نګین کرګر
کله چې یو کس په ویروس یا په تېره بیا په کورونا اخته شو، وروسته له ویروس روغ ووت، جوړ شو، آیا د دویم ځل لپاره بیا هم امکان د دې شته چې همدا کس به د نه احتیاط له وجې کورونا نیسي؟
د کورونا ویروس لپاره تر اوسه آنټي باډي ټسټ نشته یعنې هغه ټسټ چې معلوم کړی شي چې یو کس کورونا ویروس درلوده یا نه، سره له دې چې د چین او سینګاپور هیوادونو ساینسپوهانو ویل چې دوی دغه آنټي باډي ټسټ جوړ کړى دی.
ویروس یو آنټي جن یا خارجي حجره ده چې بدن ته ورداخلیږي، آنټي جن د انسان معافیتي سیسټم ته د یوه بهرني یرغلګر په څیر ننوځي، د انسان وجود د ځان ساتلو لپاره آنټي باډي یا محافظتي حجرې لري چې د دې آنټي جن په وړاندې فعالیږي، د وجود معافیتي سیسټم چې د آنټي جن په واسطه تحریک شي نو آنټي باډي یا ایمونو ګلوبولین چې یو ډول پروټین دي تولیدیږي. دغه آنټي باډي په آنټي جن حمله کوي او غواړي چې دا له منځه یوسي، تاسې کولی شئ چې دا د دوه وړکیو بلاګانو په شان چې له یو بل سره په جنګ وي په خپل ذهن کې ترسیم کړئ.
آنټي جن یا ویروس د مرض تبې ، ټوخي سبب ګرځي او آنټي باډي د انسان د وجود د معافیتي سیسټم ځواب د ویروس په وړاندې دی.
د آنټي باډي د جوړولو لپاره د انسان وجود ته څو ورځې یا اوونۍ پکار دی چې جوړ شي او ویروس له منځه یوسي. ویروس یا اآنټي جن چې کله په وینه کې د وړوکې بلا په شان موجود وي.
د پي سي آر ټسټ د آنټي جن د موجودیت ټسټ کوي پس له دې څخه چې ناروغ جوړ شي د پي سي آر ټسټ کې باید آنټي جن معلوم نه شي. ځکه د وجود آنټي باډي دا ټول له منځه وړي وي.
د انسان د وجود معافیتي سیسټم پس له دې څخه چې د مرض څخه روغ شي د دغه آنټي جن یوه کاپي ساتي.لکه تاسو چې د یو مهم سند کاپي د ځان سره ساتئ. دغه سند یا حجراتو کې چې د آنټي جن کاپي ساتل کیږي لموفوسیت یا لمفاوی حجرې ویل کیږي. که چیرته ستاسو وجود د دغه آنټي جن یا ویروس سره یو ځل بیا مخامخ شي نو په لمفوسیت کې یې د ایمونوګلوبولین ماپې موجوده وي او ډیر ژر دغه آنټي جن یا ویروس له منځه وړي.
دغه پروسه په مکروبي او ویروسي امراضو کې وي او شاید دا پروسه د کرونا ویروس په برخه کې هم وي خو د دې ویروس لپاره لا تر اوسه آنټي باډي ټسټ نشته. ځکه که وغواړو پوه شو چې کوم چا دا ویروس تیر کړی دی نو باید د آنټي باډي ټسټ وشي د همدې ویروس لپاره. دغه ویروس که څه هم د حیوان څخه رامنځته شوی دی خو د انسان څخه انسان ته سرایت کوي . د یادونې وړ ده چې مونږ بايد لاسونه ومینځو ماسک واغوندو او د نورو انسانانو څخه دوه متره لیرې اوسو. تګ راتګ بند کړو او د یوې وبا څخه په داسې شکل ځان وساتو.
د دوهم ځل لپاره په انفکشن یا secondary infection لا په کروناکې تر اوسه نشته.