صفي الله عمر خېل

د کلي خټین کورونه ، شنه باغونه ، دغرونو په لمنو کې دشپونکیانو خورې ورې رمې ، په ځمکو کې کږې وږي نرۍ غزیدلې لارې ، روانې اوبه  او نور ډیر تصویرونه مې په سترګو کې داسې تازه پاتې دی لکه دسپرلي په موسم کې شنه فصلونه چې د سهارنۍ پرخې په نم تازه وی ، زه چې په کلي کې را لوی شوی یم او دښوونځي ټوله دوره په کلي کې پاتې شوی یم راته ښکاري چې له کلي او تر ښاره مې اوږد واټن په څومره وخت کې وهلی دی .

په کلې کې دژوند بڼه دښار له ژوند سره خورا توپير لري ، ډیرې داسې ځانګړ تیاوې شته چې دکلي او ښار ژوند یو له بل څخه بیلوي . هغه امکانات او فرصتونه چې په کلي  کې دی په ښار کې ېې موندل ګران دی او په همدې ډول په ښاري چاپيریال کې شته امکانات په کلي کې نه شوموندلی .

خو اصلي خبره داده چې موږ په کلي کې دژوند له فرصتونو څخه څومره ګټه پورته کوو ؟ او څومره په دی توانیدلي یو چې د کلي او ښار ترمنځ واټنونه راکم کړو . ددغه واټن په راکمولو سره کولی شو دخپل ژوند په چارو کې ژور بدلونونه تجربه کړو چې د راتلونکې لپاره له موږ سره مرسته کوي ، موږ بلدوی او سترګې مو پرانیزي .

په کلي کې هغه څه چې خورا مهم دی او ډیری کلیوال وګړي ېې له لاسه ورکوي وخت دی زما دتجربې له مخې د ښار په پرتله په کلي کې دوخت د ډیروالي احساس کیږي یعنې څوک داسې احساس نه کوی دوی دوخت زرینې شیبې له لاسه ورکوی ، یا داچې وخت کم او کاراي مسؤلیتونه ډیر دی ،کلیوال خلک ډیری وخت په غورو او بنډارونو تیروی په ژمې کې پتاوی ته ناست وي اود لمر له وړانګو خوند اخلي په اوړي کې هم دشنو ونو سیوري ته خپلې غورې کوی. که چیرې یو بزګر په خپل پټي کې کار کوی نو یو یادوه کسان یو یونیم ساعت ورته په پوله ناست ویاو دخپل بنډار څادر ېې غوړولی وی اوخپلې کیسې ورسره کوي . خو په ښار کې بیا ددغه ډول وخت ضایع کول کم لیدل کیږي . او ډیرخلک دکار په تلاش کې وي .

څومره چې ژوند عصري کیږي لګښتونه هم ورسره زیاتیږي ، ځکه چې دښه ژوند کولو لپاره اسبابونوته اړتیا ده او داسبابو دپیدا کولو لپاره کار او هلو ځلو ته ضرورت دی . موږ هغه وخت دکار او وخت په ارزښت پوهیږو کله چې په ژوند کې له روانو بدلونونو څخه خبر و اوسو ، که موږ داسې فکر کوو چې په ټول هیواد یا نړۍ کې دژوند کچه همداسې ده  لکه زموږ په کلي کې ، نو  ښکاري چې موږ په یو محدود چاپیریال کې حصار شوی یو او له دغې دایرې څخه بهر مو داړیکو کچه خورا کمزورې ده ، دهمدې لپاره جدې اړتیا ده چې دکلیو او ښارونو ترمنځ شته واټن رالنډ شي ، له ښارونو سره دکلي روابط پراخ شي ، په ښاري ژوند کې له روانو بدلونونو څخه دمالوماتو کچه لوړه شي . د کليو او ښارونو ترمنځ د تګ راتګ سطحه لوړه شي . ددغو فاصلو په رالنډولو سره کولی شو په کلیو کې دنوښتونو تجربې ته لاره هواره کړو ، چې په دغه توګه د ژوند کولو په بڼه کې تغیرات راتلی شي .

کلیوال زده کوونکي تر ډیره زهین او د پوره استعداد خاوندان وی او ورسره داسې فرصتونه وی چې دګټې اخیستلو په صورت کې کولی شي اوږدې فاصلې په لنډ وخت کې طی کړی . خو دا هغه وخت امکان لري چې  داسې یوه انګیزه موجوده وي چې زده کوونکي له وخت څخه ګټې اخیستنې ته وهڅول شي ، په نړۍ کې د روانو بدلونونو تصویر ېې مخ ته کیښودل شي .

هغه څه چې په کلي کې دښوونځي په دوران کې تجربه شوي یو هم له معاصرې ټکنالوژۍ څخه په بشپړه توګه بې خبرې وه ، موږ په دې نه پوهیدو چې موږ او نننۍ نړۍ څومره توپیر لرو، د دغه توپير اساسي لاملونه څه دی اود توپیر کچه څومره ده ؟ داهغه اړین معلومات دی چې باید ټول وګړي ترې خبر وي ، چې په دې سره کولی شو د خپل غفلت او وروسته پاتې والي اندازه او دوخت په معاصره کټګوري کې خپل ځای او موقعیت درک کړو . نو دبدلون لپاره باید دکلي اوښارونو ترمنځ واټن راکم شي ، دغه واټن هغه وخت را کمیدلی شي چې له ښاره دتړلو لارو سهولت موجود وی ، یعني  دکلیو او ښارونو ترمنځ لارې ورغول شي، سوداګري راکړې او ورکړې ته زمینه برابره شي ، دتګ راتګ کچه لوړه شي ، دکلیو د بیا رغونې لپاره هلې ځلې وشي نو بیا کیداشي هغه ستونزې چې له کلیو څخه ښارونه ننګوي راکمې شي او هم دکلیوال ژوند دپرمختګ او بدل لپاره زمینه برابره شي . په دې سره به د کلي او ښار ترمنځ پراته واټنونه له منځه لاړ شي او د ښار په طلاېې قفس کې بند اوسیدونکې به هم کلیو ته د ازادانه تګ راتګ په پلمه ددغه قفس پنجرې ماتې کړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *