طالبان له څو کلونو راهیسې په ځینو ولایتونو کې د پولیو واکسینو د تطبیق اجازه نه ورکوي او په دې سره هغو سیمو کې د ګوزڼ پېښې ثبت شوي چې طالبانو په کې د واکسینو اجازه نه ده ورکړې.
طالبان دا کار په خپله خوښه نه کوي، ځکه چې د ګوزڼ واکسین د طالبانو د ریژیم پرمهال هم په ټول افغانستان کې تطبیق کیدل او هیڅ ستونزه یې نه درلودله.
خو اوس چې طالبان د جګړې تر فشار لاندې نیول شوي، ځینو سیمو کې یې واکسین بند کړي او ځینو نورو سیمو کې خو یې ان ښوونځي هم تړلي دي.
طالبان غوښتنه لري چې په دوی دې هوایي بریدونه او شپني عملیات نه کیږي چې واکسینو ته اجازه ورکړي، د طالبانو ځینې قومندانان سیمو کې تبلیغ کوي چې واکسین زیان لري او ځینو سیمو کې په دې پلمه رضاکارانو ته اجازه نه ورکوي چې ګنې د دوی مرکزونه ګوري او بیا یې راپور افغان ځواکونو ته ورکوي.
طالبان ښه په دې پوهیږي چې د پولیو واکسین د ماشومانو ژوند ژغوري او د ګوزڼ له ناروغي یې ژغوري، خو دا کار د دې لپاره کوي چې افغان حکومت باندې فشار راوړي.
طالبان دا کار د پاکستان په خوښه کوي، ځکه پاکستان کې د ګوزڼ پېښې له بل هر هېواد زیاتې وې او کله به چې پاکستانیان بل هېواد ته تلل، په هوایي ډګرونو کې به له سخت مشکل سره مخ و او یا به یې بیخي اجازه نه ورکوله.
بله خبره دا ده چې پاکستان غواړي عوامو ته زور ورکړي چې حکومت ترفشار لاندې ونیسي، افغان حکومت د نړیوالو مرستندویانو په همکارۍ امکانات لري چې د هېواد په هره سیمه کې کور په کور د ګوزڼ واکسین وکړي.
خو طالبان دې چې په یوه او بله پلمه باندې سلګونه زره ماشومان له واکسینو بې برخې کوي او د ګوزڼ له ګواښ سره یې مخ کوي.
د طالبانو اوس زیات تمرکز په سویلي ولایتونو دی او هلته د واکسینو تطبیق ته اجازه نه ورکوي چې ورسره سم هلته ځینو ولایتونو کې د ګوزڼ پېښې هم ثبت شوي دي.
طالب هر هغه کار کوي چې افغانان پرې وځوریږي، هر هغه کار کوي چې افغانان د مرګ له ګواښ سره مخ شي او هر هغه کار کوي چې پاکستان یې دستور ورکړي.
د ګوزڼ واکسینو په تړاو په ټوله نړۍ کې علماء متفق دي چې تطبیق یې ګټې لري او د ماشومانو د خوندي ساتلو لپاره کورنۍ مسوولیت لري چې د پولیو واکسین ورته وکړې.
د پاکستان علما په خپل هېواد کې د پولیو واکسینو ته اجازه ورکوي، خو په افغانستان کې طالبانو ته وایي چې دا واکسین پرينږدي چې ماشومانو ته تطبیق شي.
که طالبان د واکسینو تطبیق ته اجازه ور نه کړي، ښکاره خبره ده چې هغه سیمو ماشومان به د ګوزڼ له ګواښ سره مخ شي چې واکسین پکې نه تطبیق کیږي.