زه ډير سخت زړی یم، ژر مې اوښکې نه راځي مګر یو نیم وخت په نه خبره په ژړا وم، هو د پتیال مرګ په چیغو چیغو وژړولم، قدیم اوس نشته هغه د حق لوري ته ستون شوی، دا کرښې مې د فرهنګي ملګري محمدصادق ژړک په پرله پسې غوښتنه لیکلې دي چې د قديم ياد رانه قديم نشي او د پتيال د ملګرۍ حق وساتل شي .
د پتيال د پت او غريت ډېرې خاطرې راسره دي زه به یې کومه کومه لیکم، لنډۍ ده چې وايي: ستا د ښايست ګلونه ډېر دي + ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه . يو بل آرمان مې هم په زړه کې ځای کړی، ريښتيا وايي پښتانه په ژوندیو کې ښه نه لري او په مړو کې بد، کاشکي پتیال مو په ژوند نازولی وای یو شی چې زما په زړه او دماغ کې به تر ټول عمره پاتې وي هغه د پتیال خاطرې دي، ځینې ملګري ممکن فکر وکړي چې زه به هم په رسمي چارو کې دده همکار وم ځکه به په پتیال پسې ډیر ځوریږم، مګر داسې نه ده، پتيال يو وطن پرست او فرهنګي ستوری و او وطن پال فرهنګيان يې نازول او بس.
که زه یو ښه شاعر يا لیکوال نه یم مګر ښه شاعران او لکیوالان پیژنم عبدالقدیم پتیال زموږ د سیمې یو برجسته شاعر او غښتلی لیکوال وو آن تر دې چې استاد عبدالباري جهاني او استاد معصوم هوتک دی یو ځانګری لیکوال بللی د علامه رشاد بابا پام یې هم ځانته اړوولی وو او او د پتيال په هکله يې ويل : (چې پتيال په عمر کم دی اما په پوهه او شعر کې بیا داسې معلومیږي چې ته به وایې ډير وخت یې په همدې برخه کې کار، رياضت، مراقبه او تمرين کړی).
پتيال په عمر کشر اما په پوهه کې رسیدلي او مشر و په ډير کم وخت کې د ریاست او ولایت تر چوکۍ پورې ورسېد، هو نن سبا یې بې له خوږو خاطرو بل څه نه دي راپاتې ما تقریبا څلور پینځه کاله په کندهار کې تیر کړي دي د کندهار د خلکو له دود او دستور سره بلد یم نو ځکه مجبوریږم چې د پتیال آشنا خاطرو ته دمه شم یوه ورځ مو ساعت خالي وو همصنفیان وتل او ننوتل زه هم د ځینو ملګرو سره د پوهنتون د انګړچمن ته روان شوم ترڅو یو څو دقیقې فکر آرام او منظره وکړم په چمن کې مو څادر اوار کړ له ملګرو سره مو بنډار شروع کړ،څنګ ته مو یو څو ځوانان په مزه مزه په مجلس لګیا وو،
زه ورته د سترګو له کونجو ډير متوجه وم دومره پوهیدم چې دا یو خو یې شاعر دی او دوه دری ځلې می یې نوم د محمد یار یار صیب څخه اوریدلی پدې وخت کې د پتیال هم ماته فکر شو او غږ یې راباندې وکړ چې ته خو یو څه د ویلو لپاره لرې مګر نه شې ویلای ته به ضروي راته وایې چې څه خبره ده ددې خبرو په منځ کې پتیال خپلو د څنګ ملګرو ته اشاره وکړي او ورته ویې ویل چې زموږ او د دوي مجلس به یو کړو،هسې هم پښتنو پر بې اتفاقۍ اتفاق کړی دی، دلته زما او د پتیال شناخت سره شروع کيږي پتیال په رښتیا چې یو ښه ملګری وو ددې مجلس او لیدنې وروسته زما او دده ټینګه ملګري پیل شوه، پتیال په لمړیو کې پوهنتون ته تقریبا هره ورځ په وخت باندې ځان رارساوه ،وروسته ورو ورو د اطلاعاتو او فرهنګ ریس شو او پوهنتون ته یې راتګ کم شو کله چې مرستیال والي شو نو رسمي پوختیاوې یې زیاتې شوې او پوهنتون ته یې ډيره رسیده ګي نه شوای کولای ډيره لویه آروزو یې دا وه چې د لیسانس سند تر لاسه کړي او وروسته ماسټرۍ او نورې زدکړې وکړي، مګر ناځوانه ژوند ورسره وفا ونګړه نن يي ډیری ملګري په دیدن پسې ړندیږي څوک یې د ځواني آرمان کوي څوک وایي چې شعر مې یې سخت یادیږي آن ځینې وایي چې الله خیر اوس به یې جدايي څنګه زغمو، روهیال صیب خو یې د قبر په سر ویل چې پتیال ډیر څه د ویلو لپاره له ځان سره لرل مګر هغه مرګي راڅخه بیل کړ دوه ماشومان ځنې پاتې. قديم پتيال یو عادت دا درلود چې که به له دښمن سره هم مخامخ کیده په خلاص تندي او موسکه خوله به یې روغبړ کاوه ، چې سترګې به يې درباند ولګيدې نو د ده تکيه کلام دا و چې : (ته چیرې یې مسلمانه د خداي) د پتيال يار هرې کړنې د دوستۍ پیغامونه لرل، یوه ورځ په کندهار کې د نوم ورکي شاعر اسلم لوڼ تلین او د طلوع افغان ورځپاڼې د کلیزې په خاطر یو لوي سیمینار جوړ شوی وو چې له کابل څخه استاد هیوادمل،ډاکټر لطیف بهاند،استاد محمد زرین انځور،استاد شپون،استاد عبدالغفور لېوال،استاد انور خیري استاد رفیع الله نیازی،استاد عبدالرحمن حبیب زوي تشریف … او نورو راوړی وو ما هم پر دې سیمنار کې ګډون وکړ، پتیال د یاد سیمنار یو له مهمو کليدي کسانو څخه وو د سیمینار په دوهمه ورځ مازدیګر د منډیګک ماڼی په انګر کې سره ناست وو پتیال هیوادمل صیب ته ویل چې استاده څنګه مو خوښه ده نن یوه ښه منظره ونکړو؟ استاد هیوادمل زیاته کړه قدیم جانه ډير خوند به وکړي پتیال ما ته مخ راواړواه ویل یې حقمله ته راځه ته خو خپل سړی ېې میلمه خو نه یې چې یو ترتیب سره ونیسو زه هم ورسره لاړم هغې ډير سخت اخلاص درلود ویل یې چې زموږ د پښتو ادبیاتو د اوسني وخت لوی لیکوالان دي او بیا کندهار ته راغلي باید ښه میلمه پالنه یې وکړو چې له کندهار څخه ښې خاطرې له ځانه سره یوسي،او بیا تا خو به په تاریخي کتابونو کې لوستي وي کندهار د شملو او د ننګونو ټاټوبی دی مګر بدبختانه نن سبا د داسې دښمن سره مخامخ شوی چې نه مو د سر سړی پریږدي او نه مو د وطن ابادي زغملی شي. موټرونه مو تیار کړل د ارغنداب ښايستونو ته مو پنا يوړه له هوا او شنو درو څخه مو ډیر زیات خوند واخیست، وروسته د بابا ولي زیارت ته لاړو د توتو او بادرنګو میله مو وکړه یو څو یادګاري عکسونه مو واخیستل چې اوس به هم د څیړندوي عبدالرحمان حبیبزوي سره خوندي وي له دې وروسته په هغه لاره د ښار طرف ته و خوځېدو چې سړی سيخ د ولایت دروازې ته ورولي، په دې میله کې د نورو ملګرو ترڅنګ د اطلاعاتو او فرهنګ ریس دواخان مینه پال او وتلی لیکوال مطیع الله روهیال هم له موږ سره ملګري وو، یو خوب او خیال وو تیر شو، یو بله یادونه هغه هم د ارغنداب په بابا ولي زیارت کې د انارګل مشاعره وه چې ډیر کیف یې وکړ او خپله اروښاد پتیال یو ښکلی خوندور شعر ولوست چې اوس مې هم په ذهن کې انګازې کوي، په رښتیا چې ژوند ډیر لنډ او تنګ دی پر ځینو خو بیخي په بیړه تیر شي پتیال یو له هغو څخه وو چې ژوند کولو منډې ته یې تیاری نیوه چې ورباندې خزان شو،هغه په رښتیا په وروستیو کې رسمي کارونو ډیر مصروف کړی وو تل به یې ویل چې په دا وروستیو کې فرهنګي ملګري رانه خپه کیږي او راته وايي چې ټلیفون ته جواب نه ورکوې مګر ماته بیا هم ګران دي که څه هم چې پدې اعترف کوم چې زه اکثره وخت ټلیفون ته ځواب نه شم ورکولای مګر دوي مې د زړه په پاڼو کې ثبت دي او هیڅکله یې نه هیروم زه به خپلې خبرې په دې لنډۍ پای ته ورسوم چې وایي: له هندوستانه مې راستون کړې له ګورستانه به د څوک راستنوینه