لیکواله: فاطمه امین
ژباړونکی: حزب الله اتل
سرچینه: واشنګټن پوست

وروسته له هغې چې د پاکستان اوسنی لومړی وزیر نواز شریف د مې د یوولسمې په ټاکنو کې بریالی شو له هماغې ورځې بیا تر ننه سیاستوال د هغه پر وړاندې ګڼې ننګونې انځوروي. یو له دغو ننګونو له ګاونډیانو سره د اړیکو جوړول دي، چې د ځینو ملحوظاتو له امله په تېر کې د خرابېدو تر وروستۍ کچې رسېدلې دي.

پدغو ګاونډیانو کې له هند نیولې تر افغانستان، ایران او سعودي پورې دي، خو دا چې په افغانستان د هند، ایران او افغانستان اړیکي یې مهمې بلل کېږي، نو موږ هم د همدغو هېوادونو په اړه د لیکوالې تحلیل راژباړو.
تر لومړي وزیر کېدو وروسته د دغو اړیکو لومړیتوب له افغانستان او بیا وروسته له ایران سره راځي، چې په همدې منځ کې هند هم نشي هېرېدلی.

هند او پاکستان تر اوسه درې ځله مخامخ جګړه کړې ده. په تېر کې ګڼې دا ډول هڅې وشوې چې دا دواړه هېوادونه سره نږدې شي، خو د ترورېزم په ملاتړ د پاکستان تورنېدو پدې روغو جوړو چندانې اغېز وندرلود.
له هند سره غوره اړیکي:

شریف د ټاکنو د کمپاین له هماغو لومړیو د ډرون بریدونو ضد او له هند سره د غوره اړیکو د رامنځته کولو وعدې ورکړې. شریف د هغو اړیکو د بیا رغولو او جوړلو په لټه کې دی، چې د هغه د یو بل رقیب پرویز مشرف پرمهال ( ۲۰۰۱ ـ ۲۰۰۸ ز ) کلونو پورې یې واکمني وکړه او دغه اړیکي له بل هر وخت په همدې دوره کې ډېرې خرابې شوې.

د مشرف د واکمنۍ پرمهال په هند وسله وال بریدونه وشول، چې تر شا یې ای ایس ای ته لاس ونیول شول او هندي چارواکو ګڼ داسې لاسوندونه خپاره کړل، چې د بریدونو تر شا یې د پاکستان د استخبارتي کړیو لاس لرل ثابت کړل، مګر پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي.

اوس له دې ټولو ژمنو سره سره له هند سره د پاکستان اړیکي رغول څه اسانه نه ښکاري. پاکستان له هند سره ډېرې ستراتیژیکي او نژادې ستونزې لري، چې پدې وروستیو کې له افغانستان سره د هغه هېواد(هند) په نږدې کېدو دا کرکه د افغانستان پرضد هم راپورته شوې ده.

اوس ددې ستونزو باوجود د پاکستان لپاره د پالیسۍ بدلول نوی مغز او نويو کسانو ته اړتیا لري، چې د شریف په شان په پخوا کې تلل شوي چارواکي شاید د اړیکو په رغولو کې مثبت ثابت نشي.
د متحده جهاد کونسل (MJC) مشر صلاح الدین او د حزب المجاهدین ډلې مشر او افراد، چې د کشمیر د موضوع پرسر راپورته شوي او د همدې هدف لپاره جګړه کوي بنسټونه یې په پاکستان کې دي. پدغسې شرایطو کې نه ښکاري، چې له هند سره دې د اړیکو جوړول کومه مثبته پایله ولري.

پاکستان له دې وړاندې هم د هند تر ولکې لاندې کشمیر د خپلولو لپاره د ځینو وسله والو ډلو ملاتړ کړی او پورته حزبونه د همدغو له ډلې دي، نو پدې اساس پدغسې شرایطو کې له هند سره د اړیکو جوړول کافي وخت غواړي.
د کشمیر د راګرځولو موضوع هم د نواز شریف د کمپاین هغه عمده ټکي وو، چې نواز شریف ویل، ددې سیمې پرسر یوازې د هند او پاکستان خبرې کومه نتیجه نه لري او ددې سیمې خلکو ته وخت ورکول هم مهم بلل کېږي.

شریف همدا ډول ژمنه کړې، چې په ۱۹۹۹ کال کې د کارګیل د پېښې څېړنه به هم کوي، هغه چې دواړه اتومي وسلې لرونکي هېوادونه په جګړه کېوتل او پاکستان خپل ځواکونه د هند تر ولکې لاندې کشمیر ته واستول، مګر وروسته د نړیوالو فشارونو له وجې پاکستان مجبور کړای شو، چې خپل ځواکونه پر شا کړي.

هغه مهال هم نواز شریف لومړی وزیر وو او د هغه اوسنی مهم رقیب پرویز مشرف د پوځ مشر و، چې د کارګیل جګړې تابیا یې نیولې وه او وروسته یې د ځینو اختلافاتو له وجې نواز رانسکور او ځان د لومړي وزیر چوکۍ ته ورساوه.

