ناصرخان شیرزی || 

څرنګه چې د ژمي موسم هو په رانږدې کیدو دی او طبعاً په دغه موسم کې هوا ډیره سړه وي. په یخه  هواکې خلک کوشش کوي چې ځان او د کورنۍ نور غړي ګرم وساتي چې له ناروغیو خوندي اوسي.

ډیری خلک په دغه یخه هوا کې د خونو ګرمولو لپاره له بیلابیلو شیانو څخه استفاده کوي چې یو یې هم غازي یا ګازي بخارۍ دې.

ناصرخان شیرزی

ګازي بخارۍ که څه هم کوټه ژر او ښه ګرموي خو دغه بخاریانې کله ناکله انسان د مرګ تر کومي هم رسولی شي.

لکه څو ورځې وړاندې چې د پکتیا ولایت د احمدآباد ولسوالۍ د مچلغو په سیمه کې حکمت الله نومي ځوان د واده په لومړۍ شپه خپل ژوند له لاسه ورکړ، خو میرمن یې تر درملنې وروسته وژغورل شوه. د دې پېښې علت د ګازي بخارۍ چالان پاتې کیدل وه.

کله چې په یوه خونه کې ګازي بخارۍ چالانه وي او د اطاق دروازې او اشدارې کلکې بندې وي، نو د ګازو په سوزیدلو سره په کوټه کې نوی غاز د “کاربن مونو اکساید” په نوم تولیدیږي.

دغه غاز لومړی د کوټې په کونجونو کې ځان خوندي کوي او وروسته بیا په ټوله کوټه کې خوریږي .

کله چې غاز په کوټه کې خواره شول او انسان تنفس کړل  دغه غاز د انسان د سرو کرویاتو سره یوځای کیږي او  لومړی په دغه کس باندی سرګرځوي او استفراق باندې شروع کوي.

که چیري بیا هم خونه همداسی بنده او ګاز چالان وي نو ان انسان بیهوشه کیږي او وروسته  یې د مرګ سبب کېږي.

نو کله مو چې په خونه کې ګازډبه لګولې وه او پوه شوئ چې پورتنۍ نښې نښانې په تاسی یا بل کس کې ولیدل شوې ژر ګاز ډبه بنده کړئ او له خونې څخه یې دباندې وباسئ !

همداشان د خونې اشدارې او دروازې پرانیزئ ترڅو اطاق ته اکسیجن داخل شي.

او کوشش وکړئ چې د شپې له اړخه ګاز چالان پاتې نشي، ګاز ډبه او منقل د کوټې دباندې وباسئ او یا په خونه کې اشداره پرانیستې پریږدئ، چې د ګاز نیولو او د هغې د خطرونو څخه خوندي اوسئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *