ژباړه: ذبیح الله ساپی |
د ډیرو کوښښونو روسته د اسامة بن لادن مور ۱۷ کاله روسته اماده شوه ، چې د اسامه په ژوند اول ځل لپاره مرکه وکړي:
د اسامه کورنۍ لومړۍ مرکي ته هيڅ اماده نه وه، او بار بار یې ویل په زړو زخمونو راله مالګي مه دوړوي، خو د ډیرو کوښښونو له امله  څو ورځې روسته د اسامه کورنۍ مرکي ته اماده شوه.
د اسامه بن لادن مور (عالیة غانم)  چې اوس د سعودي عربستان جدي ښار کې اوسيږي، د برتانيا ګارډين ورځپاڼه د هغي کور ته ورغلي ده، او اول ځل لپاره ورسره د اسامه کورنۍ د اسامه په ژوند تفصيلي خبري کړيدي.
د اسامه کورنۍ وایي: آخرنۍ دوه ملاقاتونه زموږ د  اسامه سره په کال ۱۹۹۹ میلادي کې قندهار سره نږدي سیمه کې وشو، هلته نږدي هوائی ډګر هم موجو وو،  اسامه زموږ استقبال وکړو او ډیر خوشاله وو ، اسامه د خوشالي يو بڼډار هم جوړ کړو او ډيرو خلکو ته یې بلنه هم ورکړي وه.
د اسامه مور وویل: اسامه بن لادن ماشومتوب کې ډير ښه او  شرمينده ماشوم وو،  سبقونه سره یی مینه درلوده او لایقه شاګرد وو، خو چې کله شل کلن شوو بيا یې ډیر قوي شخصیت درلوده.
 اسامه بن لادن د ملک عبدالعزیز پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصل وو،  پوهنتون کې د ملګرو نه متأثره شو، او بدل شو، پوهنتون دوره کې ورله ملګرو دماغ  ووینځل، د اسامه د ملګرو نه يو د اخوان المسلمین غړي عبدالله عزام هم وو ، چې روسته یې د اسامه سلاکار دنده هم درلودله.
اسامه بن لادن کورنۍ وایي: اتیایمو کلونو کې اسامه افغانستان ته د شوروی اتحاد خلاف جهاد هم تللي وو ، او ډیري مال دولت یی هم لیږلي وو ، هغي وخت کې دا زموږ لپاره وياړ وو،  خو د اسامه روسته کړونو ډير وځورولو، او شرمینده یی کړو.
د اسامه مور وایي:  د ۱۱ سبتمبر  پېښي پړه په اسامه نه اچوم،   ځکه اسامه زما ځوی دي، او زه یې د ماشومتوب نه پيژنم دا ټول د اسامه د ملګرو کارونه وو ، چې په اسامه یې وکړه.
د اسامه کورنۍ وایي: د اسامه ماشومانو او ميرمینو ته سعودي عربستان اجازه ورکړي ده،  او همدلته سعودي کې په ازاد ډول ژوند کوي، موږ سره همدلته نږدي اوسيږي.
اسامه بن لادن په کال ۱۹۵۷م کې د سعودي عربستان پلازمینه رياض ښار کې پیدا شوو، د اسامه د پلار  ۵۴ ماشومان او ۱۱ ميرمني وي.
نوټ: مرکه ډیره اوږده ده خو موږ تري مهم ټکي راواخيسته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *