تاند- (سې شنبه، د میزان ۹) ګڼو ایراني رسنیو له یوه افغان سره د یوې ایرانۍ د تېښتې خبرونه خپاره کړي او لیکلي یې دي چې دا موضوع ډېره جنجالي شوې ده.
د ایران د (انلاین خبر) په نوم ویبپاڼې پرون (دوشنبه) ولیکل، څه موده وړاندې یوه سړي پولیسو ته وویل چې لور یې ورکه شوې ده.
ده ادعا لرله چې لور یې (شیوا) د خپلې یوې ملګرې د کالیزې په پلمه له کوره وتلې او بیا نه ده راغلې.
له دې شکایته وروسته پولیسو پلټنې پیل کړې او ورته څرګنده شوه چې ۱۴ کلنه شیوا له چا سره تښتېدلې ده.
د نجلۍ یوې خورلڼې پولیسو ته وویل«شیوا له یوې مودې راهیسې له یوه ځوان سره انډیواله شوې وه او هغې ماته وویل چې د ټیلګرام په یوه کانال کې پر فاضل نومي افغان، چې ۲۳ کلن دی، مینه شوې ده. دوی له یو بل سره دومره لېواله شول چې د واده پرېکړه یې وکړه. شیوا پوهېده چې کورنۍ یې نه پرېږدي چې له فاضل سره واده وکړي ځکه یو خو یې عمر کم دی او بل فاضل افغان دی، نو یې د تېښتې لار غوره کړه.»
پولیس اوس توانېدلي چې د فاضل ورور په تهران کې ومومي او له هغه معلومات واخلي.
د هلک ورور پولیسو ته ویلي چې فاضل او شیوا د یوه قاچاقبر په مرسته ترکیې ته تللي او هلته په یوه کمپ کې اوسي چې بیا یونان او د اروپا یوه بل هیواد ته لاړ شي.
پولیس وايي چې د فاضل د ورور په مرسته یې له شیوا سره ټېلفوني خبرې کړي، هغې ورته ویلي«موږ په پټه واده کړی او له ایرانه وتلي یوو، غواړو چې یوه اروپايي هیواد ته لاړ شو. اوس په یوه کمپ کې یوو او نور هیڅکله ایران ته نه ځو.»
د تهران پولیس وايي چې له نړیوالو پولیسو یا انټرپول څخه یې غوښتي چې شیوا له ترکیې څخه بېرته ایران ته راولي.