لیکوال: محمد واثق/
ژباړن: حمیدالله “حمیدي“
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې، اقتصاد یې تر ډېره په کرنه او مالدارۍ ولاړ دی. ډېری وګړي یې په کلیو کې ژوند کوي، د کلیو اوسېدونکي تر ډېره خپله تولیدوونکي وي او له اقتصادي اړخه پر ځان بسیا وي. په مختلفو دورو کې کلیوالې سیمې یو له هغو سیمو دي چې د ښارونو پر نسبت کمې زیانمنې شوې دي. یو وخت ټولو انسانانو په اطرافو او کلیو کې ژوند کاوه؛ خو د وخت په تيرېدو سره یې ښاري ټولنه جوړه کړه کلونه کلونه تېر شول چې، کلي پر ښارونو بدل شول. کله چې په ښارونو کې د اوسېدو شرایط برابر شول، نو ډېری کلي په لویو ښارونو بدل شول. په ښارونو کې اوسېدل د انسانانو غوښتنه وه او همدا لېوالتیا وه چې، کلي یې پرېښوول او په ښارونو کې یې ژوند پیل کړ. په افغانستان کې هم د نورو هېوادونو په شان په ښارونو کې د خلکو د اوسېدلو غوښتنه ډېره ده. په ځانګړې توګه له ۱۳۸۱ کال راهیسی له کلیو نه ښارونو ته د خلکو راتګ زیات شوی، خو دغه لړۍ په یو غېر منظم ډول روانه ده چې، تر ډېره دولت هم ورته پاملرنه نه ده کړې او په ښارونو کې د یو ډول بې نظمۍ سبب شوې ده. او هغه خلک چې له کلیو نه ښارونه ته راځي ان په دې نه پوهیږي، چې په دې برخه کې د دوی مسوولیت څه شی او د دولت مسوولیت د دوی پر وړاندې څه څه دی، خو کلي د خالي کېدو په حال کې دي. له اقتصادي اړخه کلي هغه ځایونه دي چې، زیاتره مصرفي او د اړتیا وړ شیان لکه غنم، لبنیات، سبزي او نور خپله تولیدوي، خو دوی ته دغه امکانات نه دي برابر شوی، چې دغه مواد په زیاته کچه تولید کړي او بهر ته یې واستوي، خو په ډېره کمه پیمانه کولای شي چې خپل تولید کړي مواد د خپل هېواد ښارونو ته واستوي. کله چې دوي له کلیو ښارونو ته ځي نو بیا مجبور دي چې ټول د ضرورت وړ مواد وارد کړي.
له اخلاقي پلوه د کلیو اوسېدونکي نجیب، رښتیني او زړه سواندي دي، مخکې له دې چې د دولت د اوږو بار شي له دولت سره همکار دي. د کلیوالو د خلکو ژوند صادقانه او له قناعت ډک دی. که کله هم دولت ورته کم امکانات برابر کړي، نو دوی ډېر د خوشحالۍ او د رضایت احساس کړی، خو نن کلي د خالي کېدو له بحران سره مخ دي. د کلیو د خالي کېدو او پرېښودو لاملونه زیات دي او یوې هر اړخېزې څېړنې ته اړتیا لري. د کلیو د پراختیا وزارت او مربوطه څانګې باید په دې لټه کې شي، چې له کلیو نه د خلکو د وتلو اصلي لامل پیدا او حل لاره ورته ولټوي.
د ټولنپېژندنې د علم پر بنسټ کولای شو چې د کلیو د پرېښودو او او ښارونو ته د خلکو د مخه کولو ځیني لاملونه داسې تفسیر کړو:
۱ ـ د روغتیایي مرکزونو نه شتون:
د اطراف په زیاتره کلیو کې روغتیایي مرکزونه لکه روغتونونه، کلینکونه، او ان دا چې، یو متخصص ډاکټر شتون نه لري، چې خلک ورته د ناروغۍ د درملنې لپاره ورشي. په تېرو لسو کلونو کې د عامې روغتیا وزارت نه دی توانېدلی، چې هغو ډاکټرانو ته چې د هېواد له پوهنتونونو فارغیږي په لرو پرتو سیمو کې دندې ورکړي. هغه ډاکټران چې د هېواد له پوهنتونونو څخه فارغیږي په دولتي امکاناتو یې خپلې لوړې زدکړې کړې دي چې، دغه دولتي امکانات نه یوازې د ښارونو د خلکو حق دی، بلکي د کلیوالو خلکو حق هم دي، خو ډېری ګټه یې د ښارونو خلکو ته رسېږي او کلیوال خلک ترې بې برخې کېږي.
