سید عطاالله

تاند (شنبه، د حمل ۲۳ مه) امنیتي سرچینې وایي، نن ماښام د پلازمېنې کابل د څلورمې به ناحیې تایمني پروژې سیمه کې ناپیژانده کسانو د ولسمشر په دوه ساتونکو برید کړی دی.

یوې امنیتي سرچینې تاند ته وویل، په دې برید کې د پي پي ایس غړی سیدعطاالله وژل شوی او بل ملګری یې ژوبل دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین تاند ته وویل چې پېښه تاییدوي خو له پلټنو وروسته به معلومه شي چې وژل شوی او ټپي کس څوک دي.

ر تېره اوونۍ هم  نامعلومو وسله والو د ولسمشر یو ساتونکی قیام مقصودي په پغمان ولسوالي کې وواژه او بل ملګری یې ورژوبل کړ.

تر اوسه د دغو وژنو مسوولیت کومې ډلې نه دی اخیستی خو ویل کیږي طالبان اوس په لویو ښارونو کې په پټه خوله هدفي وژنې کوي.

https://www.archive.www.archive.taand.com/archives/147513

د دغې ډلې د نفوذ ساحه پنځمه ناحیه خوشال خان مېنه کې د هدفي وژنو د زیاتوالي له امله په موټر سایکلونو بندیز لګیدلی دی.

د طالبانو ګڼ مشران او دفترونه په خوشال خان مېنې کې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *