له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت له سولې خبرو سره هم مهاله په کونړ کې د شلو افغان ملي اردو سرتېرو ډله ییزه ظالمانه وژنه د جدي ملاحظې او بیا کتنې وړ مسله ده.

هسې خو هره ورځ د معمول مطابق په روانه جګړه کې د افغانستان د مختلفوامنیتي ادارو منسوبین په مختلفو پېښو، بریدونو، چاودنو او نورو ناامنیو کې شهیدان کیږي،خو په کونړ کې د ملي اردو د ۲۰ سرتېرو ډله ییزه ظالمانه وژنه له نورو قربانیو او ویرونو څخه ستره او متفاوته وه.

دا سرتېري د روانې حوت میاشتې په څلورمه د یکشنبې ورځې د سهار درې بجې د ختیځ ولایت کونړ په سرحدي ولسوالۍ غازي اباد کې د یوې ډله ییزې حملې په ترڅ کې شهیدان شول.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله رسنیو ته وویل،چې پردغو سرتېرود تونک سیمې په شېرغشي امنیتي پوسته کې ترسلو ډېرو مخالفو وسله والو ډله ییزبرید کړی دی.

 په برید کې د ۲۰ ملي سرتېرو پرشهادت سربېره تر۸ پورې نورملي سرتېري د بریدګرو وسله والو لخوا تښتول شوي هم دي.

د پاکستاني سرتېرو د وژل کیدو غچ

له دغه برید څخه څو ورځې مخکې پاکستاني چارواکو ادعا وکړه، چې ترشلو زیات سرتېري یې د افغانستان له ختیځ سره ترواک لاندې سیمو کې وسله والو وژلي او د دوی په ادعا وژونکي وسله وال له افغان خاورې څخه د پاکستان ترواک لاندې سیمو ته اوښتي وو.

پاکستاني پوځي چارواکو ادعا کړې وه،چې د دغه برید په مخنیوي کې افغان حکومت خپل مسولیت نه دی ادا کړی او دوی له دې کبله شکایت لري.

دا چې کونړ او په ځانګړي ډول غازي اباد ولسوالي د پاکستان ترواک لاندې سیمو سره نیږدې ده،زیاتو افغان پوځي شنونکو د افغان سرتېرو دغه ډله ییزه وژنه د پاکستان په لمسه او مرسته له افغانانو څخه د دغه هېواد د سرتېرو د وژل کیدو غچ اخیستل ګڼلي.

پرافغان سرتېرو د برید په اړه خپاره شوي جزیات هم دا ښيي،چې دا برید په منظم ډول پلان شوی او د هغو تدابیرو ځپل هم په پام کې نیول شوي وو،چې افغان سرتېرو ته د عاجلې مرستې لپاره ممکن او ترسره کیدونکي وو.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي رسنیو ته ویلي،چې پرافغان سرتېرو د دغه برید پرمهال دفاع وزارت له پېښې څخه له خبریدو سره سم د برید سیمې ته یو کنډک مرستندوی ملي اردو سرتېري استولي،چې پرلاره پردوی هم ځانمرګی برید شوی دی.

 د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغې پېښې مسولیت رسنیو سره په خبرو کې پرغاړه اخیستی او ویلي،چې لسګونه سرتېرو ته یې مرګ،ژوبله اړولې ده.

 خو د وسله والو دغه ادعا افغانانو ته د منلو وړ ځکه نه شي کیدای،چې د دغې ډلې د جنګي ظرفیت،پلان جوړونې او نورو هڅو په اړه دوی ښه پوهیږي.

په دې برید کې د دغې ډلې لاس لرل یو مخ رد کیدای هم نه شي ځکه په غازي اباد ولسوالۍ کې مخکې دې ډلې فعالیت او حضور درلود او وخت په وخت یې نورستان ولایت ته تلونکي دولتي اکمالاتي کاروانونه او د ولسي خلکو انتقالیدونکي اکمالات لوټول.

خو په وروستیو کې د ملي اردو ځواکونو دغه ولسوالي په قوي بڼه د خپلو مخالفانو له فعالیت او ګواښه تصفیه کړه.

سوله او د دښمن ورک تعریف

دغه افغان سرتېري په داسې وخت کې وژل شوي،چې افغان حکومت لا هم د وسله والو طالبانو له مشرانو سره د سولې په اړه د خبرو پرمذاکراتو بوخت ښکاري او د بېلا،بېلو راپورونو له مخې له دغې ډلې سره په عربي هېوادونو کې د افغان حکومت ښکاره او پټې خبرې روانې دي.

د دښمن او سوله غوښتونکي د تعریف په تشه کې خبرو ته لېوالتیا،حاضریدل او مقابل لوري ته په یو ارزښت قایلیدل د افغان حکومت یوه بله بې ظرفیتي،تېروتنه او بې دریځي ده.

افغان حکومت باید له هغه چاسره چې عملاُ د افغانستان د هویت،وقار او ناموس مدافعان په پردۍ لمسه،پلان او تمویل وژني،هیڅکله خبرې ونه کړي؛بلکې له دغسې ادرسونو سره باید قوي دښمنانه چلند وشي.

د افغان حکومت نیوکه تر پربهرنیو هېوادونو او په ځانګړي ډول پرامریکا متحده ایالاتو دا وي،چې د افغان حکومت د ترټولو لوی نړیوال متحد په توګه یې پرپاکستان د افغان سولې بهیر د پیاوړتوب لپاره فشار نه دی راوستی.

هغه نیوکه پرخپل ځای سمه،خو اوس له افغان حکومت څخه پوښتنه په کارده،چې دوی ولې د دوست او دښمن په تعریف نه پوهیږي او که پوهیږي د سیاسي مصلحتونو او ولس ته د نه منلو وړو مسلو قرباني کوي یې.

ملي ویر،لویه بې تفاوتي

لږه موده وړاندې چې په پاکستان کې د وسله والو طالبانو د کډوالو د چارو مخکینی وزیر ناڅرګندو وسله والو په ډزو وواژه،افغان ولسمشرحامد کرزي هغه شهید وباله او په حکومتي پوځي چورلکه کې یې د هغه تابوت د هغه پلرني سیمې تخار ولایت ته ولېږدوه.

خو اوس چې د ملي اردو ۲۰ سرتېري په ډله ییزډول او یو ځای د افغانستان د معلومو دښمنانو په لاس وژل شوي او یوه لاسپوڅې ډ‌له یې مسولیت هم پرغاړه اخیستی،د حکومت بې تفاوتي د دغه ملي ویر پروړاندې د پوښتنې وړ ده.

ولسمشرکرزي د دې پېښې په اړه په خپور کړي پیغام کې یوازې د یوې جملې په یوه څنډه کې دوی ته شهیدان ویلي،په نورو جملو کې دوی ته د وژل شوو افغان سرتېري خطاب شوی دی.

په همدې اعلامیه کې ویل شوي،چې ولسمشرکرزي سریلانکا ته د دغې پېښې له کبله خپل سفرلغوه کړی،چې دا خبره هم زیات حقیقت نه لري.

خلک پوهیږي،چې ولسمشر د ټاکنیزو مسلو په تړاو سفرلغوه کړی او دا پېښه یې د یوې پلمې په توګه یاده کړې ده.

ولسمشر او حکومت یې باید پوه شي،چې افغانان او د ملي امنیتي ځواکونو هره ورځ قرباني ورکوونکي سرتېري له ده او حکومت څخه یې د سمبولیکو عکس العملونو،غندنو او خواشینیو پرځای د دغو ځواکونو او نورو افغانانو د هره ورځې لوړو قربانیو د جدي او اساسي مخنیوي غوښتونکي دي.

د سفرونو لغوه اعلانول د ملي اردو د شهید شوو سرتېرو د کورنیو او افغانانو کوم درد نه شي دواکولای،په ملي انګیزه د شهید شوو دغو او نورو سرتېرو کورنۍ باید په اقتصادي او نورو لحاظونو پوره تمویل او خپله ولسمشرکرزی سره د لوړپوړو چارواکو یې د نورو سرتېرو د روحیې لوړولو لپاره د هغوی د کورنیو غمرازۍ ته لاړوای.

د شلو افغان سرتېرو وژنه یوازې د شلو کسو وژنه ده،دا د یوه ملت پرمدافعانو،د یوه ملي بیرغ د رپاند ساتلو پرباتورانو او په دې ډول د یوه ملت پرهویت او عزت د برید هڅه وه.

په کار وه،چې د دغه ملي ویر په مناسبت ملي بیرغ یوه ورځ نېم ځوړنده شوی وای او له وسله والو طالبانو سره خبرې په عاجل ډول ځنډول شوې وای.

One thought on “له یوه ملي ویر سره لویه بې تفاوتي/ ارشاد رغاند”
  1. زما په نظر له دی پيښی دوه حقیقتونه جوت شول:
    اول داچی پاکستان نه غواړی په افغانستان کی سوله راشی دوی د افغان دولت او افغان طالبانو د خبرواو مذاکرو د مخنیوی لپاره دا جنایت تر سره کړ.
    دوهم داچی ملا ذبیح مجاهد او د ده نور ملګری د پنجاب ویندویان دی نه د افغان طالبانو ، ځکه افغان طالبان له دولت او نړیوالو سوله ساتو قوتونو سره دښمنی لری ، نه د افغانستان له خاوری او خلکو سره، او که دا ثابته شی چی ټول طالبان د افغانستان د خاوری او د افغانستان د ټولو اوسیدونکو دښمنان وی نو بیا د دوی له خوشی کولو نه د هغوی د ځپلو او وژلو نه بل ښه وریانت یا بدیل نشته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *