تاند- سره له دې چې په قطر کې د امریکا او طالبانو خبرې بشپړې شوي او د نهايي موافقې پر متن دواړو خواوو سلا کړې ده، وسله والو طالبانو نن (یکشنبه) پر یوه بل ښار ډله ییزه حمله وکړه.
راپورونه وايي چې طالبانو د کندوز د ګاونډي ولایت بغلان په مرکز کې په دوو ساحو کې بریدونه کړي دي.
د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویندوی جاوید بشارت وايي، د پلخمري ښار په لمنه کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
خو د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې د پلخمري جګړه د کندوز د حملې په شان نه ده بلکې په دوو ساحو کې وسله وال طالبان په پټه ځای پر ځای شوي وو او له هغه ځایه یې ډزې پیل کړي دي.
ښاغلی رحیمي وايي چې په دواړو ځایونو کې وسله وال ترهګر محاصره شوي او امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې له منځه یې یوسي.
طالبانو ادعا کړې چې د پلخمري ښار د مرکزي برخو خواوو ته پرمختګ کوي او ګڼې سیمې یې نیولي دي. خو د دې ښار اوسېدونکي وايي چې د درنو او سپکو وسلو ډزې اوري. له بغلان څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې ښار بند دی، خلک اندېښمن دي او عمومي لار بنده ده.
له بلې خوا د کندوز ښاریان وايي چې له تېرې شپې راهیسې د دغه ښار په شاوخوا کې ډزې درېدلي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې طالبان د ښار له لمنو په څټ کړل شوي او په دې ښار کې بشپړ امنیت دی.
پرون زلمي خلیلزاد په یوه ټویټ کې ولیکل چې د کندوز حمله یې د طالبانو استازو ته وریاده کړه او ورته ویې ویل چې باید دا ډول تاوتریخوالی نور ودرول شي.