تاند- سوني کمپنۍ یو داسي سیستم اختراع کړ چې د موبایل له یوې بېټرۍ بلې ته چارج لېږدوي.

دا سیستم انرژي په راډیويي څپو بدلوي او بېرته ورڅخه انرژي جوړوي.

د موبایلونو او نورو الیکترونیکي وسایلو د بېټریو د چارج د ژر خلاصېدو په اړه کاروونکو تل شکایت لرلی دی.

سوني د یوه نوي سیستم د اختراع حق ثبت کړی دی چې له ليري څخه بېټرۍ چارجوي.

دا اختراع له دې نظره هم مهمه ده چې اوس په نړۍ کې برقي یا الیکترونیک موټرونه په ډېرېدو او عامېدو دي.

د برقي موټرو یوه اساسي ستونزه د بېټرۍ د عمر او د چارج د دوام ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *