تاند- کابل ته د هلمند د سولې د حرکت د کاروان له رارسېدو وروسته په کونړ کې هم یو شمېر مدني فعالانو اعلان وکړ چې د هلمند د سولې د حرکت د ملاتړ لپاره په یوه کاروان کې کابل ته روانېږي.

تر دې مخکې له پېښور څخه هم یو شمېر سوله غوښتونکي افغانان تر کابل پورې پلې راغلل.

د کونړ د سولې غږ ټولنې خوځښت وايي، د دې لپاره چې د سولې لپاره هلې ځلې چټکې شي او په پلازمېنه کې د هلمندي سوله غوښتونکو ملاتړ وکړي، د دې ښار په لور یې کاروان روان شوی دی.

دوی د دوشنبې په ورځ له اسعداباده حرکت پیل کړ.

د هلمند د حرکت غړي نن درېمه ده چې په کابل کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر ته نژدې پرلت ته دوام ورکوي.

د هلمند د سولې د حرکت غړیو په کابل کې د ملګروملتو د دفتر مخته شپه داسې تېره کړه

یوناما ویلي چې د هلمندي فعالانو د هلوځلو ملاتړ کوي:

«ملګري ملتونه په افغانستان کې د اوربند د اوږدېدو او د جګړې د پای ته رسېدو په منظور د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره د افغانانو د غوښتنې ملاتړ کوي.»

خو وسله والو طالبانو د هلمند د سولې حرکت غړي په پردو پورې تړلي وبلل.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د مدني ټولنې له فعالانو او نورو وغوښتل چې له هغه حرکت سره یوځای نه شي چې د ده په وینا «د امریکا او نړیوالو ځواکونو په لاسونو کې لوبېږي.ِ»

طالب ویاند همداراز ویلي «د دوی هدف دا دی چې موږ وسله پر مځکه کښېږدو او د یرغلګرو له لوري تپل شوی رژیم ومنو.»

د هلمند ولسي حرکت وروسته له دې پیل شو چې د مارچ د میاشتې په وروستیو کې په یوه انتحاري موټربمي برید کې د لشکرګاه په غازي ایوب خان لوبغالي کې ۱۶ تنه شهیدان او ۵۳ نور ژوبل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *