محمد شفیق

که غواړئ چې د پښتو په ژباړې کې مرسته وکړئ نو لاندنی ښوونې عملي کړئ: دا تړاو پرانیزئ او هلته نوم لیکنه وکړئ https://docs.google.com/forms/d/1yakaAEKeLq8k29HH8F9_ywUFoHJdW3zhmAhLCIoaYKE/viewform

خپل نوم، او د جیمیل بریښنالیک لیکل ضروري دي پس له نوم لیکنې ګوګل شرکت تاسو ته یو څو ورځې وروسته یو بریښنالیک استوي، که ورته کامیاب شوي یئ!  بیا تاسو ته نوره ښونه په بریښنالیک کې کوي. او که ورته کامیاب نه شوئ نو بیا ځل په بل جیمیل بریښنالیک مو ورته نوم لیکنه وکړئ. نوټ: په نوم لیکنه کې یوازې خپل جیمیل (Gmail) بریښنالیک ولیکئ، نور بریښنالیکونه نه منل کیږي! دا یو ډیر نېک ګام دي، نږدې نوري ټولي ژبي په ګوګل ژباړي کښي ځای لري اوپه مرسته یې پر لیکه (آون لاین) ژباړه ترسره کیږي، خو د نیکه مرغه پښتو اوس ګوګل خپل لړ ته داخله کړه، داخله خو سوه خو ددې معنا داه نه ده چي سم دلاسه به یې په مرسته ژباړه کیږي، په یاد ولرۍ چه ګوګل یوازي د پښتو ژبي نوم په خپل لړ کښي شامل کړ، د متن او جملو ژباړه یې باید موږ او تاسو ترسره کړو، ترڅو پوري چي دا کار نه وي سوی، د ګوګل له لاري پښتو ته ژباړه ناشونې ده. نو ستاسو ټولو لوستونکو څخه په پښتني مینه هیله کیږي چه که تاسو په انګلیسي او پښتو ژبو په بشپړه توګه ژباړه کولای شۍ نو ددې پروژي سره په ژباړه کښي مرسته وکړي، که تاسو ددې وړتیا نلري، نو بیا هغه ملګري او خلګ دې لاري ته وهڅوۍ چي تاسو یې پېژنۍ او ددې وړتیا لري ځکه چي دا د یوه او دوو نفرو له وسه وتلې کار دی.

One thought on “له ګوګل پښتو ژباړې سره مرسته وکړئ”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *