د کورونا وايروس ناروغي چې نږدې د نړۍ په هر هيواد کې په خپريدو ده، لا هم د واکسين او درملنې د نشتون له امله هره ورځ په سلګونو کسان تر مرګه رسوي. د روغتيا نړيوال سازمان له بل هر وخت د نړۍ ټولو اوسيدونکو ته پر اړينو پاملرنو ټينګار کوي، د ډاکټرانو په وينا وقايه د مرض په مخنيوي کې خورا ډيره اغيزه لري؛ دلته هغه لارې چارې بيانوو چې د کورونا وايروسي ناروغي د خپريدو مخنيوى کوي:
1- له نورو خلکو سره د لمسي تماس قطع کول: خلک بايد له يو بل سره لمسي تماس قطع کړي، له يو او بل څخه د دوه تر پنځو مترو فاصله واخلي، دا چاره له خلکو سره مرسته کوي چې پر کورونا ساري ناروغۍ د اخته کيدو څخه بچ پاتې شي.
2- د لاسونو او بدن مينځل: د صابون او مايع په واسطه د لاسونو او بدن ډير مينځل هم کولى شي د کورونا وايروسي ناروغي په مخنيوي کې لوى تاثير ولري، خلک بايد روزانه دا کار څو ځله تکرار کړي ترڅو له مرض په امان پاتې شي.
3- د ماسک او طبي دستکشو استعمال: دا چې کورونا ساري ناروغي ده نو؛ خلک پوزې ته د ماسک په اچولو او د لاسونو د پټولو له لارې کولى شي پر دې مرض له اخته کيدو ځان وساتي.
4- د مناسبو ويټامين سي لرونکو خواړو استعمال: دا چې د ويټامين سي لرونکي خواړه د بدن دفاعي سيستم قوي کوي، نو خلک بايد د دې ډول خواړو استعمال ډير کړي؛ ترڅو د کورونا له اخته کيدو لرې واوسي.
5- روغتيايي لارښوونې په پام کې نيول: دا چې اوسني وخت کې ډاکټران د خلکو لپاره د کورونا څخه د ځان ساتلو لپاره مختلفې لارښوونې وړاندې کوي، خلک د دې لارښوونو په عملي کولو سره کولى شي د کورونا په مخنيوي کې خپل رول ادا کړي.
راټولونکى: رئيس ناصر