په زیاتره سړو سیمو کې د ژمي په درېو میاشتو کې ښارونو ته د تګ راتګ لارې د ډېرې واورې اورېدو له امله تړلې وي په دې موده کې که کله هم چاته ناروغ پیدا کېږي، نو پر خپل وخت یې تر روغتونه نه شي رسولي او د دې زیاته وېره ده چې ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکړي.
۲ ـ د سالمې ښوونې او روزنې نشتوالی:
په کلیو کې په ډېره زیاته کچه ښوونځي جوړ او فعال شوي، خو د مسلکي استادانو نشتون پکې تر ټولو لویه ستونزه ده، چې کلیوال زده کوونکي نشي کولای په سالمه توګه ښونه او روزنه تر لاسه کړي. په ښوونځیو کې زیاتره داسې ښوونکي پر دندو ګومارل شوي، چې لوړې زده کړې نه لري او زیاتره یې په لیک او لوست کې ستونزه لري. په ښوونځیو کې د دا ډول ښوونکو شتون د دې سبب کیږي چې د خلکو له ښوونځیو زړه توري شي. نو له همدې امله هغه خلک، چې غواړې پر خپلو اولادونو باندې سالمې زده کړې وکړي، نو کلي پرېږدي او ښارونو ته مخه کوي.
۳ـ کرنې او مالدارۍ ته نه پاملرنه:
د افغانستان د کرهنې او مالدارۍ وزارت د کلیو کرنې د مکانیزه کولو په برخه کې خاصه پاملرنه نه ده کړې، د کلیو د کرنې سېستم تر اوسه دودیز دی، چې لاسته راوړنه یې ډیره کمه ده. په کلیو کې د پوونده (مالدارۍ) د فارمونو کچه په نشت حساب ده، په داسې حال کې چې که دولت په کلیو کې د مالدارۍ د فارمونو جوړولو ته زمینه برابره کړي، ډېری خلکو ته به د کار زمینه برابره شي او تره ډېره به د لبنیاتو هغه برخه چې له بهره را واردېږي په خپل هېواد کې تولید شي. په حقیقت کې د کلیو خلک هغه هېر شوی ټولی دی، چې یوازې د ټاکنو پر مهال د خلکو په یاد وي، ژمنې ورکول کیږي، خو له ټاکنو وروسته هېریږي.
حکومت باید له کلیو نه د خلکو د تېښتې مخه ونیسي او پرېنږدي، چې هغه خلک، چې تولیدونکي وي په مصرف کوونکو بدل شي. د کلیو خالي کېدل په ښارونو هم بده اغېزه کوي، لومړی هغه کسان چې له کلیو ښارونو ته راځي سالمه دنده په لاس نه ورځي، ځکه چې له حرفیی کارونو سره بلدیا نه لري او که کله هم ورته کار پیداکیږي، نو نه شي کولای چې د خپل کور لګښت پرې پوره کړي. دویم دا چې په ښارونو کې داسې فابريکې نشته چې خلک پکې په دندو وګومارل شي، نو له همدې کبله په ښارونو کې د وزګارو کسانو شمېر زیاتیږي او د اقتصادي ستونزو له امله په ګڼو ناوړه کړنو لاس پورې کوي. حکومت باید له کلیو نه د ښارونو پر لور د خلکو د تېښتې مخه ونیسي او که یې مخه ونه نیول شي، نو ښارونه به له ټولنیز بحران سره مخ شي او بیا به یې کابو کول د دولت له واکه هم وتلی کار وي.