شریف ددې ټولې پېښې پړه هماغه مهال هم په مشرف اچوله او دا وخت هم ټینګار کوي، چې دا ټول کار د مشرف وو، ځکه خو اوس له هند سره د اړیکو د رغولو لپاره د تحقیقاتو غږ کوي.

له دې ټولو سره سره د پوځ یو بل مشر تور پورې کړی او په و ینا یې شریف هغه څه چې په ټاکنیز کمپاین کې وویل، یوازې د رایو د ترلاسه کولو لپاره ول او کله هم خپلې ژمنې نه پوره کوي او نه یې پوره کولای شي.
شریف همدا ډول له ګاونډیانو سره د اړیکو د ښه کولو په ترڅ کې په پلان کې لري د ممبیۍ د هغې پېښې په اړه هم څېړنه وکړي، چې په ۲۰۰۸ کال کې پېښه شوه. د پېښې یوازیني ژوندي نیول شوي کس اجمل قصاب د تحقیقاتو پرمهال هندي چارواکو ته منلې وه، چې د ممبیۍ ټول برید د ای ایس ای له خوا پلان شوی وو او هغه مهال په برید کې شاوخوا ۱۶۰ تنه ووژل شول.

د پاک ـ هند جګړه نن ورځ ډېرې ژورې مرحلې ته رسېدلې ده او دا مهال د پاکستان ملکي او نظامي دواړه ځواکونه له خپل رقیب (هند) سره د لسیزو په ستراتیژیکو سیالۍ بوخت دي.

د تهدید بل ټکی دادی چې د پاکستان نظامي ځواک لا هم د هند پر وړاندې خپله بودجه ښه لوړه ساتلې او د پخوا په شان پخپل دریځ ټینګ ښکاري.

د پخوا په پرتله د ملکي حکومت په تګلاره کې تغیرات محسوسېږي، خو د تل په شان د پاکستان ملکي ځواک د نظامي هغه تر اغېز لاندې زیات وي او همدا ده، چې له دې تغیراتو هم ډېره تمه نشي کېدای.
شریف همدا ډول د کمپاین پرمهال ژمنه وکړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به اقتصادي اړیکي یو ځل بیا رامنځته او غښتلې کړې، هغه اړیکي چې له ۱۹۴۷ را پدېخوا شلېدلې دي.

په تېرو څو لسیزو کې د هند اقتصادي حالت له پاکستان څخه څو ځل ښه شوی دی او هند له خپلو لویدیځو ګاونډیانو سره دا وخت قوي اقتصادي اړیکي رامنځته کړي دي.
په افغانستان کې نا امني:
کله چې شریف له هند سره د ښو اړیکو په اړه څرګندونې وکړې، نو په هماغه شان تګلاره به له افغانستان سره تګ او اړیکي لازم ونه بولي او نه به یې ترسره کړي. دا کار د هغه لومړي وزیر لپاره اسانه هم نه ښکاري، چې په افغانستان کې ډېر زیات شهرت ته اړتیا نه لري. هغه پدې چې افغانان نواز شریف ته د هغه کس په سترګه ګوري، چې افغان اردو یې وپاشله او د افغانستان د ثبات له منځه وړلو لپاره یې طالبان وپالل.
هغه خبرې هم اوس درواغ کېدلای نشي، چې په ۱۹۹۲ ز کال کې شریف د جهادي ډلو ملاتړ کاوه او پاکستان د هغو لومړنیو هېوادونو له ډلې وو، چې طالبان یې منظم کړل او په ۱۹۹۷ ز کال کې یې د هغوی حکومت په رسمیت وپېژانده.
تر څنګ یې افغانان تر ننه هم د شریف هغه کړنې په یاد لري، چې په ۱۹۹۹ ز کال کې یې په افغانستان کې د طالبانو په واسطه د شرعیت په حاکمولو ټینګار کاوه.
یو ځل بیا د شریف له واکمنېدو سره هغه ته د ولسمشر کرزي د مبارکۍ له پیغام سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو او د تروریزم پروړاندې د ګډې مبارزې پیغام ښیي، چې دا ټول څه یوازې یو تشریفاتي اقدام وو.
(که چېرې پاکستاني چارواکي له افغانستان سره د ښو اړیکو وفاداري ثابتوي، نو دوی دې د هغو ډلو مخالف وکړي، چې د ای ایس ای له لوري منظمېږي او افغانستان ته استول کېږي.)
شریف تاکید لري، چې له امریکا سره د بې پیلوټه الوتکو موضوع هم نور یو طرفه کوي او په بار بار یې ویلي: ((د هغه څه په اړه جدي دی، چې وایي یې.))

د پاکستاني نوي حکومت لپاره هغه قبایلي پښتون مېشتې سیمې هم یو لوی سرخوږی دی، چې د ترورېزم ریښې ور پورې تړل کېږي او د دواړو هېوادونو (پاکستان ـ افغانستان) ترمنځ موقعیت لري.
په هر حال شریف کولای شي هغه شکونه رد کړي، چې تر اوسه له ګاونډیانو سره د ښو اړیکو د رامنځته کولو په اړه پرځای پاتې دي، خو دا ټول څه عملي اقدام غواړي.
له محور ورځپاڼې په منننې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *