاروالۍ له عادي ضایعاتو سره ګډ نه شي، تر څو د دې مضرو ضایعاتو مقدار لا نور زیات نه شي، تر څو یې خلک له ضرره خوندي شي او خښ کړل شي. البته د دې لپاره هم د نړیوال روغتیایي سازمان ځانګړي مقررات باید مراعات شي.
- د روغتیا وزارت به د نړیوالو مرسته کوونکو موسسو له نړیوال بانک په مرسته د چاپېریال ساتنې او ټولنیزو اغیزو د مدیریت یو چوکاټ چې اوس شتون لري تر یوې میاشتې پورې نوی کړي او هم به د دې سند ضمیمه د طبي ضایعاتو د مدیریت شته پلان هم نوی کړي تر څو د کرونا یا کوویډ 19 د طبي مضرو ضایعاتو و ننګونو ته ځواب ووایي
- باید پوه شو چې بېوزله، په نورو نارغیو اخته او هغوی چې روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی کم لري د کرونا په وړاندې زیات زیان منونکي دي. خو د دوی ستونزه دلته د ټول ملت ستونزه هم ده او که دوی ورباندې اخته کېږي شتمن هم نه بچ کېږي. نو باید ورته سمه پاملرنه وشي.
- د کرونا د وبا په هکله زیاتې غیر علمي او له دین سره په ټکر کې انګېرنې شته چې د عامه پوهاوي له لارې باید اصلاح شي. د دې لپاره د خپل دین له ارشاداتو سره سم چې نظافت او پاکي ده، د خولې او پوزې وینځل او پاک ساتل، دعا، په الله تعالی توکل، صبر او له نورو سره د رښتیني انسان او مسلمان په توګه مرسته او تر څنګ یې د روغتیايي کارپوهانو او نړیوالو اړوندو سازمانونو د لارښوونو سره سم ځان عیارول خاص اهمیت لري او باید ورته پام وکړو.
- که خدای مه کړه دا ناروغي او وبا دوام وکړي دولت او د روغتیا وزارت به د نړیوالو موسسو په مرسته د عامه پوهاوي زیات تبلیغاتي پروګرامونه د رسنیو له لارې په کار واچوي تر څو عام ولس له دې وبا سره د مبارزې په ټولو اړخونو پوه شي او خپله دنده وپېژني. خو موږ پوهېږو چې زموږ زیات نالوستي، بېوزلي او ګوښه خلک به دې تبلیغاتو سم لاسرسی ونه لري او نه به سمه ګټه ورنه اخیستلی شي. نو د رسنیو، رادیو، تلویزیونو، لیکوالانو، رضاکارانو مدني ټولنو، ملا امامانو او نورو خیرو خلکو دنده ده چې دا تبلیغات د افغاني ټولنې تر محرومو پاړکیو پورې هم ورسوي، تر څو د کرونا سره په مجادله کې د یوه مهذب ملت په توګه سر راپورته کړو او نجات ومومو.
- باید پوه شو چې که له بېوزلو سره په هرڅه کې مرسته کوو نو د خپل دیني او وطني فریضې د ادا کولو تر څنګ د خپل ځان، خپل اولاد، کورنۍ، کوڅې، ټول افغان ولس او د الله تعالی له مخلوق سره هم ښه کوو. موږ که هر څومره په کور کې ځان قرنطين کړو خو اړیو بهر ته د سودا، صحي معایناتو او نورو لپاره لاړ شو، موږ تر پایه له خپلو دوستانو او ټولنې ځان یو مخ نه شو ګوښه کولی اړ کېږو به د اړتیا په وخت د دوستانو خبر واخلو.
- یوه بله مهمه خبره داده چې زموږ هر یو کس خپل ایمان او وطني دین ادا کړي، له چارواکو، روغتیایي کارکوونکو د روڼوالي، حساب ورکولو او د مسولیت د احساس غوښتنه وکړو، ښه او خادم چارواکي چې شپه او ورځ له زیاتو خطرونو سره سره یې خپل سرونه په لاس کې نیولي دی او د خپلو خلکو خدمت کوي ستاینه وکړو، د خپلو ملي اتلانو په څېر یې و نازوو او هغو کسانو ته چې کمکاره او تنبل دي د اصلاح توصیه وکړو. خو هو! مفسدین او له ملي امکاناتو څخه ناوړه ګټه اخیستونکي باید رسوا کړو او په مختلفو لارو لکه ټولنیزو رسنیو او نورو یې له مستندو شواهدو سره ملت وروپېژنو.
- له وبا سره تړلې د احتکار خیانت نېږدې تړاو لري. په خواشینۍ سره زموږ امامان یوازې په عباداتو زیات تاکید کوي او معاملات یې په خپلو دیني موعظو کې له پامه غورځولي دي. خو که دیني نصوصو ته وګورو زیاته برخه یې معاملات جوړوي. نو زموږ ملا امامانو، لیکوالانو، شنونکو او لیکوالانو ته اړتیا ده چې د اقتصادي مافیا، احتکار کوونکو بدو علمونو ته ملت ځیر کړي، له دولته وغواړي چې په وړاندې یې زغم نه لري او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
د یو هوسا، سوکاله او ویښ ملت په هیله