د ملګرو ملتونو په نوښت د بن لومړی کنفرانس د۲۰۰۱کال د نوامبر په ۲۷ د بن په ښار کې تر سره شو، په کنفرانس کې د افغانستان د یو شمیر جنګي ډلو او جنایتکارانو تر څنګ د روم او قبرس بهیر او له پیښور څخه د افغان کډوالو یو شمیر استازو هم ګډون درلود.
په بن کنفرانس کې د یو شمیر نورو مهمو پرېکړو ترڅنګ په افغانستان کې د حکومتولۍ لپاره هم په یو چوکاټ باندې هوکړه وشوه. په کنفرانس کې پریکړه شوې وه چې په افغانستان کې لنډمهاله اداره د قدرت له رسمي انتقال سره سمه رامنځ ته شي، د قدرت د انتقال نيټه د ۲۰۰۱ ميلادي كال د ډسمبر ۲۲مه ټاكل شوې د چې داستاد رباني څخه ولسمشر حامد کرزي ته قدرت انتقال شو. موقته اداره د يوه رئيس، پنځو مرستيالانو او ۲۳ غړو څخه عبارت وه، په پریکړو کې د اِضطراري لويې جرګې د رابللو لپاره د يوه ځانګړي خپلواك كميسيون، د افغانستان د سترې محكمې او نورو هغو محكمو چې د موقتې ادارې له خوا منځ ته راځي جوړول شامل وو. همدا راز د بن د هوکړې له مخې د لنډمهالې ادارې تر جوړولو وروسته د شپږو مياشتو په موده كې بیړنۍ لويه جرګه راوبلل شوه، اضطراري لويې جرګې د انتقالي واكمنۍ او د پراخ بنسټه ادارې په هكله پريكړه وکړه. نوموړې ادارې تر هغه وخته پورې د افغانستان مشرتوب وکړ تر څو يو بشپړ نماينده حكومت د ازادو او عادلانه انتخاباتو له مخې منځ ته راخی، دغه ټاکنېتر اضطراري لويې جرګې وروسته د دوه نیمو كالو په موده کې تر سره شوې. تر ټاکنو وروسته حامد کرزی ولسمشر شو او د نوی حکومت (۸۰) سلنه کابینه له شمال ټلوالې رامنځته شوه. د ولسمشر د دوېمې دورې ټاکنو ته په نیږدي کیدو شمال ټلواله څو ځایه شوه، ځینو د حکومت پلوي وکړه او ځینو د هغه مخالفت وښود. په ۲۰۰۹ کال کې د دویم ځل لپاره دولسمشرۍ ټاکنې تر سره شوې او حامد کرزي دوېم ځل ولسمشر شو.
ولسمشر حامد کرزي تر بریالیتوب وروسته بیا هم شمال ټلوالې ته په حکومت کې تر (۸۰) سلنه دیره برخه ورکړه. هغه کسان چې په حکومت کې ځای پر ځای شول هغوی له بیروني کسانو سره تفاهم وکړ او بیرونیو کسانو د اپوزیشن په نوم میدان ته په څو بېلابېلو نومونو راووتل، او د افغان حکومت پر وړاندېې د سیاسي مخالف غږ پورته کړ خو سیاسي مبارزه ډیره نیمګړې وه. څو وارې سیاسي جریانونو خپل شتون اعلان کړ او بیرته له منځه ولاړل.
اوس د جمعیت اسلامي ګوند او نظار شورا یو شمېر لوړپوړي چارواکي چې ټول پر یوه خوله او یوه موقف کې ځای لري د ولسمشرۍ ټاکنو کې پر مهم رول لوبولو بوخت دي. د شمال ټلواله چې په تیرو دیارلسو کلونو کې يې د حکومت تر اتیا سلنو زیاتې چوکې انحصار کړې دي اوس په ټاکنو کې هم مخکښ دي دوی تول عمر دامنتیاز تر لاسه کولو په اړه په هرډول جوړ جاړي کې تر ټولو وړاندې ګام اخلي د شمال ټلوالي پخوانيو جوړ جاړیو ته په کتو هیڅ هغه یې دهېواد او ولس په ګټه نه بلکې په زیات پای ته رسیدلی دی. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د شمال ټلوالې هیڅ ايتلاف او جوړ جاړې تر څو محدودو ورځو زیات دوام نه دی کړی. اوس چې د ولسمشرۍ تاکنې دویم پړاو ته تللي دي دوی د ټاکنیز کمپاین د غوړیدا لپاره د یوې درې څو څېرې په څو جبهو کې ښکاري په دغو جبهو کې له شته څېرو څخه ښکاري چې د يوې (درې) څو جبهې، څو څېرې، څو خولې، څو موقفونه او څو رنګونه شتون لري. دغو څېرې اوس په راتلونکي حکومت کې د موقف او امتیاز لپاره بیا هم په بېلابېلو غونډو کې له عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان کړ.
د ولسمشر لومړی مرستیال او د مارشال فهیم ځای ناستی محمد یونس قانوني، د ملي دفاع وزیر بسمه الله محمدي، د سولې عالي شورا ریئس صلاح الدین رباني د بلخ والي معلم عطا محمد نور، د ملي امنیت پخوانی ریس امر الله صالح او دې ته ورته د شمال ټلوالې سلګونه کسان د پوزیشن ډوډۍ خورې خو کار اپورزیشن ته کوي.اوس په افغانستان کې مصلحتي ټيم حاکم دى او ولسمشر کرزي هم چې د شمال ټلوالۍ په انحصار کې قرار لري په خپلو وروستيو چارو کې يوځل بيا د ملي ارزښتونو او ګټو پر ځاى د اپوزیشن ګټې په پام کې نيولې دي.
عزيز جان هوتك؟ ًًًًلازم خه دي١
/ هوشياري ٢/جه هوشيار شوي بيداري٣ جه بيدار شوي بيا بوءءءء والي ٤/ جه بوه شوي بيا سياسي مفكوره او يا ساسي بو هه٥دسياسي بو هيم دوهم براو شروع كيده ددوهم بار به زوند كي هرخه تغيريزي هغه خه دي
إنسان بيزندنه دلته دزوند فلسفه ، بشر دوستي ، بشري حقوق ميهن برستي ظالم او مظلوم او د دوي د حقه حقوقو به خاطر علمي ،قانوني اجتماعي مبارزه شروع كيزي. دغه خه جه تا راتول كري او دقلم به خوكه دي روري واقيعتونه دي تسليم يدل به كار نه دي بلكه به ورين تندي دخلكو د حقه حقوقو. دباره مبارزه حتمي او ضروري كار او عمل ديءءءءء
مننه