ښاغلی ارینزی

تېره اونۍ د افغانستان په شمال کې د کندز خورا ستراتیژیک ولایت د لنډې مودې له پاره سقوط وکړ! طالبانو خپل حضور څرګند او په تبلیغاتي جګړه کې بریا ترلاسه کړه.
 
په تېرو څو کلونو کې چې د افغانستان په ختیځ، جنوب او جنوب لویدیځ، حتی په هرات، غور او بادغیس کې، د جګړې اور د خلکو ژوندونه  اخستل، په شمال کې ځینې کاغذي اتلانو دعوی کوله چې دا سیمه، د دوی د تورې په خرپ خوندي ده او څوک ورته کاږه کتلی نه شي!
 
خو دې ادعا له واقعیت سره تطابق نه درلود.  د افغانستان اوسنۍ جغرافیه په ټولو هغه خلکو پورې اړه لري چې په دې ویاړلي هېواد کې ژوند کوي. هر افغان د ټول افغانستان مالک او افغانستان د ټولو ګډ کور دی. دا خلک ګډه خاوره، ګډ تاریخ، ګډ ویاړونه، یو دین، ګډې فرهنګي ځانګړتیاوې، ګډ اتلان، ګډه وینه، خپلوۍ، ملګرتیاوې، ګډ ارمانونه او ګټې لري او  همدا عوامل له دوی سره مرسته کوي چې د ملت کېدني په لور په مخ وخوځوي او ظرفیتي لویوالی څرګند کړي!
ډېرو تاریخي او عیني واقعیتونو ښودلې چې د افغانستان خلک، له لږ مکتبي پوهې سرهسره دا ویاړ لري چې لوی فکر وکړي او د سترو وطني مسایلو په هکله مناسب او معقول دریځ ونیسي.
 
دا سمه ده چې دولتي ځواکونو د کندز ښار بېرته ونیو؛ خو په همغه ورځو کې د فراه خاک سپید، د بدخشان وردوج او بهارک، د بغلان تاله او برفک، د سرپل کوهستانات او د کندز او تخار څو ولسوالیو هم سقوط وکړ او د ولسمشر داکتر غني په وینا په دیارلسو ولایتونو کې توده جګړه روانه ده.
 
په افغانستان کې داسې سیمې شته چې د دولتي رسنیو او ویندویانو په قول، په تېرو لسو، دوولسو کلونو کې تراوسه شل ځلې (پاکې) شوې! په دې تبلیغاتو کې راځي چې پلانۍ سیمه د مخالفینو له وجود څخه (پاکه) شوه، لکه د هلمند موسی کلا، د کندز چاردره او داسې نور!خو لکه چی وینو له دی ټولو فتوحاتو سرهسره د هیواد په وضع کی بدلون نه راځی او حالت ورځ په ورځ بی خونده کېږي.
په جګړو کې سیمې لاس په لاس کېږي؛ خو مسوول دولتونه او مسلکي او کارپوه چارواکي د مسایلو په عواملو فکر کوی او هڅه یې دا وي چې د حل بنسټیزه لارې ومومي او مخکې له دې چې جګړه د خلکو ژوندونه په اور وسیزي ،عوامل په نښه او حل لارې ومومي.
 
د افغانستان دولت او په سر کې ولسمشر ډاکتر غنی باید په دې تیریدونکو بریاوو، وخت ضایع نه کړي. د کندز د تصفیې او پاکولو ویاړ  ډېر دوام نه مومي. د افغانستان اوسنۍ جګړه لکه چې ولسمشر هم څو ځلې یادونه کړې، د سترو ګټو او ستراتیژیکو غوښتنو د تقابل جګړه ده. په دې خونړۍ جګړه کې د نړۍ او سیمې او په تېره بیا د ایران او پاکستان استخبارات ښکیل دي او هر څوک هڅه کوي چې په دې خړو اوبو کې ډېر کبان ونیسي!
 
خو دا جګړه کورنی عوامل هم لري. دولت دې خپلو نیمګړتیاوو ته ځیر شي. ولې د خلکو او دولت تر منځ ستر واټن رامنځ ته شوی؟ ولې خلک له دولت څخه خپه ښکاري؟ ولې خلک مخالفینو ته په خپلو کورونو کې ځای او ډوډۍ ورکوۍ؟
کندز د طالبانو د کلاشنکوف په زور نه، بلکې د کمزورې دولت له لاسه سقوط کړی!
 
په کندز کې سیمه ییزه اداره خورا کمزورې وه. په تېره اونۍ کې والي د تاجستان په سفر و. د امنیتي ارګانونو تر منځ همغږي کمزورې، ډېر چارواکي په فساد کې ډوب او د پخوانیو جنګي تنظیمونو استازي باله شي چې د ملي ګټو په ځای، تنظیمي،، سمتي او ځآني ګټې پالي
!
یو وخت پخواني ولسمشر حامدکرزی د یو بندي د نه خلاصولو په هکله ویلي و چې زه په دا سړی پرېږدم؛ خو څوک ضمانت کوي چې بیا به د لسو کلدارو په مقابل کې نه خرڅېږي؟!!!
 
نو دولت ته په کار ده چې د ستونزو په اصلي بنسټونو فکر او کار وکړي. مقطعه یې بریاوې دایمي نه وي. کندز بیا هم سقوط کولای شي!
 
دولت ته په کار ده چې د ځان د اصلاح له لارې دې، د خلکو په زړونو کې ځای ومومي چې خلک یې په ساتندویانو بدل شي. که داسې وشي بیا به نه امریکایانو او ناتو ته اړتیا وي او نه به کندز بیا سقوط وکړي؛ خو که داسې ونه شي، د کندز څه چې د ډېرو سیمو سقوط حتمي دي!
 
د کندز د بیا نیولو په جګره کی د امریکایانو ګډون خورا بدی پایلی لرلی شی. د بی پولی داکترانو په روغتون کی د خلکو عامه وژنه به ډیر عواقب ولری.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *